علي عبدالله صالح

علي عبدالله صالح د یمن پخوانی جمهور رييس، نن (4.12.2017) د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا کې د حوثي ډلې د ملیشو لخوا ووژل شو. په لومړي سر کې نوموړی د حوثيانو له ملاتړو څخه و، خو کله يې چې سعودي عربستان سره يې اړيکې ښې شوې، نو ډير زر ووژل شو. علي عبدالله صالح له 1978 کال نه تر 2012 ز پورې د يمن جمهور رييس و.
په تونس کې د 2011 ز د جنورۍ د 14 نېټې ولسي پاڅون، ورپسې په مصر کې د فبرورۍ د11 نېټې پاڅون، په عربي نړۍ کې د ولسي پاڅون یوه داسې څپه راپورته کړه، چې23، 30، 33 او 44 کلن اوسپنیز نظامونه، چې په قانوني توګه ېې ورته جمهوري ویل خو دا بيا جمهوري ـ شاهي وو.
که څه په عربي هېوادونو کې پاڅونونه، په سیاست کې د عربو پسرلی بلل شوی، خو په اصل کې په سیمه کې د دوی لپاره دسیسې وې، چې امریکا په کې لاس درلود او په دې سیمه کې جګړې دوی ته دا ښه امکانات برابر کړي، چې خپلې وسلې پر شتمنو شیخانو وپلوري.
زموږ اوسنۍ د اوونۍ څېره هم 33 کاله په یمن کې واکمنه وه. په یمن کې هم خلک د صالح له اوږدې واکمنۍ ستړي شوي وو او لارو کوڅو ته راوتي وو او له علي عبدالله يې وغوښتل، چې نور يې واکمني بس ده. که څه هم نوموړي اعلان کړی و، چې په 2013 ز کې ځان نه کاندیدوي، زوی به يې هم نه ولسمشر کیږي، په قانون کې تعدیلات به هم نه راځي او دا ډول نورې وعدې، خو د ولس د پاڅون په پایله کې تری شو.
 لاندې کرښو کې د یمن د پخواني واکمن علي عبدالله صالح د ژوند د لوړو او ژورو مالومات وړاندې کوو:

علي عبدالله صالح (1942/3/21 ز) زيږيدلی، له 1978 ز ـ 1990 ز پورې د شمالي یمن ولسمشر کله، چې د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې شمالي او سویلي یمن سره يوځای شول، همدا عبدالله صالح ېې ولسمشر غوره شو. نوموړی د هغو عرب ولسمشرانو او پاچاهانو تر منځ لومړی مقام لري، چې ډیره واکمني ېې چلولې ده.
دیادونې ده، چې د2011 ز له رارسیدو سره جوخت ګرد یمن لاريون او مخالفتونوپر سر راواخیست او د ده د 33 کلنۍ واکمنۍ د ړنګیدو غوښتنه يې وکړه، خو د عبدالله صالح پلویانو لاریون وځپه او د هرې ورځې په تېرېدو لسګونه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د عبدالله صالح د واکمنۍ تر ټولو ستره نښه، بې سوادي، بیوزلي، فساد او وروسته پاتې والی و او د خپلې 33 کلنې واکمنی پر مهال نوموړي داسې څه نه دي کړي، چې د یمن د استوګنو دسترخوان بڼه يو څه وربدله شي.

د صالح ژوندلیک:
صالح د1924 ز د مارچ پر 21 مه نېټه د صنعاء ولایت د سنحان ولسوالۍ په بیت الاحمر سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي، کورنۍ ېې بیوزله وه د پلار له مړینی را وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ شو. ځینې سرچینې وايي: صالح لا ماشوم و، چې مور ېې طلاقه شوې وه نوموړی اړ شو او د خپلې ورځ د ګوډولو په موخه ېې د کلي د مېږو او ګډو څرولو ته مخه کړه، خپلې لومړنۍ زده کړې ېې په مسجد کې له ملا سره پیل کړې په کلي کې ېې ګوزاره نه کېده هماغه و، چې په 1958 ز کې ېې سیمه پرېښوده او د شپاړلس کلنۍ پر عمر ېې پوځ ته مخه کړه. صالح وايي: (زه له ماشومتوبه سرتيری وم، زما ورورڼه هم سرتیري وو، هغه مهال پوځ له بیوزلۍ او بدچلند څخه د تېښتې ښه پټنځای و. نوموړی په 1960 ز کې د وسله وال پوځ لیکو ته جذب شو او په 1963 ز کې ېې د دویم بریدمن رتبه ترلاسه کړه، چې وروسته ېې بیا له انقلابیانو سره یوځای شو او د اویایمو کلونو د محاصرې پر مهال ېې له انقلاب دفاع هم وکړه له دې وروسته بیا په 1964 ز کې د ټانک چلونې پوهنځي ته شامل شو.

