د ارمان ملي ورځپاڼې دغير مسولانه څرګندونو په اړه دميدان وردګو ولايت رسمي دريځ

 
نیټه۱۳۹۰/۱/۷                                                                                                        پرلپسې شمېره(۱)
دارمان ملي ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې په میدان وردګو ولایت کې (طالبان در میدان وردک سرباز گیری می کنند) ترنامه لاندې څرګندونې کړې وی چې غواړو په دې اړه خپل رسمي دریځ درسینوو له لارې څرګند کړو.
دمیدان وردګو ولایت په ټولو ۹ اداري واحدونو کې دوسلوالو مخالفینو لخوا داسې کوم حرکت نه دی پیل شوې چې  له امله دسیمې ځوانان دې ته مجبور شوې چې له دوۍ لیکو سره یوځای شي او یاهم ګډه کولو ته اړ شي او دنه دوسلوالو لیکو سره دنه یوځایتوب په صورت کې به ۷۰۰۰۰ افغانۍ دوۍ ته ورکوي، نوموړې څرګندونې دمسلکي ژورنالیزم سره په ډکر کې او دسر چوک اوازو څخه بله څه مانا نلري ،دنوموړي ورځپاڼې مسولینو پرته ددې چې دنوموړي خبر دتاید او یارد په اړه  د حکومتي چارواکو نظر واخلي ترڅو دژورنالییزم سپیڅلي مسلک چې هغه دلورو انډول ساتل دي په نظر کې ونیسي، نوموړې ورځپاڼې په خپل سر داسې غیرمسولانه څرګندونې کړي چې په واقیعتونو او حقایقو ولاړې ندي.
دولایت امنیي قوماندان جنرال حقنواز حقیار ددغه څرګندونو په اړه وویل چې متاسفانه دارمان ملي ورځپاڼې دغه بې بنسټه اوازې زموږ دغیورو ولسونو پر وړاندې کومې ستونزې نشې رامنځته کولې او نه به چاته دا اجازه وکړو چې زموږ نسبي امنیت ته ګواښ رامنځته کړي ،نوموړي وویل چې دهېواد په کچه ددې  ولایت په ځینو لرې پرتو سیمو کې هم امنیتي ستونزو څخه سترګې نشوو پټولای  خو داپدې مانا ندي چې وسلوال مخالفین دي ځوانان دزور له لارې خپلو لیکو سره یوځای کړي،داسې کوم عمل تراوسه دمیدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې  نه دی ترسره شوې  او نوموړي دارمان ملي یو بې بنسټه پروپاګنډه ده.
 موږ په پای کې دارمان ملي ورځپاڼې دمسول مدیر نه هیله کوو چې په راتلوونکي کې دمسلکي ژورنالیزم ته په کتو دسری چوک په اوازو داسې څه خپاره نکړي چې دهېواد په کچه  دنوموړې ورځپاڼې حیثیت ترپوښتنې لاندې راولي.
د ولایت مطبوعاتي دفتر
Maidan.pressoffice@gmail.com،  شاهدالله شاهد۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