فکري رغونه، د هېواد جوړونې لپاره غوره اساس دى

شاعران څه ښه وایي:

علمیت زېب وزینت دی هر انسان ته
جهالت لوی مصیبت دی هر انسان ته
حبیب الله رفېع وایي : بې له زېوره ښایسته ښکلي ښکاريږي
که په پېغله که په ځوان کې ده پوهنه

خوشال خان بابا بیا وایي : علم تا بیایي په پورته
جهل تا بیایي په ښکته
یا موسا لره ور درومه
یا قارون ته ځان وسپاره

هوکې ګرانولوستونکو! لکه څنګه چې پورتنيو بیتونو کې شاعرانو د علم ارزښت او اهمیت ته په واضېح ډول اشاره کړي، نو رښتیا هم علم دی ، چې انسان د ژوند تر لوړو پوړیو رسوي ، تر داسې پوړیو چې د هېواد د بقا اساسي ستنې ټينګښت مومي ، ټولنه د عزت او غوره ژوندانه لوري ته بیایي ، ځکه چې ښوونځى د خداى ج د پېژندنې کور دى، ښوونځى دخداى ج مخلوق ته دخدمت کولو کور دى او ښوونځى هغه ځاى دى، چې د هغه جهالت په وړاندې مقابله کوي،چې ١٤پېړۍ وړاندې دخداى ج ښکلي پېغمبرحضرت محمدص کوله!!
تاسو وګورئ او فکر وکړئ ، کومو ټولنو چې دعلم د زده کړې ملګرتیا کړي او دایې هوډ کړی ، چې علم به د هرې ممکنه لارې سرته رسوي . نن یې په ډېر کم عمر کې د پرمختګ لوړ پړاوونه وهلي ، ولې برعکس هغو خلکو چې زده کړې ته یې شا کړي او د علم حاصلول یې بې ارزښته ګڼلي ، نن بدبختانه زموږ په شان لالهانده پټو سترګو دي .
د تېرو دریو لسیزو په ترڅ کې مېرات مړي او بدمرغې جګړې له موږ هر څه واخېستل ، ټولې مادي او معنوي ستنې یې ونړولې ، پایله یې دا شوه ، چې په هر څه کې یې نورو ته مختاج کړو.ځکه علم دی ، چې انسانان د نورو له اختیاجه خلاصوي .تاسو یې وګورئ په هېواد کې عادي ناروغان هم د تداوئ لپاره نورو هېوادونو ته لېږل کیږي، وجه یې داده ، چې موږ له علم لېرې پاتې شوي یو او ومو نشوای کولای ، چې ځانونه له پخوانۍ بدمرغې جګړې راوباسو او د رڼا لوري ته ووځو.
خو خوشبختانه د څو کالونو راپدېخوا په هېواد کې دعلم څراغونه بېرته په ځلا شول،په ملیونونو ماشومان ښوونځيو ته روان او پرمخ یې په هر کلي او سیمه کې د ښوونځي دروازې خلاصې شوې.
خو شک نشته ،چې افغانان هر وخت دکرغېړن پرادي جنګ له امله د خدای ج له خوږو نعمتونو محروم شوي ،کنه نو زموږ وګړي له هر چا ښوونې روزنې او ښه ژوندانه ته تګي او سترګې په لاره دي .همدا مینه او علاقه وه، چې د يوولسو کالونو په جريان کې په خورا زور سره ښوونځيو ته روان شول .
دا چې خوست دافغانستان يو له هغو سرحدي ولايتونو څخه دى، چې له خورا سټراتيژيک موقعيت څخه برخمن دى او د تیرو څو لسيزو جنګ جګړو له کبله په هرلحاظ سخت ځپل شوى او له ډېرو مهمو پرمختګونو شاته پاتې شوى وو،خو له نیکه مرغه په هیواد کې نږدې يوولس کاله وړاندې د نوي سياسي او پوځي اوښتون په پايله کې نن خوست په هره برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او دغه لړۍ لا په چټکۍ سره پرمخ روانه ده.
په خوست کې دمهمو پرمختياوو او برياوو څخه يو هم د ښوونې روزنې لوى الهي نعمت دى، چې د دې ولايت په مرکز او لیرې پرتو ولسواليو کې ياد بهير ښه په درز کې روان او نږدې دوه سوه څلورېشت زره زده کوونکي ، چې له دې جملې يې اتيازره نجونې دي، ښوونځيو ته ځي او د خپل روښانه راتلونکې په فکر کې دي.
ښوونه او روزنه د يوه هېواد د بنسټيزو ارزښتونو له جملې څخه ده، چې د انسان د ژوند ټول مادي او معنوي ارزښتونه ورپورې اړه پيدا کوي.نوکه موږ غواړو چې دا لرغونى او وياړمن هېواد د روانو ناخوالو راوباسو، که موږ غواړو چې نور د پراديو له ګډايۍ ځانونه خلاص کړو، که موږ غواړو چې نور نورو ته د ملامتيا او سلامتيا ګوته ونه نيسو،که موږ غواړو چې نور په ټولو ډګرونو کې له هرچا سره سيالي وکوو، نو بيا تر بل هرڅه لازمه او ضروري ده، چې زياته پانګونه د هېواد په ښوونه او روزنه وکړو.
همدا نن چې زموږ او ستاسو سړکونه په بمونو الوزي، دا نن چې زموږ او ستاسو ښوونځي ، پلونه ، روغتيايي مرکزونه او نورې عام المنفعه پروژې له منځه وړل کيږي او دا نن چې زموږ او ستاسو بې ګناه هېوادوال په يوه او بله نامه د ژوندانه د ښکلي نعمت څخه بې برخې کيږي، ددې ټولو کړنو لامل يوازې او يوازې بې سوادي ده.
همداشان ښوونه او روزنه د يوه هېواد د ترقۍ ، پرمختګ او هوساينې لپاره ترټولو اهم ، ضروري او لومړۍ ارزښت لري.اوس نو ټولو قدرمنو مشرانو، ديني علمااکرامو، مدني ټولنو او مېشتو ولسونو ته لازمه ده، چې د ښوونې روزنې د سپېڅلي کلتور د عامه ولو او پدې لاره کې دټولو پرمختګونو او لاسته راوړنو د ساتلو او پاللو لپاره د زړه له کومې مټې رابډوهي او خپل ټول وس پدې برخه کې په کار واچوي، چې راتلوونکى نسل ټولنې ته په ښکلي او غوړېدلي ملي شعور سره وړاندې کړي.