واک ته درسیدو لار
عبدالله صالح سره بخت یاري وکړه او د یمن په دویم ستر ښار تعز کې د قول اردو مشر شو دا مهال نو صالح د شمالي یمن له چارواکو او قومي مشرانو سره راشه درشه پیل کړه هغه مهال وتوانېده، چې قومي مشرانو او اغیزمنو شخصیتونو لکه الشیخ عبدالله الاحمر سره اړیکې ټېنګې کړي.
په 1974 ز کې ابراهیم الحمدي واک ته ورسید او سمدلاسه ېې انقلابي تګلار راخپله کړه او له سویلي یمن سره ېې د روغې جوړې خبرې راپورته کړې او په شمالي یمن کې ېې د ودې او پرمختګ په موخه د اشتراکي نظام نغاره وډنګوله. همدا و، چې د سویلي یمن د چارواکو باور ېې راخپل کړ او ورنږدې شو. پر دې سربېره په عربي نړۍ کې د نشنلستو کړیو خوښ شو په شمالي یمن کې د الحمدي د محبوبیت کچه ورځ تربلې ډېرېده او ټولو داسې انګیرله، چې همدا سړی به یمن د پرمختګ او ودې پر درشل ودروي له ابراهیم الحمدي سره د تیلو صنعت او په سعودي عربستان او خلیج کې کارګرو ډېره مرسته وکړه، چې په یمن کې قبلي نظام ته ګوزار ورکړي، خو د1977 ز د اکتوبر 11 نېټې هر څه بدل کړل. ابراهیم الحمدي او ورور ېې سویلي یمن ته روان وو، چې د شمالي او سویلي یمن د یوځای کېدو تړون لاسلیک کړي، چې په لار کې د وسله وال کمین سره مخ شول او دواړو په کې سر وخوړ. احمد الغشمي د الحمدي د ځایناستي په توګه غوره شو یو کال لا تیر نه و، چې نوموړی هم د یو پیچلې پېښې ښکار شو او د سویلي یمن د ولسمشر سالم ربیع علي استازي ور ته د کار په خونه کې بم اېښې و او نوموړی په کې له منځه ولاړ او استازی څو میاشتې وروسته په سویلي یمن کې اعدام شو. له یوې میاشتې وروسته علي عبدالله صالح، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ غړی و دا مهال د ولسمشرۍ نورو غړو د رایو په اتفاق د1978 ز د جولای پر 17 مه نېټه عبدالله صالح د شمالي یمن د ولسمشر او وسله والو ځواکونو د قومندان په توګه غوره کړ.
 
د سویلي او شمال یمن یوځای کېدنه
دواړو خواوو هڅه کوله، چې یووالی رامنځته شي. هر ځل به، چې پر تړون د لاسلیک مهال رانږدې شو، یوه ټکه به راپرېوته. د لاسلیک پر وړاندې بنسټيز خنډونه په شمالي یمن کې قبايلي نظام، په سویلي یمن کې اشتراکي هغه او د سعودي عربستان مخالفت هم خپل رول درلود.
