زه ګلابونه ورکومه خو دی اور راکوي
دجانان دغه بې احساسه خوی ډیر زور راکويپه پرهر نږدي د ټکور دخاموشۍ لاسونه
هر ځل چې ورشمه په ویر لړلی شور راکوي
لمرمخیه!ستاد ښایست ورځې نه خو شپه هم ښه ده
خوب په شوګیر مینځي یو څه خواږه خو نور راکوي
ما خو په ټول عمر میږي باندې پښه نه ده ایښې
خو دغه خلک ولې ټک لکه منګور راکوي
اوس خو يوه هم نه مني جلانه خو وخت به وي
همدا انسان به خپل ډبره زړه کې کور راکوي
۱۸ سلواغه ۱۳۸۹
سيدجيلاني جلان کابل ژوندون راډيو تلويزيون