نن ورځ د شمال ټلوالې دیوې بلې څېرې او د جمعیت اسلامي د پخواني مشر برهان الدین رباني، د وژل کیدو تلین لمانځل کيږي؛ څو ورځې مخکې د یو بل اتل(!) احمدشاه مسعود تلین ولمانځل شو، تر لسو میلیونو زیات د لګښت بوج یې د ملت پر اوږو راغی. د دې تر څنګ د نوموړي لنډغرانو لخوا د کابل اوسیدونکي وځورول شول او یو شمېر یې د مرګ کومي ته هم ولیږل شول.
نن سهار په هره څلور لاري کې د رباني انځورنو ځړول شوي وو، ټولو امنیتي ځواکونه تیارسی وو، د وزیر اکبرخان په تپه کې د نوموړي پر مزار د ګلونو د اېښودلوځانګړي مراسم نیول شوي وو، همدا راز د جرګو په تالار کې د دې لیکنې د لیکلو پر مهال د جمهور رييس، کابینې، شمال ټلوالې او نورو جهادي مشرانو(!) په ګډون د لمانځنې غونډه روانه ده او دا هر څه بیا د یوه غریب ملت د نوره بې وزله کولو په قیمت.
د افغانستان د وروستيو لسيزو هر کال، هره مياشت او ورځ د پېښو ډک دي او يوه ورځ د بلې د بدمرغۍ پيل بللی شو. په دې وروستۍ لسيزه کې د سپټمبر مياشت او په ځانګړې توګه د سپټمبر 11 مه نېټه په نړيواله کچه د ډېرو خلکو لپاره د بحث يوه موضوع ده.
د نړۍ زيات خلک خو اوس په دې نظر دي، چې د سپټمبر 11 مه، د سي ای اې لخوا يوه له مخکې پلان شوي دسيسه وه او د دې لپاره، چې د خلکو اذهان د بدلون موندلو لپاره چمتو شي، بايد وهيرول شي، ترهه او ترهګري ته اړتيا وه. د يو چا په وينا د دوه هېوادنو د اشغال لپاره امريکا په نيويارک کې له دوو غبرګو ودانيو تير شوه. د بشر په تاريخ کې دا د خپل ډول يوه ډېره بيساري پېښه وه.
کله چې سياست کې بدلون راځي، د زبرځواکونو په افزارو او وسايطو کې هم بدلون راځي. ځينې پرزې نور د دوی په درد نه خوري هغه له منځه وړي او پر ځای يې نورې، جوړيږي او نصبيږي. د سپټمبر 11 مې پېښې نه دوه ورځې مخکې، يوه ناکاره پرزه له منځه يوړل شوه او د شمال ټلوالې يو لوی جنګساﻻر قوماندان احمدشاه مسعود په مرموزه توګه ووژل شو. یو کال مخکې د شمال ټلوالې يوه بله نامتو څېره هم د تاريخ ډيران ته په مرموزه توګه ليږل کيږي. (داسې ښکاري، چې د شمال ټلوالې لپاره هم سپټمبر بدفال دی)
د لومړۍ وژنې وروسته د افغانستان لپاره د بدمرغۍ ورځې پيل شوې او هيله ده، چې تر دوهمې وروسته د نيکمرغۍ او سولې څرک ولګيږي خو لا یې په تمه یو.
په افغانانو کې دا دود دی، چې په مړو پسې خبرې نه کوي. موږ هم دې دود ته احترام کوو او په دې اند يو، چې د عامو خلکو په اړه دا خبره سمه ده، خو د هېواد دښمنو په هکله به دا خبره ناسمه وي او بايد لږ تر لږه د راتلونکو نسلونو د عبرت لپاره هم د دوی پر کړونو خبرې وشي.
نن سبا د زبرځواکونو د ناوړه سياستونو هر څه مسخ کړي: له خاين نه اتل جوړوي؛ د شهيد تعريف له خلکو ورک شوی. شهيد هغه دی، چې له اشغالګرو سره يو ځای خپل هېواد ورانوي که هغه دی، چې ځانمرګي بريدونه يا استشهادي بريدونه کوي؟؟؟
د برهان الدين رباني په هکله د القابو کارولو خوښه به قدرمنو لوستونکو ته پريږدو او موږ به هڅه وکړو، چې د ده په هکله تاسې ته مالومات وړاندې کړو.
