ميدان وردګو ولايت کې د ۵۰۰۰ بې وزلو کورنيو سره دمرستو لړۍ پيل شوه.

 دمیدان وردګو ولایت اړونده ولسواليو ۵۰۰۰ زره بې وسو او اړو کورنیو سره دسعودي عربستان دخلکو دمرستندویه کمیټې په مالي مرسته دمرستو دالړۍ دولایت والي محمد حلیم فدایي،په کابل کې دسعودي عربستان دسفارت استازو او ټاکل شوې کمیسیون لخوا نن رسماٌ پیل شوه.
 دنوموړو مرستو دویش په اړه ښاغلي والي دسعودي عربستان دوست هېواد خلکو او حکومت دهمیشنیو مرستو څخه دمننې ترڅنګ وویل چې ددې ولایت اوسیدونکي دخراب اقتصادي حالت له امله لا زیاتو انساني او بشري مرستو ته اړتیا لري او هیله یې وښوده چې ددې سیمې غریبو خلکو سره لازیاتې مرستې وکړۍ او هم د دیني ارزښتونو،مدرسو او جوماتونو په ابادولو کې یې دسعودي سفارت مرستې اړینې وبللې ترڅو دیومسلمان دوست هېواد په توګه ددې ولایت اوسیدونکو ته د دیني مقدساتو او دینې ارزښتونو دځای پرځای کولو لپاره ښه شرایط او پاک چاپیریال برابر کړي.
 دغه مرستې چې ددې ولایت دبیړنیو پیښو پروړاندې دمبارزې او سرې میاشتې ادارو سره شوې وی چې دنوموړو ادارو لخوا په ولایت کې وار دمخه ۵۰۰۰ اړې او بې وزلې کورنۍ په نښه شوې وی چې نن ورته دهمدغو راغلو مرستو لړۍ پیل شوه په دغو مرستو کې لوبیا،غوړي،چای، وریجې او کمپلې شاملې دي چې هرې کورنۍ ته به ددغو مرستو ۲۱ کیلوګرامه خوراکي مواد او یوه کمپله ورکړل شي چې له امله به دبې وزلو کورنیو دستونزو په حل کې موثر تمام شي.
 
شاهدالله شاهد، دولایت ویاند