زه د بنګو په شنه پاڼه

زه د بنګو په شنه پاڼه
 لیکم تاته ایاتونـــــــه
په ګلاب مې انځورکړې
څــــــو واړه واړه ګلـــونه
لکه ستا دسترګوستوري
لکه زما شنکي خوبونـــــه
چې راځې ته زه به  نه يم
خو د بنګو په شنه پاڼــــه
دا سندري ټولې یاد کړه
نه نه تیروتم جانانــــــه
دا خبري ټولې یاد کړه
دا واړه واړه ګلونــــــــــه
د ګلاب په پسته غیږکې
ستادحسن غلامان دي
بیا ونه وایې ګل رنګې
چې په تلوکې دې وم هیره
 
۱۳۸۵/۱۱/۸ساجر