که څه هم رباني په پيل کې د اسلامپالو ډلو سره ګډ کار پيل کړئ، خو د نجيب د حکومت تر نسکوريدو وروسته يې ډېرې کړنې څرګندې شوې؛ لومړۍ کار يې دا و، چې روسيې ته سفر وکړو. همدا راز يې د شوروي اتحاد له خوا پر افغانستان د بريد له امله يې، د جګړې غرامت هم روسانو ته وبښلو. ده استدﻻل کولو، چې اوس پخوانی شوروي نشته.
د جمهور رييس په توګه د ده د حکومت دوره هم د افغانستان يوه توره دوره وه، چې د کورنۍ جګړې له امله افغانستان زيات زيانمن شو او په ځانګړې توګه پښتون دښمنه ډلې ډېرې پياوړي شوې.
يوه ستمي متعصب کوم پښتون ته ويلي وو، چې تاسې په تيرو دونيم سوه کلونو کې څه کړي او ستاسو واکمنانو کې خايينين زيات وو. هغه به ځواب کې ورته وويل، چې خايينين به موجود وو، خو د وياړ وړ يې زياتره وو، خو ستاسو څو تنه تير شوي: يو يې د سقاو زوی حبيب الله کلکاني و، چې غل و؛ بل يې ببرک کارمل و، چې وطنفروش و او بل يې رباني دی، چې د اسلافو دواړه صفتونه يې خپل کړي.
په افغانستان کې کوم زيرک سړي نظر ورکړی و: تر څو افغانستان له دغه موجودو پرفيسرانو او استادانو خلاص نشي، افغانستان نه جوړيږي !!!
رښتيا اوس به د کرزي کار هم ترې يوې اندازې اسانه شوی وي، ځکه دی خو يوازې د دوی خبره مني اوس يو ورته کم شو!!!
د ارواښاد روهي خبره مې ياد شي، چې ويل يې: په تاريخ کې سپينې پاڼې نشته!!! نور قضاوت به راتلونکې ته پرېږدو اود اوس لپاره به د برهان الدين د ژوند په هکله يو څه مالومات له قدرمنو لوستونکو سره شريک کړو.
برهان الدین رباني په همدې ورځ نړۍ ته سترګې پرانېستې وې او همدا نن ، چې دسپټمبر پر شلمه اویا کلن شو له نړۍ وکوچید. په تیرو دریو لسیزو کې چې څومره سیاسي ترورونه او وژنې شوې دي همداسې پیچلي پاتې شوي دي دا به هم یوه له همدې لړۍ څخه وي .
برهان الدين رباني او علي خامنيي ويل کيږي، چې رباني تازه د ايران له سفره راستون شوی و او د ايراني رسنيو د ادعا له مخې په ايران کې يې د افغانستان په هکله په يوه غونډه کې ګډون کړی و. په دې غونډه کې د طالبانو پخوانی وزير وکيل احمد متوکل هم ګډون درلود.
دباوري سرچنیو له مخې او رباني ته نږدې فضل کریم ایماق وايي ، چې برهان الدین رباني دخپل یو نږدې باوري کس له لورې وژل شوی دی، خو نوم يې نه اخلي. دا هم دیادونې وړ ده ، چې په دې وروستیو کې یې له مارشال فهیم سره د ده مخالفتونه ډیر شوي وو او ان داسې هم ویل کیږي، چې دعامې روغتیا د معینت پر سر یې هم مخالفت ډیر شوی و رباني له کرزي دا موافقه تر لاسه کړې وه ، چې دده زوم د همدې وزارت دمعین په توګه مقرر کړي ، چې مارشال فهیم نه منله .
برها ن الدین رباني د محمد یوسف ځوی په ۱۹۴۰ زیږدیز کال د افغانستان په بدخشان ولایت کې زیږېدلی دی ، نوموړي لومړنۍ زده کړې په خپل پلرنی کلي کې کړي دي، له دې وروسته د کابل په امام ابو حنیفه مدرسه ورننوت، په مدرسه کې د زده کړې وروسته نوموړی د کابل پوهنتون ته داسلامي زده کړو لپاره ولاړ، په کابل پوهنتون کې نوموړی په خپله څلور کلنه دوره کې د ښه استعداد له مخه خورا وځلېد. د فراغت نه وروسته رباني په ۱۹۶۳ کې په کابل پوهنتون کې د پروفیسور په توګه په دنده وګومارل شو ، نوموړی په ۱۹۶۶ کې د مصر د الازهر پوهنتون ته د ماسترۍ سند د تر لاسه کولو لپاره ولاړ نوموړي هلته په دوه کلونو کې په سلامیاتو کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې، رباني په ۱۹۶۸ کې افغانستان ته راستون شو دغه مهال نوموړي ته د جمیعت ګوند سرمشریزې لخوا په کابل پوهنتون کې د زده کوونکو د مشر په توګه وټا که. رباني د خپل شهرت او د اسلام له امله د خلکو د پراخه ملاتړ څخه برخمن و. له همدې امله نوموړی په۱۹۷۲ کې د جمیعت اسلامي ګوند مشر شو . په ۱۹۷۴ کې پولیسو د رباني د نیولو په نیت کابل پوهنتون ته ورغلي و ، مګر نوموړی د زده کوونکو له لورې د پولیسو د ګورت څخه وژغورل شو او خوندي ځای ته و تښتېد .
