دپرهر په وچوشونډو
څاڅکی وینه ډنډولاړ
ورته ځیر یم
تصویرونه پکې وینم
دژوند طمع پکې ګورم
کړاونه پکې وینم
یوڅه وایې تصویرونه
ډیر سوالونه پکې وینم
لړزیدلي ډنډکې خدایږو
اول سوال چې رانیزدې دی
په تک سره قلم لیکلی
ته وا لیک چې پرې برخلیک
وي
په هغه قلم لیکلی
په سینه کې یې زغونځی دی
له خپل ځان سره غږیږي
دخپل ځان په مانا ښایې
دی پخپله نه پوهیږي
لیونی غوندي لګیا دی
په لمړنۍ جمله کې وایې
زه دځان په وینو رنګ شوم
خونړۍ جمله کې وایې
بیا په سوال کې یو بل سوال شی
سم اخته په بل جنجال شي
ځان ترې هیر شي دجانان ایینې ته وایې
دوجود په هدیره کې
د ارمان ایینې ته وایې
ایا دې ته خلک خلق دي
چې دبل دهوس ښکارشي
دیوچا ناولي مرام کې
په څه چل دهوس ښکارشي
یو منزل ته چې رسیږي
زراوسل دهوس ښکارشي
چې ترتیغ یې وینې څاڅی
هغه څنګه قهرمان دی
ولې نه وایې چې اه دی
دامقتول خو هم یوځان دی
دچازړه وو دچا مینه
دیوچاستړی ارمان دی
زه خو نه پوهیږم خدایږو
زما اوستا مفهم هم دا دی
چې دمرګ ترپولي ولاړشو
دبقامفهم هم دا دی
چې ګلونه په اورسوځی
دښکلا مفهم هم دا دی
چې د زړه سترګې ړندې کړي
د رڼا مفهم هم دا دی
که مفهم یې داسي نه وي
که ښکلا دبل څه نوم وي
که دژوند معنی وي بله
که بقا دبل څه نوم وي
که دزړه سترګې وي نوري
که رڼا د بل څه نوم وي
نو بیا ولې زه یو سوال یم
دځواب هڅه مې وکړه
زه دچا تقدیر پال یم
۲۰۱۱/۲/۲۲
غضري
وروستي