
د روان لمریز کال د حوت یا کب میاشتې په اتمه نېټه د خوست والي
عبدالجبارنعیمي ترمشرئ لاندې په خوست ولایت کې د سولې د عالي شورا ولایتي کمیسیون
په چوکاټ کې امنیتي کمېټې د سولې د عالي شورا د پروسې د لا ګړندیتوب په موخه هراړخیزه غونډه وکړه .
په غونډه کې دخوست والي په ګډون د ۲۰۳نمبرتندر قول اردو قوماندان ډګروال
هدایت ناصر ، د همغږۍ مرکز مسوول بریدجنرال محمدافسردوست ، د امنیه قوماندانۍ د
امنیت امرسمونوال محمدیعقوب مندوزي ، د ملي امنیت مرستیال عبدالقادر ، په خوست کې
د ولایتي بیارغونې د ټیم مشر سټېف دېل او د ناټو ځواکونو استازیو برخه لرله .
غونډې ته په سرکې خوست والي عبدالجبارنعیمي پیلیزې خبرې وکړې . نوموړي په
خپلو خبرو کې په دې خوښي وښوده ، چې په خوست کې د پلازمېنې کابل څخه د رالېږل شوي
لارښود له مخې د سولې ولایتي کمیسیون جوړ شوی او د هغې په چوکاټ کې درې کمېټې جوړې
شوي ، چې د امنیت کمېټه ، د سولې کمېټه او د ملي پخلاینې کمېټه شامله ده .چې نن
ورځ د امنیتي کمېټې لومړنۍ غونډه کوو .
ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې وویل ، امنیتي کمېټه دنده لري ، چې د سولې د عالي
شورا د پالېسۍ اوطرزالعمل مطابق خپلې ورسپارل شوي چارې په همغږۍ سره پرمخ یوسي او
د ملي پخلاینې له پروسې سره یو ځای شویو کسانو لپاره خوندي چاپیریال برابر کړي .ترڅو دوی وکولای شي
خپل ژوند ته په ډاډمنه فضا کې دوام ورکړي .
والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په موخه
ولسمشرحامدکرزي د ۴۳ فرمان له مخې چې په ۱۳۸۹/۴/۸ مه نېټه یې صادرکړی ، د سولې ملي
مشورتي جرګه دایره شوه ، ورپسې د سولې د عالي شورا رامنځته شوه ، چې ددې اړینې
پروسې په عملي کولو کې ګامونه واخلي .
ده زیاتوله ،په خوست ولایت کې یې د
هغه وخته رانیولي ترننه یې د بېلابېلو لارو څخه د سولې غږ پورته کړی ، د ده په
خبره چې په لومړي ځل یې په دې ولایت کې د چنار د سولې مشاعره او ادبي بنډارونه
جوړکړي دي ، همداشان یې ولسوالیو ته رسمي سفرونه کړي ، چې هلته یې د سولې
په اړه د قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ناستې کړي ، په راډیو ګانو ، اخبارونو،
مجلو او ټلوېزیونو نو کې یې بېلابېل پروګرامونه په کار اچولي دي او ترڅنګ یې په دې
ولایت کې د سولې ولایتي کمیسیون سره دوه ځلې رسمي غونډې کړي دي . د ده په خبره چې یاد کارونه لا هم دوام لري .
خوست والي زیاتوله ، ننۍ جلسه مو په دې موخه رابللي ، چې د سولې د عالي
شورا د لوړپوړي پلاوي له راتګ وړاندې موږ په بشپړه معنا د سولې د عالي شورا د اهدافو د تطبیق لپاره لازمې لارې چارې لټولي وي او د سولې په برخه کې
مو هر ډول عملي کار کولو ته اسانه لاس رسی لرلی وي .ده وویل موږ په دې برخه کې
نمایشي کار نه کوو، بلکې غواړو چې عملي او رښتیني کارونه سرته ورسوو،ترڅو دغه ملي
پروسه په بریا سره ترمنزله ورسیږي .
همدارنګه خوست والي زیاته کړه ، په پلان کې لرو،چې ډېر ژر په خوست کې د
سولې ولایتي کمیسیون لپاره ځانګړی دفتر پرانېزو او د ولایت په کچه سکرتریت وټاکو،
ترڅو په چارو کې یې سمون او ګړندیتوب
رامنځته شي .ده پلازمېنې کابل ته د وروستي سفر په تړاو وویل ، چې په
پلازمېنه کابل کې لوړپوړو چارواکو ته خوست ولایت زیات اهمیت لري او له دې وجې
ولایتي ادارې څخه زیاتې تمې لري ، چې د سولې د ملي پروسې په برخه کې یې ترسره کړي
، نو موږ باید دې ټکي ته په پام سره زیاتې هڅې وکړو چې په پیل شوي پروسه کې زیات
پرمختګونه لاسته راوړو.ده د سولې په برخه کې رسنۍ ، دیني علماءاکرام، قومي مشران،
مدني ټولنې ، د ولس استازي ، د ادارو مسوولین او مامورین په دې مکلف وبلل ، چې
زیات عامه پوهاوی وکړي او هغه خلک چې د افغانانو همدارنګه زموږ د اسلامي جمهوریت
سره یې فاصله نیولي د سولې سپېڅلي لارې
ته یې راوبولي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، که په ادارو کې ځينې
ستونزې شتون لري ، خو د بله خوا څخه زیاتې لاسته راوړنې او پرمختګونه هم لرو،چې
تمه کیږي ، دغه پرمختګونه به موږ په دې وتوانوي ، چې په مخ کې پراته هر ډول خنډونه له منځه یوسو.نوموړي امنیتي
مسوولینو ته وویل ، چې موږ د هېچا د ناوړه تبلیغاتو تر اغېزې لاندې نه شوراتلای ، ځکه چې زموږ ټولې ادارې یو نظام ، قانون او
ملي بیرغ لرو او ټول د همدې چتر لاندې د خپل هېواد په خدمت کې بوخت یو.
وروسته په وار سره د ملي اردو قوماندان ډګروال هدایت ناصر ، د امنیت امر
سمونوال محمدیعقوب ، دملي امنیت مرستیال عبدالقادر ، د همغږۍ مرکز مسوول جنرال
افسردوست او د ایساف ځواکونو استازي د موضوع په تړاو خبرې وکړې ، دوی ټولو زیاتوله
، چې د سولې د عالي شورا د لارښود او د خوست والي عبدالجبارنعیمي د هدایاتو سره سم
یې د سولې په برخه کې د شته مسوولیتونو له مخې هلې ځلې پیل کړي دي ، چې لا هم
جریان لري .او په دې لاره کې به له هېڅ راز منډو ترړو څخه ځانونه ونه سپماوي ،ترڅو
افغانان چې درې لسیزې د جنګ او جګړو په اور کې سوزي ، له دې خلاص او د امن ژوند
ولري .
د یادونې وړ ده ، چې د سولې د عالي شورا د ملي پروسې د بریالیتوب په منظور
ولایتي ادارې په دې وروستیو کې زیاتې هلې ځلې پیل کړي دي ، چې وکولای شي ، ناراضه
خلک د سولې او ملي پخلاینې بهیر ته راوبولي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول :مبارزمحمدځدراڼ
ورځ :دویم
نېټه :۱۳۸۹/۱۲/۸