
زموږګران هيوادافغانستان په وروستيودريولسيزوكې دډول اوډول جګړوپه
اوركې وسوځيد،اوزموږبي وزله هيوادوال په
هرنامه ووژل شول، اوڅه هم دهيوادپريښودوته اړشول،له بده مرغه دالړۍ ترننه پوري
روانه ده،خوپه خواشينۍ سره بايدووايم چې ددي وخت په اوږدوكې داسي يوملي سياسي
غورځنګ سرراپورته نشوكړاى چې په ريښتياسره دملي روحيي خلك په كې واې اوافغانستان
يې له دي ديرش كلن ناورين څخه ژغورلاى واى،سره له دي چې زموږهيوادوال دكورنيواوبهرنيودښمنانوله
خواپه هرنامه وځوريدل بياهم زموږپه
هيوادوالوكې داسي انسانان شته چې ياخوددوست اوددښمن توپيرنشي كولاى اوياخو له
همدغوافغان دښمنواوپښتون دښمنوډلوسره دپردي شاته معاملې لرې،ځكه په رسنيوكې تري
ملاتړكوې اويايې دافغانستان ديوباغروره قام استازي بولې اودطالب په نامه دوحشت
اوبربريت ډلې ته برائت وركوې.
مخكي له دي څخه چې دطالبانودډلې افغانې، انسانې، اواسلامې ضدكړنې په
خوست،ننګرهار،اودكندوزپه ولايتونوكې وغندم،غواړم د نوموړي ډلې دپيداښت اودهغوى
دبرياليتوب په هكله په لنډډول رڼاواچوم.
طالبان دپاكستان دپخوانۍ صدراعظمي ميرمن بي
نظيربوټوپه وينادامريكا،انګلستان،اواى اس اى يوه مشتركه طرحه وه چې په افغانستان
كې پلي شوه ،داخبره ميرمن بوټود۲۰۰۱زيږديزكال
دسپتمبردمياشتي له يوولسمي نيټي څخه
وروسته وكړه .
پورتنۍ جاسوسى شبكي دطالبانوبهرني بنسټ ايښودونكي اوتمويلونكي
دي،خوكورنۍ ريښي اوعوامل هم شته چې ټول پدي لنډه ليكنه كې نه ځاييږي خوزه يې په
لنډ ډول په دايوي جملي كې داسي ويلاى شم، چې زموږ په هيوادكې يووحشت بل وحشت
وزيږاوه،ځكه دجهادي ډلوخپل منځي جګړي،دملي شتمنيو،اودخلكودعزتونه لوټول ددي باعث
وګرځيدل، چې د طالبانوراتلوته يې زمينه برابره كړه اوطالبان پدي وتوانيدل چې په
ډيرلږوخت كې دافغانستان ډيري سيمي دخپل كنترول لاندي راوړي،دغه ډله چې په حقيقت كې
هيڅ ډول افغانې ريښي يې نه درلودي پرافغانانواوافغانستان باندي يې هيڅ ډول زړه
خوږۍ هم نه درلوداواوس يې هم نه لرې،چې په وروستيوكې يې بيلګه
دخوست،ننګرهار،اوكندوزولايتونوكې په بېرحمانه ډول دبې وزلوافغانانو وژل دي،چې په
سلګونوانسانان يې دژوندله نعمته څخه محروم كړل اودسلګونوكونډواوپه
زرګونويتيمانوشميره يې زموږدهيوادپه ويجاړوكوڅوكې ورزياته كړه.
په كوم اساس
موږ دامنلاى شوچې طالبان دافغانستان ديوسترقوم استازي دي،څنګه موږكولاى شوچې
ديوقام استازيتوب داسي يوي ډلې ته وركړوچې دهمدغه قام دبچيانوپه وينويې لاسونه سره
دي.
داكوم پښتون
دى چې خپل وروروژنې اوكوريې ورانوي؟بايد پښتون روښانفكران دانړيوالوته څرګنده
كړې،چې داهغه ډله ده چې خپله دوحشت څخه ډكه اوتوره څيره يې داسلام دسپيڅلي دين په
سپين څادرپټه كړي،دادپښتون قام ترټولوهغه لوى دښمنان دي چې دپښتنو په سيموكې دوحشت
اوبربريت قانون پلى كوې،ښوونځي يې سوځوې اوښوونكي يې وژنې اوپښتانه نړيوالوته
دوحشي انسانانوپه نامه ورپيژنې،داهغه ډله ده چې دشريعت په نامه دخپلوبادارانوغيري
شريعي فتوي صادروې،اوپه پاى كې بايدداڅرګنده كړوچې داهغه ډله ده چې
زموږدهيوادځمكنۍ بشپړتياته ګواښ كوې،داخبره په هندكې دامريكادپخوانې سفير بلك ويل
دخبروپه اساس كوم
كه دبلك ويل طرحي ته په غورسره پام وكړودهغوى په وينادافغانستان
دبحران ترټولواسانه لاره دافغانستان جغرافيه په دوه برخوويشل دي نوموړي وايې چې
موږكولاى شوخپل پوځونه شمالې اوغربي ولايتونوته وليږدوواودانوري سيمي طالبانوته
ورپريږدو،اوكه چيري دهغوى له سيموڅخه زموږلورته ګواښ كيږي موږكولاى شودجنګي
الوتكوپه واسطه دهغوى سيمي بمباردكړو.
يعني مطلب
داچې داسيمي بايدترهغه دجګړوپه اوركې وساتل شي ترڅوامريكاوكولاى شي
خپلونوروستراتيژيكوموښوته ځان ورسوي،اوبې له شكه چې دطالبانوډله دحالاتوپه
خرابيدوكې اوزموږدهيوادددووټوټوپه ويشوكې
دبهرنيانوسره يوه مرستندويه ډله ده،نه دافغانستان،نه دپښتون قام،اونه داسلام
دژغورولو.
كه چيري
طالبانوپه ريښتياسره په افغانستان كې دبهرنيوځواكونوپه شتون كې مرسته نه كولاى
دجګړي دډګرپرځاى به يې ديوې سياسي مبارزي لاره غوره كړې واى، ترڅونړيوالوته يې
داڅرګنده كړي واى چې افغانان له القاعدي اوتروريزم سره هيڅ ډول اړيكي نه لرې
اوكولاى شې بې له جګړي په خپل هيوادكې سوله اوامنيت ټينګ كړي.
وطنه شوردې دزړګې په نيموشپوراځي
درياب دوينودې ساحل ته په څپوراځي
آذان دكفرداسلام له سپين منبره اورم
پرتافرعون دلاالله پر تكبيروراځي
اسدميوند-مسكود۲۰۱۱زيږديزكال دفبرورى دمياشتي
۲۷نيته