
دمیدان وردګو والي په دې ولایت کې دبیارغاونې بهیر دګړندیتوب او ډاډمن امنیت په راوستو کې دملي شورا او ولایتي شورا غړو څخه دملاتړ غوښتنه وکړه.
دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي په نوښت دولایتي ادارې، په ملي شورا کې ددې ولایت
استازو،ولایتي شورا غړو او په دې ولایت کې دمرسته کوونکو ادارو استازو ګډه غونډه
په ولایت کې دبیارغاونې دبهیرکړندیتوب، ښې حکومتدارۍدغښتلتیا او ډاډمن امنیت په
موخه دښې همغږۍ د راوستو اود چارو کې دکړندیتوب
په موخه رابللې وه
غونډې ته ښاغلي والي په خپلو خبرو کې راغلو میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ دولایتي
ادارې، ملي شورا،ولایتي شورا او ډونرانو ترمنځ دهمغږۍ غونډې د ارزښت په اړه وویل
چې دهمدغو ناستو له امله موږ پدې توانیدلای شو چې شته ننګونو ته دحل لارې چارې
پیدا،دولس اساسي اړتیاوې په ګوته او دراتلوونکي لپاره موثر پلانونه په ګوته کړو.
همدارنګه ښاغلي فدایي په خپلو خبرو کې وویل چې د دولت په چوکاټ کې هرارګان
که په هر نوم وي ددې هېواد دجوړونې او ساتنې دعسکرو حیثیت لري او دهمدغو ګټو ته
درسیدو لپاره نن په ولایت کې راټول شوې یو.
وروسته دولایت درې کلنه مفکوره دیو پریزنټینشن په ترڅ کې دښاغلي والي لخوا ګډونوالو
ته وړاندې شوه چې دټولو غړو لخوا دتاید وړ وګرځيده.
وروسته دازاد بحث په ترڅ کې په ولسی جرګه کې ددې ولایت استازو هریو
ناصري،صدیقه مبارز،انجینیرشرولي وردګ،ډاکتر عبیدالله کلیمزي،اغلې حمیده
اکبري،عبدالمجید وردګ،عبدالاحمد روراني،سناتورسعیدي،سناتورې زهرا شریفي او ولایتي
شورا ریس محمد حضرت جانان په وار سره خبرې وکړې نوموړو په خپلو خبروکې دولایت
دمقام دغه نوښت وستایلو او په راتلوونکي کې د داډول نورو غونډو دجوړولو غوښتنکي
شول. همدا راز نوموړو په ولایت کې دترسره شوو کارونو په اړه دمتوازن پرمختګ او
ولسي مشارک څخه خوښي وښوده او هم یې دمرستندویه موسساتو څخه دمننې ترڅنګ پدې ولایت
کې دنورو اساسي او بنسټیزو پروژو دپلې کولو غوښتنکي شول.
په پای کې دښاغلي والي لخوا
دوکیلانو څخه دملاتړ په موخه لس غوښتنې وکړې چې پکې نوموړی ولایت دریمې
درجې څخه دویمې درجې ته لوړول،دسولې دبهیر او دبیارغاونې پروژو په اړه ولسونو
ملاتړ ،دولایت هغه پروژې چې په ملي انکشافي ستراتیژۍ کې دي په ملي بودجه کې
شاملول، ولایت کې نمونوي پوهنتون او دارالعلومونو جوړول کې داړونده وزارتونو ملاتړ
ترلاسه کول، دبریښنا دبندونو جوړولو په اړه داړونده وزارت سره مطرح کول،دکانوو په
استخراج کې دکابینې ملاتړ،دخصوصي سکتور دپیاوړتیا، په ولایت کې پانګه اچونکي
ډونرانو په جلب او دولایتي ادارو دپياوړتیا په موخه دموثرو قوانینو تصویب غوښتنکی
شو.
د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد