
په ډيرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې د افغانستان دعالمانو دسراسري
شورا ریيس قضاوتپوه مولوي فضل الهادي شینواری تیره شپه د ورپيښې ناروغۍ له امله
دحق نارې ته لبیک وویلوو.
انالله و انا الیه راجیعون
ارواښاد شیخ الحدیث دافغانستان دمقدس جهاد دلویو هستیوو څخه وو او تل یې
دهېواد په مدرسو،ښوونځيو او دارالعلومو کې داستادۍ سپیځلې دنده پرمخ وړله او
دانسانانو فکر جوړونې او اصلاح یوه پیژندل شوې څيره وه.
همدا راز ارواښاد دافغانستان داسلامي جمهوري دولت کې دسترې محکمې درییس په
توګه دنده ترسره کړه او دهېواد په اوسني روان بهیر کې یې ستر خدمتونه ترسره کړې چې
دهیرېدلو نه دي.
په پای کې زه دمیدان وردګو ولایت د ولسونو په استازیتوب دنوموړي مجاهدې او
علم دوسته کورنۍ ته دجمیل صبر غوښتنه کوم او ارواښاد ته دلوې خدای ج په دربار کې
فردوس جنت په موخه د دعاء لاسونه لپه کوم.
د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد