دښځومساويانه ونډې اخيستنې په موخه ښځوسره د  د۲۴  پروژو تړون ليکونه لاسليک شول.

په میدان وردګو ولایت کې په ټولنه کې دښځومساویانه ونډې اخیستنې(جنډر)په موخه ښځوسره د  د۲۴  پروژو تړون لیکونه لاسلیک شول. 
په افغاني ټولنه کې د ښځو دمساویانه ونډې اخستنې(جنډر)په موخه په افغانستان کې دامریکا دسفیر د وړو پروژو دپیل شوې پروګرام په مالي مرسته ددې ولایت دښځو دژوند دغښتلتیا او د دوۍ دلاسي صنایعو ته دمارګیټ پیداکولو په موخه د ۲۴ پروژو تړون لیکونه دولایت والي لخوا لاسلیک شول.
هغه غونډه چې دهمدې له امله دولایت دغونډو په تالار کې جوړه شوې وو پکې دولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره دولایتي شورا ښځینو غړو، په ولایت کې دښځو دحقونو فعالو ښځینوو غړو،دامریکا دسفارت او د امریکا دپرمختیايي ادارې مسولینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته ښاغلي والي په خپله خبرو کې د ښځو دژوند دبهبود او په ټولنه کې دمساوېانه ونډې اخیستنې په اړه ټنیګار وکړو او زیاته یې کړه په هغه حقونو چې اسلام مبارک دین ټینګار کړې زموږ دودیزې ټولنې نه یوازې دا چې دښځو پرواندې دپام غورځولې بلکې دنارینوو کماحقه حقوق یې هم ندې ورکړي، نوموړې ددې یوازینې لااملونه په ټولنه کې ناسم پخواني دودونه داسلامي او عصري علومو څخه دپوهې دکچې ټیټوالي وښودو، ښاغلي فدایي هیله وښوده چې د داډول وړو پروژو دپلې
 کولو سره به ښځې پدې وتوانیږي چې دلویو پروژو دپلې کولو ته لاره پيداکړي او بالاخره به پدې وتوانیږي چې په ټولنه کې دښځو مساویانه ونډه اخیستل یقنیي کړي همداراز والي دښځو څخه وغوښتل چې ورسپارل شوې پوروژې په درست ډول تطبق او پلې کړي.
وروسته په وار سره د(ASGP) په استازیتوب اغلې ذکیې،ولایتي شورا مرستیالې اغلې حلیمه عسکري،،دښځو چارو سرپرستې مینااحمدي،سوسن، لینا، پښتنه جان احدي او حلیمې دیبا ښځو په استازیتوب خبرې وکړي ټولو ښځو ته د داډول کټورو پروژو ورکړه داهمیت وړ وبلله او هیله وکړه چې ددې پروژو دپلې کولو سره به دلرې پرتو سیمو ښځو په ژوندکې مثبتې اغیزې وکړي او هم یې ژمنه وکړه چې ورکړل شوې پروژې به پوره ایماندارۍ سره سرته رسوي.
په ټولنه کې دښځوپه مساویانه ونډې اخیستنې(جنډر) په اړه د (۹۰۰)وړو پروژو پروګرام په کابل کې دامریکا دسفیر لخوا په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې دی چې نن ددې ولایت دبېلو بېلو ولسوالیو ۲۴وړې پروژې لکه دغالیوو اوبدلو،لاسي صنایعو،ظرفیتونو لوړلو،کالیو کنډلو،دمیوو سټور کولو او وچولو او دښځو پروړاندې دتاوتریخوالي په افغانستان کې دامریکا سفارت په مالي مرسته د(ASGP)  پروګرام له لارې ددغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې عملي کیږي چې له مله به ښځو ته کارپيداکولو ترڅنګ دوۍ وتوانیږي چې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ  حلاله ډوډۍ پیداکړي.
 
شاهدالله شاهد، دولایت ویاند