رابرټ موګابې

رابرټ موګابې، چې ۹۳ کاله عمر لري ۷ ځله په پرله پسې توګه د دغه هېواد د جمهور رييس په توګه ټاکل شوی او د دغه هېواد د خپلواکۍ د تر لاسه کولو راهيسې پر دغه هېواد واکمن دی و او له نږدې څلور لسیزو وروسته بالاخره اړ شو، چې له واک نه ګوښه شي او خپله استعفا وړاندې کړي.
پښتو متل دی، چې وايي: د عقل وږی نشته او د دنيا موړ! ښکاري، چې د واک موړ هم نشته!!!
د نوموړي له استعفا وروسته، خلک سرکونو ته راووتل او خوشالي يې کوله.
که څه هم موګابې په اویایمو کلونو کې د زیمبابوې د خپلواکۍ لپاره ډيره مبارزه کړې، خو ښکاري نور يې خلک د واکمن په توګه نشي زغملی، چې لوی لامل يې د دغه هېواد اقتصادي کاوکه حالت دی.
 
زوکړه:
رابرټ موګابې د سويلي افريقا د شمال لويديځ په مايتبيري نومي کلي کې په 1924/2/21 نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې او د لسوکلو و، چې پلار يې له دې سيمې وليږديد. د کليسا له پادري سره يې زده کړې پيل کړه او د انګریزي نيواک (استعمار)څخه د آزادۍ الهام يې د همدې پادري له خبرو او درس څخه واخيست. د رومن کاتوليک پرنظام راستر شو. د زده کړې پر مهال ښه وغوړيد، زيرکه و، ګوښيتوب يې خوښاوه، له نورو سره يې د نږديوالي لېوالتيا نه درلوده، کله به يې، چې مطالعې او ليک ته زړه نه کيده له ملګرو پرته به ښکار ته ووت. د ډېکتاتورانو په لست کې نوموړي تر ټولو سخته مبارزه کړې ده.
موګابې له برتانوي ولس څخه اغيزمن شوی و، د کرکټ لوبه او د چايو څښل يې ډير خوښيده، ده هڅه کوله، چې خپلو بچيانو ته د لندن د شاهي کورنۍ چلند دود ورزده کړي دا د ده له انده غوره او ښه چلند و.
زده کړه: موګابې د اوو لسوکلو و، چې له لېسې څخه فارغ شو او يوڅه موده يې د ښوونکي په توګه هم دنده تر سره کړې ده. له لوړو زده کړو سره د ډيرې لېوالتيا له کبله په 1951 ز کې د سویلي افريقا په (فورټ هارفی) پوهنتون کې شامل شو. موګابې په پوهنتون کې دزده کړې پر مهال له يو شمير شوخو محصلينو لکه جيولويس، نيريري، کنينس ګاونډا، هيربرټ شيتيبوګاب سره اشنا شو دغو محصلينو وروسته بيا د افريقا په لويه وچه کې داسې کارونه ترسره کړل، چې اوس د تاريخ يوه برخه ده.
زده کړه:
 موګابې د پوهې او زده کړې په موخه د هرځای دروازه وټکوله، نوموړي په 1952 ز کې په ډار وفونټين په 1953 ز کې ساللسبيري په 1954 ز کې جويلو او په 1955 ز څخه تر 1975 ز پورې په تنزانيا کې زده کړې بشپړې کړې، همدارنګه موګابې د ګانا په پلازمينه اکرا کې له 1958 ز تر 1960ز پورې پر زده کړه بوخت و.
موګابې د بکالوريس، ماسترۍ او دوکتورا تر منځ 8 پوهنتوني بري ليکونه تر لاسه کړي. د موګابې د خوښې برخه روزنه او اقتصاد وه او په دې برخه کې يې له لندن او سویلي افريقا له پوهنتونوڅخه بریليک هم تر لاسه کړی دی. موګابې له يو شمير مشهورو نړيوالوپوهنتونو څخه لوړې علمي رتبې هم تر لاسه کړي دي. موګابې په 1960 ز کې دکمونيسټانو له ډلې سره يو ځای شو.

