ولسي رضایت او د ادارو اکمالول د هېوادجوړونې پرلوري اساسي ګام دی

 زموږ ګران هېواد افغانستان د جنګونو او بېلابېلو ویرجنو مرحلو په لړ کې سخت وران او ویجاړ شو.
اقتصادي بنسټونه ونړېدل، سیاسي، فرهنګي او ټولنیز مسیر مو ګډوډ او د پرادیو د دسیسواو توطیو ښکار شو.
د دې ترڅنګ تر ټولو مهمه شتمني او ثروت چې د افغانانو له لاسه ووت، هغه د دولتي نظام او ادارو له منځه تګ وو.
خو کله چې د نړیوالې ټولنې په مداخله په افغانستان کې منتخب جمهوري دولت منځته راغی، نو د دولت جوړونې لپاره د نړیوالو همکاریو په مرسته ورو، ورو کار پیل شو.
په دې څه باندې یوه لسیزه کې د نورو کارونو ترڅنګ د دولتي ادارو تشکیلاتي او ورپسې د ودانیو (تاسیساتو)کارونه هم پیل شول، چې له نېکه مرغه په پلازمېنه کابل او ولایاتو کې په ښایسته او اساسي ډول سره کمې زیاتې ودانۍ جوړې او د دولت مامورینو ته د فعالیتونو او ولسي خدمت په منظور په واک کې ورکړل شوې او دغه لړۍ دوام لري.
تېره ورځ دخوست ولایت د نوي اداري کمپلېکس په ساحه کې د پنځو ادارو لپاره په یوه ځای پنځه ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې، چې دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول سره جوړې شوي دي ، چې دوه کاله مخکې یې د جوړونې چارې پيل شوي وې.
داقتصاد، اطلاعات او فرهنګ، پوسته خانې، دمرکزي احصایي او کانونو ریاست پنځه واړو مسوولینو دخپلو ادارو لپاره په جوړو شویو ودانیو زیاته خوښي څرګندوله .
دوی ویل ، پخوا به د ودانۍ د نشتوالي له کبله دخوست په ښار کې پداسې کرایي کورونو کې اوسېدل، چې له یوې خوا به د دولت د خزانې څخه د پام وړ کرایه په مصرف رسېدله او له بل پلوه به د مناسب ځای او چاپېریال د نشتوالي له وجې د دوی په کارونو او اجرااتو کې بې حده زیاتې ستونزې مخ ته ورتلې ، چې اوس به یې د خپلو ودانیو په جوړېدلو سره یوه طرف ته د دولت په عوایدو کې سپمه رامنځته شي او بل خوا به دوی په اسانۍ سره وکولی شي، چې په یوه ازاد او پراخه چاپېریال کې رغنده ولسي او ملي خدمات عرضه کړي.
اداري کمپلېکس چې د خوست له ښاره په اته کیلومترۍ کې لویدځ لوري ته د بادام باغ په سیمه کې پروت دی، پنځه کاله وړاندې په ۱۴۸جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی ، چې هغه وخت د ۹ ادارو لپاره ودانۍ په کې جوړې شوي او د نورو کار لا پاتې وو، چې اوس مهال ولایتي ادارې د نورو ادارو لپاره هم پوره هڅې ګړندۍ کړي،چې د ټولو ریاستونو او امریتونو لپاره په همدې ځانګړي شوي ساحه کې پریوه ځای ټول تاسیسات جوړ او بشپړ شي، ترڅو یوه خواته د ولایت مقام په ګډون ټولې ادارې په یوه ځای فعالیت وکړي او بل خواته ولسونه وکولی شي، چې پرته له ستونزې اوسرګردانۍ څخه په یوه ځای خپل مشکل حل وفصل کړي.
دخوست پدغه سرحدي او حساس ولایت کې د ادارو اکمال، تجهیز، ظرفیت لوړول او د هرنوع مشکلاتو حل وفصل یو له هغو مهمو کارونو باید مدي نظر ونیول شي، چې د ټول افغانستان په ځانګړي توګه ترپلازمېنه کابله پورې یې په امنیت، سوله ثبات او د حکومتدارۍ په ټینګښت کې مثبتې ښکاره اغېزې پرېوزي.یانې په خلص ډول باید ووایو،چې خوست ته توجه ، ټول افغانستان ته توجه ده .
