
له نښو نښانو داسې ښکاري ،چې
له عربي نړۍ سره ګاونډي هېوادونه به هم د
ورته پاڅون اوبدلون ښکار شي اوس داسې ښکاري
،چې دمصري او تونسي پاڅون تبه مخ په خپریدو ده ، دپاکستان او ایران په اړه
یو شمېر شننۍ او راپورونه تر لاسه شوې دي ،چې ددې هېوادو چارواکي ېې اندېښمن کړې
دي : په پاکستان او ایران کې وضعیت څرنګه دی ؟ روان وضعیت به څومره پیچلې او له ګواښه ډکه بڼه غوره
کړي ؟
په ایران او پاکستان کې سیاسي حالت : د روانو پېښو شننه .
یو شمېر راپورونو اوشننو په ایران
او پاکستان کې دسیاسي چارو په اړه کښلې دي
،چې اوس سلبي لور ته روانې دي مخالفې سیاسې خواوې
او اپوزیسیون هڅه کوي ،چې داسې
حالت رامنځته کړي ،چې ددوی په ګټه وي او په پای کې
سیاسي ولسي پاڅون ټکر ته مخه پرانیزي
ځکه ډیری داسې انګیري ،چې همدا ېې وخت دی
په دې اړه به لاندې کرښو ته تم شو :
په ایران کې له کړکیچه ډک سیاسي
چاپیریال :
په تهران کې داسلامي انقلاب
نظام دا وړتیا او واک لري ،چې هر څه په
خپل ګروت کې ونیسي ددې ترڅنګ دا نظام
او رئیس احمدي نژاد دانقلاب دلارښود پوره ملاتړ له ځان سره لري پردې سربېره
دیني ، امنیتي او پوځي موسسې هم دنظام په چوپړ کې دي ، خو په ایران کې سیاسي وضعیت
دیو شمېر کورنیو امنیتي ستونزو اوګواښونو سره مخ دی اوداحمدي نظام
ورځ تربلې دشړېدو ژۍ ته نږدې کیږي
. ځکه اوسمهال دکردانو اوبلوچانو خوځښت مخ په غوړېدو دی اونږدې 60 سیاسي ګوندونه له سیاسي
اپوزیسیون سره یو ځای شوې دي او په بهرنۍ کچه دامریکا اواسراېېلو اوپه سیمه کې دامریکا دنږدې ملګرو ګواښ هم له پامه نشي غورځیدای .
سیاسي اپوزیسیون له ګواښه
ډک دی دا په ایران کې دسمونپالو په
نوم یاديږي او دواکمن نظام مخالف دي په ایران
کې وروستۍ پېښې دا په ګوته کوي ،چې سمونپال که څه
هم په پارلماني او دولسمشرۍ
په ټولټاکنو کې ناکام کړلې شول دا وس او وړتیا لري ،چې دواکمن نظام پر وړاندې راپورته او دنظام دړنګولوګواښ وکړي . له ایران
څخه رارسیدلي راپورونه کاږي :
په ایران کې دسمونپالو خوځښت هڅه کړې ده
،چې دتونس او مصر له پاڅونه الهام واخلي
او په ګرد ایران کې دنظام پر ضد د پراخه ولسي پاڅون او لاریون غوښتنه ېې کړې ده همدا لامل دی ،چې حکومت دسمونپالو مشران حسین موسوي او مهدي کروبي په خپلو کورونو کې نظربند کړل
واکمن نظام دومره ورخطا شوې دی ،چې غړو ېې په پارلمان کې دموسوي
او کروبي داعدام غوښتنه وکړه دا ډول پېښې او پرمختګونه ددې ګواهي
ورکوي ،چې په ایران کې سیاسي وضعیت ترینګلې
دی .