هېواد ته بېرته راستنيدنه:
موګابې په 1960 ز کې خپل ارټاټوبي زيمبابوې ته راستون شو او له ملي ډيموکرات ګوند سره يو ځای شو. وروسته بيا دغه ګوند (د زيمبابوی ولس اتحاد) واوښت، د ابان سميس د حکومت پر مهال پردغه خوځښت او ګوند بنديز ولګول شو، خو موګابې دغه مهال له دغه ګوند سره خپل پريکون اعلان کړی و او په 1963 ز کې له (زيمبابوې ملي اتحاد) سر ه يو ځای شوی و. دغه خوځښت په همدغه کال د هربرټ چيتيبو د هڅو په ترڅ کې رامنځ ته شوی و نوموړی د وخت مشهور وکيل او په سویلي افريقا کې د زده کړې پر مهال د موګابې ملګری و دا ګوند هم وروسته پر دريو برخو وويشل شو. د حيرانتياخبره خو دا ده، چې موګابې د سيالو ملتپالو مشرانو په امر زندان ته واچول شو. په 1964 ز کې انګليسي چارواکو په رودېسيا کې د موګابې په ګډون يو شمير افريقايی مشران ونيول او لس کاله يې په زندان کې وساتل، موګابې په دغه موده کې د قانون په برخه کې لرې زده کړې ترسره کړې.
تبعيد:
په 1974 ز کې موګابې له زندان راخلاص او د موزمبيق پر لور رهي شو او هلته يې د زانو په نوم د پوځ مشري په لاس کې ونيوله له دغه پوځ سره چين مرستې کولې او د ازادۍ د پوځ په نوم هم شهرت لري له دغه پوځ سره د موګابې ګوزار ه لږه سخته شوه، په 1975/3/18 نېټه جيبوتو له زامبيا څخه د ليدنې پر مهال د ترور له پېښې سره مخ شو او د ازادۍ د پوځ يو قومندان په پېښه کې د لاس لرلو په تور ونيول شو. موګابې د داخلي اختلافاتو له کبله په همدغه کال کې ځانته خپلې مليشې جوړې کړې.
په همدې مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير هنري کيسنجر پر برتانويانو فشار راوړ، چې دا ومني، چې نور د سپين توکمو لږه کيو د واک پايښت ناشونی دی دغو خبرو دا زمينه برابره کړه، چې په زيمبابوې کې د لومړي ځل لپاره عمومي ټولټاکنو ته لاره هواره شي او واک د ميشتو توکمونو تر منځ په مساوي توګه وويشل شي. (د متحدې افريقا ملي ټولنې) د آيل موزوريوا په مشرۍ په ټولټاکنو کې غوڅ بری تر لاسه کړ خو د موګابې ګوند او د جوشوانکومو ډلې د ټولټاکنو پايلې ونه منلې پر جګړه يې لاس پورې کړ. په 1979 ز کې ښکيلو ډلو دخبرو اترو غوښتنه وکړه د خبرو پايله دا شوه، چې د نوې زيمبابوې لپاره دې نوې اساسي قانون جوړ شي او د 1980 ز د فبرورۍ مياشت د ټولټاکنو لپاره غوره شوه.

ټولټاکنې:
په خبرو اترو کې پريکړه وشوه، چې موګابې به زيمبابوې ته په سوله ييزه توګه راستنيږي، په پارلمان کې به 20 څوکۍ سپين توکمو ته ځانګړې کيږي، د راتلونکو لسو کلو لپاره به په اساسي قانون کې بدلون نه رامنځ ته کيږي. موګابې په 1979 ز کې زيمبابوې ته راستون شو او به زرګونو خلک يې هرکلی ته راوتي وو. موګابې په ټولټاکنو کې بريالې شو او په 1987/3/4 نېټه د لومړني منتخب حکومت مشر شو. په 1990 ز کې د دوهم ځل لپاره او په 1996 ز کې د رېيم ځل لپاره او په 2004 ز کې د څلورم ځل لپاره دزيمبابوې ولسمشر وټاکل شو.
داسې ويل کيږي، چې موګابې لومړی افريقايی مشر دی، چې فرانسې په 2007 ز کې د فرانسې افريقا کنفرانس ته نه و رابللی له 2002 ز څخه راديخوا اروپايي ټولنې پريکړه وکړه، چې موګابې نه شي کولای د اروپايي ټولنې غړو هېوادو ته سفر وکړي. په 2003 ز کې د امريکا  کانګرس پريکړه وکړه، چې موګابې توکمپاله دی او پر زيمبابوې يې بنديزونه ولګول. همدارنګه لندن د امريکا او استراليا په ملاتړ د همګټو هېوادو په لړ کې پر زيمبابوې بنديزونه ولږول او په دغه سازمان کې يې د زيمبابوې غړيتوب وځنډاوه خو افريقايي هېوادو د لندن دغه پريکړه ونه منله.