د سالم ربیع له علي له مرګ وروسته په سویل کې نظام یو څه کاواکه شو او سختې نښتې رامنځته شوې کله، چې علي ناصر محمد په سویل کې واک ته ورسید دا ځل بیا هم د سویل او شمال ترمنځ د نږدېوالي څرک ولګید، خو په شمال کې د قومي مشرانو ترمنځ سیالیو او بهرنیو اړخونو یو څه ټکنی کړ. پر دې سربېره په سویل کې هم د چارواکو ترمنځ سیالیو وضعیت نور هم کړکیچن کړ. هماغه و، چې د1986 ز د جنورۍ 13 نېټې مشهوره جګړه يې راوپنځوله او پایله ېې دا شوه، چې مشهور سیاستوال او چارواکی عبدالفتاح اسماعیل تری تم شو، علي ناصر محمد شمال ته پښې سپکې کړې، د دفاع وزیر علي عنتر په جګړه کې ووژل شو، علي سالم البیض ته لار خلاصه شوه او په شمال کې واک ته ورسید، خو د ملګرو ترمنځ تربګنیو او اختلافاتو د کمونیزم خوب ته د پای ټکی کېښود او ملګرو !! د یو بل فزیکي نشت پسې مټې رابډ وهلې خو په دومره توپير، چې دا ځل په سویل کې خپلمنځۍ جګړه پیل شوه.
علي عبدالله صالح سویلي یمن ته ولاړ هوری د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو او دا ېې ثابته کړه، چې اوس د دې وخت رارسیدلې، چې موږ سره یو ځای شو هماغه و، چې په ډېره بیړه ېې د یوځای کېدو تړون رامنځته کړ او هره پرتله ېې ډېره دقیقه وه ان تر دې، چې د سویلي یمن پخوانی ولسمشر علي ناصر محمد ېې له یمنه شړلو ته اړ کړ د 1990 ز د مې پر 22 نېټه ېې له ولسمشر علي سالم البیض سره د یوځای کېدو تړون لاسلیک کړ علي عبدالله صالح د ولسمشر او علي سالم البیض ېې د مرستیال په توګه غوره شول. د دې ترڅنګ د صالح په مشرۍ د خلکوولسي ګوند او علي په مشرۍ اشتراکي ګوند په حکومت کې مساوي واک راخپل کړ.
 
سیاسي انډول ترینګلتیا
له یوځای کېدو وروسته ټېک څلور کاله وروسته په شمالي او سویلي یمن کې یو لړ ستونزې او خنډونه راوپنځیدل. پردې سربېره په ګرد یمن کې مالي او اداري فساد خپور شو دترور تر بریده امنیتي وضعیت کړکیچن شو دولسمشر او مرستیال ترمنځ ېې هم اختلاف سر راپورته کړ پایله دا شوه،چې دا اختلاف دواړو واکمنو ګوندونو ته ولیږدیده او دیوځای کېدو پروژه ېې زیانمنه کړه اټکل داسې دی،چې له هماغه پیله نور ورته په څو (کمین) کې ناست وو، ستونزې او ناارامۍ دومره شوې،چې د1994 ز بېل غوښتنې جګړې ېې رامنځته کړه. ترورونه دې برېد ته ورسیدل،چې دکمونیست ګوند دسرسړي ېې هم په نښه کړل یمن دومره سره تبۍ شو،چې ولسمشر عبدالله صالح او نړیوالې ټولنې داسې انګیرله،چې بېرته جلا کېدنه شونې نه ده ځکه بیا به سویل به پر څو وړو هېوادو وویشل شي.
د1994 ز په اپریل کې دسویلي یمن د ابین ولایت په دوفس تنګي کې نښتې پیل شوې دومره خونړۍ وبلل شوې،چې دبېل غوښتنې پرجګړه مشهورې شوې دبېل غوښتونکو له بهره بسپنه تر لاسه کوله. دواړو خواوو ښه په اخلاص جګړه کوله خبره دېته ورسیده،چې بېل غوښتونکي دخپلمنځي اختلاف ښکار شول او ددوی دفاع وزیر هیثم طاهر وتښتېده او عبدربه منصور هادي راپورته شو او دخپلو ملګرو سره یو ځای ولسمشر عبدالله صالح ته له خپلو وسلو سره تسلیم شو. نوموړي ورته په سویلي یمن کې العند نظامي اډه وروسپارله په دې سره دبېل غوښتونکو ټول پلانونه شنډ شول او پخوانۍ پلازمینې عدن ته لار خلاصه شوه.