په پاکستان کې له کړکیچه ډک سیاسي چاپېریال :
په پاکستان کې سیاسي وضعیت دبل هر وخت
په پرتله ډېر پیچلې او ترینګلې دی او لامل ېې په افغانستان کې دامریکايي نظامي شتون او په پاکستان کې بیا دامریکا سیاسي ، امنیتي
او نظامي لاسوهنه او برېدونه ښودل شوې دي همدا لامل دی ،چې دپاکستان – پاکستان ترمنځ ېې ټکر راپنځولې دی . په پاکستان کې دهرې ورځې په تېرېدو دامریکا او حکومت په اړه دولس کرکه او کینه مخ په زیاتېدو ده . اوسمهال
پاکستان دسیاسي کړکیچ پر داسې
خطرناک موړ ولاړ دی ،چې هره شېبه دکورنۍ جګړه دپېښدو اندېښنه شته د امریکايي څارګر ریمونډ ډایوس خوشی کول به
هر څه په بله بدل کړي نوموړي څو اونۍ وړاندې په لاهور کې
دوه پاکستاني ووژل ریمونډ ،چې ډیپلوماتېک
خوندیتوب نه لري نو پولیس ېې دنیولو پریکړه
وکړه اوس دلاهور په یوه زندان کې دی .
خپله امریکايي او پاکستانیو سرچینو وښودله،چې نوموړی له CIA سره کار کوي .
راپورونه کاږي : داوباما حکومت له
اسلام اباده غواړي ،چې ریموڼد خوشی کړي او لامل ېې هم دا په ګوته کوي چې نوموړی
دامریکا په قونسلګرۍ کې دنده لري
دا ډیپلومات دی له ده سره باید له ډیپلوماتېک چلند شوي او
پاکستان دا حق نه لري ،چې نوموړی بندي کړي .
دهمدې ستونزې پر مهال په پاکستان
کې اسلامي ډلو اعلان کړې دې ، چې
حکومت باید ډير ژر ریمونډ محکمې ته وړاندې
کړي او دا باید اعدام شي ځکه دا نه ډیپلومات دی دویم : په لوی لاس ېې قتل کړې دی
دریېم : امریکا تل پاکستانیان
محاکمه کړې دي ،چې وروستی ېې هغه پاکستانی
دی ،چې دنیویارک په یوه چاودنه کې په لاس
درلودنې تورن شوې دی .
ځینی باوري راپورونه وايي : پاکستاني ( پښتانه – پنجابي ) طالبان ، لشکر طیبه ، لشکر عمر ، لشکر الجبار پردې سربېره جماعه
الدعوة السلفیه او جماعت اسلامي حرکت صباح
صحابه د 45 نورو اسلامي سیاسي
او وسله والې ډلې ځانونه چمتو کوي او خپلو پلویانو ته ېې سپارښتنه کړ ې ده که چیرې حکومت دا امریکايي څارګر ریمونډ خوشی کړ سمدلاسه
باید حکومتي چارواکي په نښه شي .
پردې سربېره حرکت اسلامي
پاکستان ، دمدني ټولنو استازو لکه دوکیلانو ټولنه ، انجینرانو ټولنه ، ډاکترانو ټولنه ، پوهنتوني
استادانو ټولنه ، محصلینو ټولنه ، قبایلي
مشران ملایان ټول دریمونډ
محاکمه غواړي . دپاکستان په تاریخ کې دا
لومړی ځل دی ،چې دېوې ستونزې په اړه
دپاکستان سیاسي او ټولنیز قشر سره یوه
خوله کیږي او دپراخه لاریون او فشار پر وسیله غواړي ،چې پر حکومت فشار راوړي تر څو دا څارګر محاکمه شي .
اوس څرګنده شوه، چې په ایران
او پاکستان کې ولسونه داختناق تر برېده رسیدلې او دواکمنو نظامونو
چلند نور د زغم نه دی همدا لامل دی ،چې نږدې ګانده ( راتلونکې ) به ډیر خونړې وي او ډیری ملکي وګړي به قرباني شي .