لکه مخکې مې يادونه وکړه، په خوست ولايت کې څه دپاسه دوه سوه زره انجونې او هلکان ښوونځيو ته ځي، نو همدې ستر شمېر ته په کتو سره بايد دا درک او احساس کړى شي، چې اوس د دومره شمېر زده کوونکو لپاره د تدريسي موادو، مسلکي ښوونکو،د ښوونځيو لپاره د اساسي ودانيو او نورو اړينو کړنو ترسره کول ډېر مهم دي او پدې هم جدي فکر کول په کار دي، چې د کميت ترڅنګ يې کيفيت ته څه ډول پرمختګ وربخښلى شو.
د روان کال دثور مياشتې په ٢٥مه د دې ولايت د ښار لويديځ لوري ته د ازادۍ مېنې په سيمه کې د انجونو او هلکانو لپاره دوه تعميرونه چې په دوو، دوو پوړونو کې په اساسي توګه جوړ شوي وو، د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.دغو مراسمو ته په دولتي چارواکو سربېره سلګونه مخور مشران، ديني علمااکرام، د مدني ټولنې فعالين، زده کوونکي، ښوونکي او ورزشکاران ورغلي ول، چې د ودانيو د پرانېستې مراسمو ته يې په خپل ګډون سره د جشن رنګ ورکړى وو او د پروګرام په منځ ، منځ کې د ښايسته حماسي ترانو ترڅنګ ورزشکارانو ورزشي نمايشونه ترسره کړل او همداشان له ښوونې روزنې سره د بې کچې مينې د څرګندولو په موخه دځوانانو له لوري ملي اتڼونه هم ترسره شول .
د څو کالونو په اوږدو کې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې ګڼ شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي او په ځينو يې اوس هم کار روان دى، خو دخوست ولايتي اداره او پدې ولايت کې د پوهنې رياست وايي، چې اوس هم په زياترو سيمو کې د زده کوونکو شمېر ته په کتو سره د ودانيو ډېره اړتيا احساسيږي، نو په همدې اساس يې د پوهنې وزارت څخه په وار، وار غوښتي، چې پدې برخو کې خپله پاملرنه لا زياته کړي.که څه هم چې دخوست ولايتي اداره د پوهنې وزارت له مشرتابه او د دغه وزارت د معينانو څخه مننه او رضايت څرګندوي ،چې پدې وروستيو مياشتو کې يې په خوست کې د انجونو او هلکانو لپاره په جلا، جلا توګه د نيمه لوړو زده کړو انستيتونه خلاص کړي او سلګونو ديني علمااکرامو ته يې په خوست ولايت کې د دې زمينه برابره کړي، چې خپل اسناد د ازموينې په ورکولوسره ارزيابي کړي او د نورو مامورينو او ښوونکو په شانته په هرځاى کې رسمي دندې واخلي، چې همداسې شويدي.
ولې بيا هم موږ بايد دښوونې او روزنې اهميت او ستر ضرورت ته په پام سره پدې کارونو بسنه ونه کړو، بلکې د پوهنې وزارت دخوست ستراتيژيک موقعيت او د معارف سره دخوست د خلکو بې کچې مينې ته په کتو سره دهمکارۍ ساحه لاپراخه کړي او دغه ولايت ته د مسلکي ښوونکو ، د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو ، تدريسي موادو په رسولو او نورو اړينو کارونو کې په خپل وخت سره لازمه رسېده ګي وکړي.
سرلوړى او ښېرازه دې وي ګران افغانستان
مبارزمحمدځدراڼ
خوست / افغانستان