رباني په ۱۹۹۲ کې د افغانستان د اسلامي شورا مشر شو، نوموړي ددغه شورا د مشرتابه پر مهال د افغانستان د نورو ګوندونو له ګډون پرته د خپلو ملاتړیو یوه غونډه را وبلله او ځان یې د افغانستان د جمهور رییس په توګه اعلان کړ .
د رباني د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د سولې لپاره دملګروملتونو پلان شنډ کړای شو. د سیاسي ځواک د انحصار په موخه جګړې پیل شوې ، د ۱۹۹۲ کال د اپریل به ۲۸ نیټه کابل ته د تنظیمي ستمي ځواکونو د ننوتلو سره سم په ښار کې جګړه پیل شوه د ښار له منځه په څنډو او له څنډو پر منځ د توپونو، توغندیو او شوبلو نه دریدونکي بریدونه کېدل، د (اسلامي دولت ) جیټ – الوتکو د پرون په ګډ سنګره مجاهدینو او ننیو باغیانو پر بیلا بیلو څنډو بمونه ورول ، داد واک په سر جګړې وې ، چې په پخوانیو نتظیمی ځواکونو سربېره د ډاکټر نجیب الله له حکومته ورپاتې ملېشې، پوځیان او د خاد پولیس هم پکې ورګډ وو . که څه هم دا مهال د روسانو په جهاد څه نا څه شپږ ویشت میاشتې د مخه د هېواد څخه د شوروي پوځیانو د وتلو سره پای ته رسیدلی وو، خو نه یوازې تنظیمي مشرانو بلکې د پردیو تر قوماندې لاندې په هر رنګېدلو داړه مارو ډلو، د واک پر سر دې جګړې ته جهاد او خپلو ملیشاو ته (مجاهدین ) ویل ګېدلو داړه مارو ډلو، د واک پر سر دې جګړې ته جهاد او خپلو ملیشاو ته (مجاهدین ) ویل پر هېواد ددې غمیزې په څو کلن بهیر کې چې د صبغت الله مجددي له دوه میاشتني حکومت سره پیل او د برها الدین د ستمواکۍ په ټوله دوره کې یې دوام لاره، د افغانانو د ژوند او مال پر شمول هر څه ویجاړ، او د هر څه چور تالان روان و. ستمیانو د خپل (غصب) کړي قدرت د ساتلو لپاره له ترور او ویرې اچولو څخه کار اخست او د خپلو نارواو بر ضد یې حتی د بالقوه مخالفانو پر فزیکي نا بودولو لاس پورې کړی و .
په کابل ښار کې جګړو هغه مهال لا نور هم شدت و موند کله چې پخپله د ستمي ایتلاف تر منځ ډلییزې نښتې پیل شوې . هغه وخت چې جمهور رییس رباني له قدرت څخه له لاس اخستلو غاړه و غړوله، جنګونو خورا شدت او پراخوالی وموند او کابل د ترهګرۍ په ډګر بدل شو . داسې یوه سیمه نشته چې د بم، توغندیو او توبونوله شر څځه خوندي وي . . . رباني په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره قدرت ته ځان کاندید کړی و او چمتو نه و چې ځای تش کړي له همدې امله یې پر سیاسي واک نیونې سربېره د پوځي ځواک د پیاوړي کولوتکل کړی . د حزب اسلامي اونورو په صد یې ځان پیاوړی کړ او چمتو نه و چې د مخالفینو په مقابل کې له خپل دریځ څخه په شا لاړ شي . پر بشري حقونو دتیري او د هېواد د مادي او مانوي ویجاړتیا د کچې او وسعت په اړه یو څو لاسوندونه .
