كرزى اوملي دودونه

دبي بي سي راډيوپه وينا د افغانستان جمهوررئيس حامدكرزي، دهلمندولايت مرستيال والي ښاغلې عبدالستارميرزك وال، له خپلي دندي څخه دملي اواسلامي ارزښتونود سرغړونې په تورله دندي څخه  ګوښه كړ. داتورپر ښاغلې عبدالستارميرزك وال  په داسي حال كې  لګيږي، چې د نوې كال په وياړيې يوكنسرت ته په دغه جنګ ځپلې ولايت كې د جوړيدو اجازه وركړي وه چې په دغه كنسرت كې ښځينه سندرغاړوونډه اخيستي وه،پوښتنه داده چې كه چيرې دښځينه سندرغاړيتوب زموږپه هيوادكې ملي اواسلامي ارزښتونوته سپكاوى وي نودښځينه سندرغاړوروزنيزمركزونه دافغانستان داسلامي دولت د اطلاعاتواوكلتوروزارت له خواحمايه كيږي له هرڅه نه لومړى بايد دپورتني وزارت وزير په  همدي تورله دندې ګوښه كړي شوې واى،.بده به نه وي كه له ښاغلې كرزي څخه وپوښتل شي چې آيا دچين په جمهوريت كې څومياشتي وړاندي دملى سرودپرځاى يوه حماسي سندره ونه غږول شوه؟ آيا داكاردافغانستان داسلامي دولت اساسي قانون اودافغانستان دخلكو ملي يووالې ته سپكاوى نه و؟ اوكه چيري سپكاوى ونود دي كار عاملينوته څه سزاوركول شوه.
له بلې خواداپوښتنه پيداكيږي چې آيا زموږ په هيوادكې افغانې دودونه اواسلامې ارزښتونه سره توپيرلرې؟ځكه داډول كنسرتونه دافغانستان په نوروولايتونوكې هم ترسره كيږي خوپروړاندي يې هيڅ ډول غبرګون ددولت له خواتراوسه نه دى ښودل شوې.
مرتجع ته
يادژوندپه نوم سندره  دآشناشه
ياپيرودې، دخپل پيراومسيحاشه
ته ساقي  نه يې زما په ميخانه كې
دجومات په منبركينه بس ملاشه
ويروي مې له تيارونه اې زاهده
وركې ستاټولې سجدي دا درېياشه
تاچې زلفو،شونډوسروته كفرووي
داايمان دي په ګمان تل مبتلاشه
زه ژړايم ستړي كړي خنداغواړم
ځه دنوروپه درباركې په ژړاشه
اسدميوند-مسكو۲۷\۳\۲۰۱۱