پسرليه!

ددي وخت په ماښامونونظروكړه
په اوربل دپيغلونجونونظروكړه
دشبنم هره قطره كې ښكلاراوړه
په تنكيوسروګلونونظروكړه
دمستۍ يوه نغمه شه په فضاكې
دموذن په آذانونونظروكړه
چې يې تږى ته دخُم په خواكې وينې
په ميخواردڅوجامونونظروكړه
دبلبل دخوږي ژبې ترانه شه
دمطرب په اميدونونظروكړه
داوږدي شپي دتياروګوګل كړه څيرې
په روښانوسهرونونظروكړه
دنسيم خوږه وږمه كې ژوندون راوړه
دبوراپه مړو،وزرونونظروكړه
 
اسدميوند-مسكو