پر بشري حقونو تیری :
په ۱۹۹۴ کې حکمتیار د رباني او د هغه ددفاع وزیر احمد شا مسعود له واکه د لرې کولو په موخه د دوستم سره لاس یو کړ. دغه چارې په افغانستان کې پراخه کورنۍ جګړې ته لار هواره کړه، د اټکل له مخې په ۱۹۹۴ کې د کورنۍ جګړې له امله د کابل ښار درې برخې ویجاړ شوی او نږدې ۲۵۰۰۰ خلک وژل شوي و. ددغه وګړو ډیری قربانیان بېګناه افغانان و. په همدغه کال د دوه شیعه ګوندونو (حرکت اسلامي او حزب وحدت )تر منځ په جګړه کې په سلګونوبېګنا افغانان ووژل شو او په زرګونو له هېواده پاکستان ته کډوال شو . د کورنۍ جګړې ناسور د همدې کال تر پایه د هېواد نورو سیمو ته غځېدلی و، پخوانیو جهادي قومندانانو هر یو ځان د اسلام ټېکدار باله، د کابل ښار جنګسالارانو خپلو کې ویشلی و، د کابل هر سړک د بېل جنګسالار تر کنترول لاندې و. دغه مهال افغان انجونې ، ښځې کم عمره هلکان د جنګسالارانو د جنسي ښکار شو . افغن انجونې او ښځې به په خپلو کورونو کې خوندي نه وې . غلا، لوټماري ، جنسي تیری انسان ته سپکاوی د ورځې چاهره وګرځېده ، افغان انجونې به د پیسو په بدل کې په عربانو او پاکستانیانو پلورل کیدې، افغانستان د زور واکانو تر منځ وویشل شو. افغان اقتصاد د تباهۍ کندې ته ور غوځار شو، کابل د هډوکو د سوداګرۍ په بازار بدل شو، د افغانستان شتمني او د کابل موزیم د زورواکانو لخوا لویدیځ لرغونپوهانو ته ډالۍ شو، د نړیوالې بخښنې سازمان وایې چې : په ۱۹۹۳ کې وسلوالو مجاهدینو د ښځینه دماغي ناروغانو په روغتون یرغل وکړ او د ناروغانو په ډلییزه توګه بې ستره کولو یې لاس پورې کړ، رباني ته وفا داره ځواکونو په ۱۹۹۳ د جنوري په میاشت کې د غچ په ترڅ کې د شیعه ګانو په کورونو یرغل وکړ او د هغوی ښخې او ماشومان یې بندیان کړل په ځوانو او پیغلو ښځو یې جنسي تیری وکړ او کورونو ته یې اور واچو.
مایکل ګریفن له عیني شاهدانو سره د مرکې په ترڅ کې لیکي : چې د ۱۹۹۳ په فبروري کې د رباني د حکومت ځواکونه د هزاره سیمو افسار ته ننوتل او تر یو زر پورې ملکي کسان یې ووژل د زړو ښځو او کوچنانو سرونه یې غوڅ کړل، او ټول یې په ډله ییزو قبرونو کې ښخ کړل ، امنستي انترنشنل د یوې ځوانې ډاکټرې خبرې راخستي او زیاتوي : هغوی دولس تنه ټوپکیان زما د کور ور مات کړ. بیا یې زما د خور د سپکاوي تکل وکړ، زما د هغوی د مخنیوی هڅه وکړه، خو هغوی زما پلار سخت وواهه او دهغه یوه پښه او لاس یې غوڅ کړل او سپي ته یې و غورځول . د برها ن الدین د ډلې جمیعت اسلامي یوه کومندان په ښار کې یوه میړوخه تښتولې وه د هغې میړه د افغانستان د اسلامي دولت مشر رباني ته عریضه وکړه . رباني یې تر عریضې لاندې ولیکل (محترم قومندان صاحب !زنش بدهید )). په دې ډول په سلګونه نور دردوونکي حقیقتونه او واقعیتونه ددې محکومې واکمنۍ پر مهال پیښ شوي دي .
پر تاریخ او فرهنګ تیری :
د هېواد فرهنګي تاسیساتو ته اوښتل شوی زیان د اټګل له بریده اوښتی وو. پدې دوره کې د افغانستان ملي موزیم لوټ تلالن شو او په بهرنیو هېوادونو کې لیلام ته وړاندې شو، د دارالامان ماڼۍ سورۍ سورۍ شوه، ملي ګالري د کندهار او غزني موزیمونه تباه شول، د کابل پوهنتون، کابل پولتخنیک، د کابل طب انستیتیوت، د افغانستان د علونو اکاډمي، حربي پوهنتون، دهوایي مدافعې پوهنتون، د تخنیک او پولیسو اکاډمي په سلګونو زره کتابونه لابراتوارونه او نورې نسخې له خاورو سره خاورې شوې .