واده:
موګابې له خپلې لومړنۍ ميرمن سره، چې په 1933 ز، زيږيدلې وه او په ګانا کې يې له (سالي هايفرون) قبيلې سره تړاو درلود واده وکړ، هغه په 1992 ز کې وفات شوه. او په هراري کې د ملي اتلانو په مړستون کې خاورو ته وسپارل شوه.
موګابې دخپلې ميرمن له مړينې څخه دوه کاله وړاندې دا اړتيا حس کړه، چې بل واده ته اړتيا لري، سره له دې چې د عيسويت لارښوونې سړی ته له يوې د زياتو ميرمنو اجازه نه ورکوي خوموګابې نور صبر نه شو کولای او له خپلې پخوانۍ سکرترې جريس ماروفو، چې هغه مهال ايله شل کلنه وه واده وکړ. په 1996/7/17 نېټه موګابې درومن کاتوليک له ديني مراسمو سره له ماروفو سره رسمي واده وکړ.

نيوکې:
کله، چې د اقتصادي ځوړتيا له کبله د زانو ګوند ملاتړ کم شو، د ډيموکراتيک بدلون په موخه يوه ډله رامنځ ته شوه، د 2002 ز په ټولټاکنو کې زانو ګوند پيکه شو د زانو ګوند پلويانو د ډيموکرات بدلون د پلويانوځپنه پيل کړه؛ د تاوتريخوالي پېښې تر دې اندازې زياتې شوې، چې پخوا په زيمبابوې کې يې ساری نه و ليدل شوی، زانو ګوند د ټولټاکنو په پايلو کې د ځان په ګټه لاسوهنه پيل کړه او لاره يې دې ته جوړه کړه، چې موګابې د تل لپاره د واک په سر کې پاتې شي.
د موګابې مخالفين وايي: نوموړی په هيڅ صورت دې ته چمتو نه دی، چې واک پريږدي، د دولت په موسسو کې يې د ځان په ګټه تعديلات رامنځ ته کړي د 2000 ز په پارلماني او په 2003 ز کې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له درغلۍ کار واخيست. هماغه و، چې اپوزيسيون په 2005 ز کې د مشرانو د جرګې له ټاکنو سره پريکون اعلان کړ او دا يې د ملنډو په نوم يادې کړې. د اروپايي ټولنې غړو هېوادو په يوه خوله د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د زيمبابوې د ولسمشر په توګه د موګابې د لوړې په مراسمو کې د نه ګډون پريکړه وکړه.
له امريکا څخه خپريدونکې د (فارن پاليسۍ) مجلې په ګڼه کې د (ډيکتاتوران بايد ولاړ شي) سرليک لاندې لیکلي وو: «نن په نړۍ کې يو شمير ډيکتاتوران شته، چې يو شمېريې د زيمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې، د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف او د سوډان ولسمشر عمر حسن البشير دي»، مجلې د دغو ډيکتاتورانو د ګوښه کيدو لپاره خپل دلايل وړاندې کړي وو، خو د موګابې په اړه کاږي، چې د نورو په پرتله موګابې ډير ټينګار کوي، چې په واک کې پاتې شي سره له دې، چې د 2008 ز د مارچ د مياشتې ټولټاکنو وښوده، چې ملت نور موګابې نه غواړي نوموړې له 1980 ز څخه راديخوا د زيمبابوې واکمن و. په دغو ټولټاکنو کې د موګابې پياوړی سيال د ډيموکراتيک بدلون د خوځښت مشر «مورجان وسوانچيرای» ټينګار کولو، چې په ټولټاکنو کې دا په غوڅ اکثريت بريالی شوی.

د موګابې مشهور کارونه:
v موګابې هڅه وکړه، چې د زيمبابوې دواړه سيالې ډلې (شونا / انډيبيلي) په يوه ګوند کې سره يو ځای کړٍي.
v موګابې په 1982 ز کې د زيمبابوې د ښارونو نومونه بدل کړل، لکه سالسبوري يې پر هراري واړوه
v موګابې ونه شو کولای، چې په 1983 ز کې د شونا او انديبيلي قبيلو تر منځ نژادي شخړو ته د پای ټکې کيږدي، په دغه شخړه کې نږدې 10،000 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
v په 1987 ز کې موګابې وتوانيده، چې د دواړو ډلو تر منځ د سولې تړون لاسليک کړي او د انډيبيلي قبيلې مشر جوسوا نکومو يې د لومړي وزير په توګه وټاکه.
v د ځکمو د اصلاح قانون يې پلی کړ او د اروپايي توکمو ځمکې يې د زيمبابوې پر اصلي اوسيدونکو ٪70 وويشلې دغې ځمکې د 4000 اروپايي بزګرانو لخوا اداره کيدلې.
v په 2004 ز کې د زيمبابوې لپاره نوی اساسي قانون رامنځته کړ او د ځمکنيواصلاحاتو په اړه يې يوه ماده ورزياته کړه.