خوست والي د ارسلاجمال د وژل کېدو  په هکله دې پراخې پلټنې غوښتنه وکړه

د تلې مياشتې په ٢٤ مه چې د لوى اختر له دويمې ورځې سره سمون خوري، دخوست ولايت د مېلمستون په ودانۍ کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي، ولايتي شورا،سولې ولايتي کمېټې،د علماوو شورا ، مدني ټولنو او د بېلابېلو ولسواليو څخه راغلو ديني علمااکرامو، قومي مشرانو او ځوانانو د لوګر د وژل شوي والي ارسلاجمال د شهادت په تړاو د فاتحې اخېستلو په مراسمو کې ياده پېښه په سختو ټکو سره وغندله او د مرکزي حکومت څخه يې په يوه غږ غوښتنه وکړه، چې د پېښې په تړاو ډېرې ژورې او هر اړخيزې څېړنې وکړي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي زياتوله ، په دومره پراخ جومات کې چې دوه ورځې وړاندې يې امنيتي چارې هم ترسره شوي وې، يوازې د ارسلاجمال وژل کېدل د ستر تشويش خبره ده. د ده په وينا په چاودنه کې ټپيان شوي کسان د چاودنې نه، بلکې د جومات د شيشو په واسطه ژوبل شوي دي ، نو په همدې اساس دغه ټکي ته په پام سره غوښتنه کوي، چې دغه پېښه دې په هر اړخيز ډول وڅېړل شي، ترڅو مالومه شي،چې دغه تروريستي پېښه څنګه او د چا له خوا رامنځته شوي ده.


نوموړي د ارسلاجمال وژل کېدل د افغان حکومت او ملت لپاره ستره ضايع وبلله او مرحوم يې هغه پياوړى، ايمانداره کدر وباله، چې د حکومت په بېلابېلو پوستونو کې يې خپلو هېوادوالو ته د خدمت په خاطر د پام وړ هلې ځلې کړي.
همداشان دخوست ولايتي شورا ، علماوو شورا او نورو ګڼ شمېر مخورو مشرانو او ديني عالمانو په مرحوم ارسلاجمال بريد سخت وغنده او ويې ويل چې په جوماتونو، ممبرونو او نورو سپېڅلو ځايونو کې د مسلمانانو وژل د مسلمان کار ندى، بلکې دا هغه مزدورې ډلې دي، چې د اسلام د بدنامولو په موخه دغه شان تروريستي بريدونه کوي.
وروسته د فاتحې مراسم پيل شول، چې په کې د قرآن عظيم الشان ختم وشو او د مرحوم په اروا پسې د مغفرت او همداشان نوموړي ته د جنت الفردوس د ورکولو دعاګانې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې دلوګر والي ارسلاجمال پرون سهار په ٨:٤٥ دقيقو هغه مهال په شهادت ورسېده،چې د لوى اختر د لمانځه پرمهال يې د پل عالم په يوه جومات کې د لوګر ولسونو ته د اختر په تړاو وينا کوله، چې د لوژ پر سر په مېکروفون کې ځاى پرځاى شوي چاودېدونکي توکي پرې وچاودېدل او نوموړى يې ځاى پرځاى وواژه.


٢٤-٧-١٣٩٢ 10-16-2013
مطبوعاتي دفتر – خوست
د اختر دويمه