د1994 ز دجولای د7 له جګړې راوروسته یو ځل بیا سویلي او شمالي یمن په نري تار سره وتړل شول دا ځل عبدالله صالح هم ولسمشر او عبدربه منصور هادي ېې مرستیال شو، چې تراوسه پر همدې دندې پاتې دی. صالح دا نه مني،چې هېواد ېې دویش او تجزیې له ګواښ سره مخ دی ځکه له جګړې وروسته صالح خپل سیاسي مخالفین له ډګره داسې وویستل،چې اوس یې په یمن کې کوم څرک هم نه لیدل کیږي، خو له سیاسي پلوه دده نظام ډیر کاواکه دی او تل دا اندېښنه شته،چې یمن به ویشل کیږي ځکه په حضرموت کې دده مخالفین پر وسله سمبال دي او له بهره بسپنې تر لاسه کوي، په سویلي او شمالي یمن کې دولایتونو استوګن داسې فکر کوي،چې له موږ سره تیری کیږي اوله ډېر څه بې برخې یو پردې سربېره حضرموت ولایت،چې دتیلو بډایه زیرمې لري سوداګري ېې هم مخ پر وده ده او تاریخي ارزښت هم لري او هره شېبه ددې شونتیا شته،چې بیا وسله وال پاڅون ته مخه کړي ځکه له پلازمینې صنعاء ډیر لیرې دی او بهرنۍ لاسوهنۍ په کې روانې دي.
په یمن کې یوشمېر ولایتونه داسې دي،چې دمرکزي حکومت له یاده وتي دي. دبېلګې په توګه (المهرة) ولایت، عدن ولایت استوګن ېې په ښکاره چیغې وهي،چې زموږ شتمني او زیرمې لوټ شوې پردې سربېره داپوزیسیون یو شمېر مشران له یمنه بهر ژوند کوي او دعلي عبدالله صالح دمخالفینو له مرستو برخمن دي دوی کولای شي،چې دیمن یو څه ځمکې دصالح له واکمنۍ جلا کړي. نوموړي هڅه وکړه،چې بهرني فشارونه راکم او مهار کړي هماغه و،چې شپاړسم لړلیک (فهرست) ته ېې عمومي بښنه وکړه دا دبېل غوښتونکو دمشرانو دنومونو لړلیک و،چې ډیری ېې پر اعدام محکوم شوي وو صالح غوښتل،چې دوی به بېرته یمن ته راوګرځي او دلته به ژوند وکړي، خو دا هڅه ېې ترسره نه شوه.
دحوثیانو پاڅون او سرکښي :
په 2004 ز کې حسین بدرالدین الحوثي په صعده نومي ولایت کې،چې دسعودي عربستان او سور سمندر ته څیرمه پرته سیمه ده راپورته شو او پاڅون ېې اعلان کړ او د(امامي نظام / النظام الامامی) بیا رامنځته کول ېې وغوښتل دا نظام دسپټمبر 26 پاڅون له منځه وړی و. دحوثیانو له انده دیمن اوسنی دولت او حکومت کافر دی ځکه،چې له ترهګرۍ سره دجګړې په برخه کې له امریکا او لویدیز سره همکاري کوي.
حکومت هڅه وکړه،چې دحوثیانو پاڅون کنترول کړي او صالح له سرکښو سره دروغې جوړې خبره رامنځته کړه، خو حسین الحوثي دروغې جوړې له پلاوي سره له کتنې مخ واړوه ډاریده هسې نه،چې حکومت ورته کوم چل نه وي جوړ کړی.
ځینې شنونکي وايي : جګړه او ستونزه ځکه رامنځته شوه،چې دحکومت ډیری تګلارې وړ نه وې، ځینې نور بیا وايي : حسین الحوثي پلازمینې صنعاء ته رانغی او له حکومت سره ېې دبیعت او روغې جوړې خبرې ترسره نه کړې. دحوثيانو پاڅون حکومت سره ستونزو سره مخ کړ او دکورنیو جګړو اندېښنې ېې راپورته کړې. پردې سربېره له بهره ورسره پوره مرسته کېده او په کور دننه ېې دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو ملاتړ او خواخوږي هم تر لاسه کړه. دحکومت دناکره تګلارو پایله داشوه،چې عملا جګړه پیل شوه او حسین بدرالدین الحوثي دصعده په غرونو کې دجګړې پر مهال ووژل شو، خو خبري رسنۍ او راپورونه وايي : حسین بدرالدین حکومت ته تسلیم شو، خو نظامي قومندان ثابت جواس پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای ېې وواژه. ستونزه همدلته پای ته ونه رسیده څو میاشتې وروسته ېې پلار بدرالدین الحوثي راپورته شو او د (الزیدیه ) دولت درامنځته کولو په موخه ېې وسله واله مبارزه پیل کړه.
