لاترڅوبه؟

لاترڅوبه په تياروكې رالوېيږو
لاترڅوبه توروشپوكې موږاوسيږو
 
لاترڅوبه موپه ښاركې جوړماتم وې
لاترڅوبـــــــه دې مرګونوته ژړيږو
 
لاترڅوبه مودغم په نامه ژوندوې
لاترڅوبه دې غــــــمونوته رنځيږو
 
لاترڅوبه موكاروان په غرونوسروې
لاترڅوبه هرې كندي ته رالويږو
 
لاترڅوبه دغيرت په نوم وحشت وې
لاترڅــــــوبه دې ډولونوته نڅيږو
 
لاترڅوبه دتالندودادرزاوې
لاترڅوبه توپانونوكې وركيږو
 
لاترڅوبه راڼه ستوري په ژړاوې
لاترڅوبه دې تروږميوته ټيټږو
 
لاترڅوبه دادكفرفتوازغمو
لاترڅوبه په دارونوراځړيږو
 
لاترڅوبه له آسمانه اوررااوري
لاترڅوبه دوزخونونوكې سوځيږو؟
 
اسدميوند-مسكو