د هېواد پر اقتصاد تیری :
د برهان الدین رباني په مشرۍ اییتلاف د افغانستان اقتصاد ته داسې زیان اړولی دی چې د هېواد په تاریخ کې یې سار ی نه لیدل کیږی. د رباني د حکومت پر مهال په کابل کې دوه زره لویې او وړې فابریکې، کوچنۍ لاسي دستګاوې او د لاسي صنایعو کار ځایونه لوټ تالان او ویجاو شول . د اقتصاد پوهانو په نظر د ستمیانو په دوره کې د افغانستان اقتصاد ته اوښتی تاوان د نورو په پرتله څو برابره و، د هغه لامل دادی چې د هېواد ټوله مادي شتمني ښارونو ته راټوله شوې وه او د افغانستان ټول صنعتي مرکزونه په ښارونو کې و. کله چې ستمیانو په د افغانستان په ښارونو ناتار جوړ کړ، نو دا هر څه یې د ځان غنیمت ګڼه نو ځکه یې په ګاونډیانو وپلور . د رباني د حکومت د افغانستان پر اقتصاد بل ملا ماتوونکی ګوزار دا و چې په ټنونو افغاني بانک نوټونه یې په روسیه کې چاپ کړل دغه ټولې پیسې د جمیعت د جګړییزو عملیاتو د دوام لپاره کارول کیدې . د رباني د دورې یو کس داسې څرګندونې کوي . کله چې نوې پیسې چاپ شي نو د بګرام هوایي ډکر ته په کانټینرونو کې راوړل کیږي بیا ددې پیسو په یوولسو کې لس برخې مسعود ته او یوه برخه یې رباني ته لیږل کیږي . مسعود هغه پیسې بیا پنجشیر ته لیږدوي او په جګړه ییزو عملیاتو او د کومندانانو په پیرلو یې لګوي . دغه ټولې پیسې پرله پسې ګڼه سیریل نمبر ) نه لري. د راپورونو له مخې : هغه منبع چې د رباني حکومت ته پیسې چاپوي، د رباني د حکومت ځیني چارواکي په ګډه ددې پیسو یوه اندازه په تور بازار کې په بهرنیو اسعارو بدلوي او دځان لپاره یې ساتي . یو پرتلیزه احصاییه ښیي چې د ټولو هغه بانک نوټونو ګڼه چې له ۱۹۹۲ د مخه په افغانستان کې د ټولو رژیمونو لخوا چاپ شوي یو زر درې سوه یوولس میلیارد افغانیو ته رسیږي. د رباني په لومړیو کلونو کې د بانکنوټونو د چاپ شمېر څلورزره درې سوه پنځوس افغانیو ته ورسېد چې درې زره نهه دېرش میلیارد افغانۍ زیاتوالی ښیي. یوه څېړه ښیي چې د هغه پیسو اندازه چې د ظاهر شاه په ۴۲ کلنه دوره کې چاپ شوي نولس میلیارد افغانۍ وې د داود په پنځه کلنه دوره کې ۲۸ میلیار افغانۍ، د کمونستانو په ۱۴ کلنه دوره کې ۷۰۰ میلیارد افغانۍ د رباني په څلور کلنه دوره کې دولس زره میلیارد افغانۍ چاپ شوي دي. د ځینو سرچینو پر بنسټ د هغو پیسو اندازه چې روسانو مسعود ته په بګرام کې ورکولې د هغو پیسو یوولس ځله زیاتې وې چې د افغانستان بانک کې راجستر کیدې، پدې سربېره څه نا څه ۴۶ ټنه سره زر د افغانستان د ملي بانک پشتوانه د احمدشا مسعود لخوا په ۱۹۹۶ کې پنجشیر ته وتښتوله. د پیسو دغه سرسامه پړسوب (انفلاسیون) هېواد له ډیرو ستونزو سره مخ کړ د خلکو ځانګړې شتمني کم ارزښته شوې، دغه د کنترول څخه وتلي حالت د هېواد په اقتصاد کې د افغاني رول له منځه یوړ، او دهېواد په لویو ښارونو کې پهرنۍ پیسې دود شوې ، دغه چارې په هېواد کې د شیانو د ترخونو بیې له سلو څخه یونیم زرته لوړې کړې . اقتصاد پوه ډاکټر انواد الحق احدي په خپل یو مضمون کې وایې : کوم پړسوب (انفلاسیون ) چې د پیسو د چاپ نتېجه وي حکومت ته د ا قدرت په لاس ورکوي چې د خلکو نقدي شتمنۍ د ځان کړي له بده مرغه درباني د واکمنۍ پر مهال همدا څه پیښ شول.
________________
يادونه: دا ليکنه په ۲۰۱۲ز کال کې خپره شوې وه؛ دا نشر يې بيا ځلي دی.
وروستي