موږ ټولو افغانانو په تېر کې لیدلي او اورېدلي دي، چې خوست ولایت د هېواد لپاره په جغرافیایي او ستراتیژیک لحاظ د یوې مهمې دروازې مثال لري ، نو که چېرې دغه ولایت ته د بیارغونې، بنسټيزو پروژو پلي کېدلو، د ادارو اکمال،تجهیز،ظرفیت لوړولو، تاسیساتو رغولو او بشپړولو او دغه راز په ادارو کې د تشکیلاتو ډېروالي ته خاصه پاملرنه وشي، نوله شک پرته دغه ډول مرستې او کومکونه به د افغانستان د مهمې او حساسې دروازې د پیاوړتیا سبب وګرځي او هېڅوک به ونشي کولی،چې د دغه مېړانیو ولسونو پرخاوره تېری وکړي او د خوست او په ټوله کې د هېواد لپاره خطرناک تمام شي.
دخوست او په ټوله کې د لویې پکتیا غیرتي او مېړانيو ولسونو په تېر کې خپله سرښېندنه، وطن دوستي، د هریرغلګر پر وړاندې کلکه مبارزه او د ملي ګټو ساتنه او پالنه په اثبات رسولي او همېشه یې په خپله خاوره کې د سرونو په بیعه پرادیو یرغلګرو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي او لاهم دغه اسلامي او افغاني ټکي ته په کلکه ژمن دي او هېچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو ملي غرور مات کړي او په دې سره خپلو شومو هدفونو ته ځانونه ورسوي .
د لویې پکتیا د ځينو سرښېندنو له یادونې مې موخه دا وه، چې افغان دولت باید دغو ولایتونو ته خاصه توجه وکړي او ټولو هغو نیمګړتیاوو او اړتیاوو ته ځانونه ورسوي، چې تر اوسه پوره شوي نه وي او دغه راز په دې افغاني غیرتي زانګو کې رالوی شویو قومونو ته لازم ولسي خدمتونه عرضه کړي او ټولې هغه مشروع غوښتنې یې نور پرته له ځنډه ورپوره کړي، چې د څو کالونو راپدېخوا یې د خپلې ولایتي ادارې، د پارلمان او ولایتي شورا استازو ، دیني علماء کرامو ، مخورو مشرانو او مدني نهادونو د لارې له مرکزي دولت څخه په وار، وارسره په رسمي شکل غوښتنه کړي ده .
که چېرته مرکزي حکومت په ځانګړي ډول د اوبو او برېښنا، د ټولګټوچارو،کرنې او مالدارۍ، پوهنې ، سوداګرۍ ، لوړو زده کړو او ټرانسپورت وزارتونه دخوست بنیادي اړتیاوو ته د زړه له کومې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې عملي کار ته ورودانګي، نو کېدلی شي، چې په دې ولایت کې د بې کاریو کچه چې اوسمهال زیاته شوي، کنترول شي او دغه کاربه د خوست په اقتصادي پرمختګ، د سولې او امنیت په ټينګښت او د ولسي همکاریود غښتلتیا سبب وګرځي او که چېرې دغه وزارتونه دخوست دخلکو مهم او اساسي ضرورتونه په جدي ډول په پام کې ونه نیسي، نو د دې احتمال به ولري،چې پر یادو وزارتونو به ولسي باور له منځه ولاړ شي او خلک به د خپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو لپاره امکان لري،چې لارو او کوڅو ته راووځي او په سولیزو لاریونونو به لاس پورې کړي .
ځکه چې په خوست ولایت کې دملکي نړیوال هوایي ډګر لومړنۍ چارې دوه کاله وړاندې پيل شوي او بشپړې شويدي، ولې تر دا اوسه پورې د ډالري بودجې سره، سره بیا هم د دغې مهمې ، حیاتي او اقتصادي پروژې نورې اړونده اړینې چارې د ناڅرګندو لاملونو له مخې ځنډول شوي او لاهم دغه حالت د ولایتي ادارې ، ولایتي شورا ، مدني نهادونو او په ملي شورا کې دخوست د خلکو منتخبو استازود بیا ، بیا غوښتنو سره ، سره په نامالوم لوري کې قرار لري.