ډیموکراسي او دبشرحقوق
علي عبدالله صالح له هماغه پیله د ډیموکراسۍ خبرې کولې،چې دمختلفولارو ېې 33 کاله حکومت وکړ صالح د 1999 ز د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې دلومړي ځل لپاره درایو له لارې وټاکل شو دامهال ېو شمېر سیاسي ګوندونه هم رامنځته شول،چې دیني او ملي هغه هم په کې وو.
عبدالله صالح د1999 ز دسپټمبر پر 22 نېټه دولسمشرۍ دیو کاندید پر وړاندې ځان کاندید کړ ځکه پارلمان نور کاندیدان ونه منل او دسویلي یمن دلومړنی ولسمشر قحطان الشعبي زوی،چې دصالح ګوندي ملګری هم دی او نجیب قحطان نومیده، د دده پر وړاندې ځان کاندید کړ او داسې ېې وښوده،چې نوموړی خو دخلکو ولسي ګوند څخه جلا شوی دی. خو شنونکو ورته دشک په سترګه کتل هماغسې و،چې دنوموړي رول همدومره و،چې عبدالله صالح ته بیا لار هواره کړي او په ټولټاکنو ېې بری باوري کړي. په 2003 ز کې دیمن په اساسي قانون کې تعدیل رامنځته شو اوهغه مهال ېې دصالح ولسمشرتابه ېې دلومړي هغه په توګه ومانه او لامل ېې دا و،چې وتوانیږي ددویم ځل ځان د 7 نورو کلونو لپاره کاندید کړي وروسته نوموړي دخپلې واکمنۍ د27 کال په مناسبت په یوې غونډه کې وویل زه نه غواړم چې د2006 ز دسپټمبر 22 نېټې دولسمشرۍ په ټاکنو کې بیا ځان کاندیدکړم له اعلان سره جوخت دصنعاء ښار لاریون پر سر واخیست او له نوموړ ي ېې وغوښتل،چې ځان بیا کاندید کړي اپوزیسیون دا تشه ډرامه وبلله، خو بل لاریون داسې هم وشو، چې دنوموړي دا پریکړه ېې وستایله خبره همداسې بې برخلیکه پاتې شوه عبدالله صالح کولای شو،چې هره شېبه ېې زړه وغواړي له خپلې پریکړې بېرته راګرځېدای شي ځکه ګوند ېې بل کاندید نه لري او اپوزیسیون هم داسې څوک نه لري،چې دنوموړي پر وړاندې ځان کاندید کړي.
صالح د2006 ز دجون پر 21 دخپل ګوند په ګنګره کې اعلان کړه،چې زما پریکړه ډرامه نه وه زه جدي یم او زما ګوند باید زما ځایناستی ومومي. دې پریکړې بیا یوه لنډمهاله ستونزه راوپنځوله درې میاشتې وروسته ټولټاکنې دي او یمنیان نه پوهیږي چې څوک کاندید کړي هماغه و، چې صالح بیا له خبرو وګرځيد او دهمدې کال په ټولټاکنو کې ېې ځان کاندید کړ، خو دا ځل ېې سیال داپوزیسیون کاندید بن شملان و، چې ناکام شو.
د2010 ډیسمیر پر 11 نېټه په پارلمان کې دواکمن ګوند وکیلانو داسې وړاندیز وکړ، چې د ټاکنو قانون دې له سره تعدیل شي او عبدالله صالح ته دې دا اجازه ورکړل شي، چې ځان بیا کاندید کړي او دا ځل به د ولسمشرۍ موده نه ټاکل کیږي، له دې ډول وړاندیز سره اپوزیسیون خپل مخالفت وکړ او د پارلمان له غونډو سره ېې پریکون اعلان کړ او په قانون کې ېې تعدیل انقلاب وباله.
دا وو د علي عبدالله صالح په هکله تفصیلي مالومات، چې د نوموړي د ژوند په وروستۍ ورځ له ګرانو لوستونکو سره شريک شول.