همداشان د مالیې وزارت ددې ولایت د ولسونو سره په وار، وار ژمنه کړي، چې په دې ولایت کې به د کرکټ د مینه والو او ورزشي خدمتونو د پراختیا په موخه به په نړیوال معیار برابر لوبغالی جوړوي، چې له بده مرغه تر اوسه پورې د دغې موضوع عملي څرک نه لیدل کیږي، په داسې حال کې چې دغه ژمنه د مالیې محترم وزیرصیب د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي پر وړاندې هم د خوستمېشتو سره په ټينګه تازه کړله او ولسمشر هم نوموړي ته په کلکه دنده وسپارله ، چې په ډېر نږدې راتلونکي کې یې باید چارې عملي پيل شي .نو د مالیې وزارت او دکرکټ بورډ اداره دې د خوستمېشتو دغه مشروع غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي،ځکه مخکې مو یادونه وکړله ،چې خوست یو سرحدي او ستراتیژیک ولایت دی ، نو ډېره مهمه ده،چې دلته د دایمي سولې او امنیت د ټينګښت لپاره باید د ځوانانو لپاره سالمې بوختیاوې او ورزشي فهرستونه برابر شي ترڅو له یوې خوا د کرکټ هغه خوستي لوبغاړي چې په ملي لوبډله کې همېشه لپاره د نورو افغاني لوبغاړو ترڅنګ د هېواد او هېوادوالو لپاره ویاړ ګرځېدلي ، تشویق او وهڅیږي، بل طرف ته به د ځوانانو ټول فکري او جسمي تمرکزله نورو ستونزو، خشونتونو او بدبختیو راوګرځي او ورزش ته به مخه کړي،چې بدون له شکه به دغه کار د هېواد او خصوصاً دخوست ولایت په خیرښېګڼه تمامیږي.
دغه راز د مرکز او ولسوالیو ترمنځ داسې خوړونه شته ،چې د سېلابونو پروخت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ تګ راتګ ناشونی وي، هغه خلک چې غواړي ښار ته د کاروبار، درملنې اونورو اړتیاوو درفع کولو په خاطر ولاړ شي، د سېلابونو له وجې د سختو مشکلاتو سره ، سره په خپلو کورونو او کلیو کې ایسار پاتې وي، نو ډېره اړینه ده، چې د ټولګټو چارو وزارت دخوست د خلکو دغو اړینو ستونزو د له منځه وړلو په خاطر یو شمېر پلونه په اساسي توګه جوړ کړي.
د دې پلونو په جوړېدلو سره به د ولسونو په ژوند کې شته ستونزې هوارې شي، همداشان دخلکو په ورځينو چارو کې به ښه والی راشي او ترڅنګ به یې د دولتي حاکمیت د پراختیا او ټينګښت په برخه کې هم مواثر تمام شي.ځکه که چېرې په ولسوالیو کې خدای ج مکړه کومه امنیتي ستونزه رامنځته کیږي او په عین حال کې سېلابونه راوتي وي، نو امنیتي ځواکونو ته به مشکله وي، چې د موټرو د لارې د پېښې سیمې ته ځانونه ورسوي .
همداشان په دې ولایت کې له نېکه مرغه د شېخ زایدپوهنتون کال په کال د پرمختګ پرلوري ګړندي ګامونه اخلي او د محصلینو په شمېر کې یې د پام وړ ډېروالی راځي، نو په کار ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون په شته ستره ساحه کې یو شمېر نوي بلاکونه جوړ کړي ،ترڅو چې د تدریس او لیلیې په برخو کې شته ستونزې هواري شي او محصلین وکولی شي،په ازاد چاپېریال کې زده کړې وکړي.
په دې هیله چې وزارتونه دا او نورې اساسي اړتیاوې د حل په موخه جدي ونیسي او په عملي ډګر کې دغه ملي کارونه پلي کړي.په همدې هیله (مبارزمحمدځدراڼ)خوست /افغانستان