القدس العربي : امریکایان  دافغانانو سپکاوې کوي

په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو عمومي قومندان  جنرال ډیویډ پټریوس  به تل ستایل کېده ،چې نوموړی  دامریکايي قومندانانو ترمنځ  مسلکي دی ، خو اوس ،چې دافغانستان دجګړې راپورونه  رارسیږي  نو دا کومان  ناسم ثابتوي  او دا په  ډاګه کوي ،چې  لالۍ مې سوداګر دی  ... وړي  ... راوړینه  .
جنرال  څو ورځې وړاندې  په ارګ کې دغونډې پر مهال دکرزي  غوسه !! راوپاروله ،چې ویلې و : دکونړ په غازي اباد کې  پلرونو ځکه خپل ژوندي  زامن  وسوځول ،چې په افغانستان کې دملکي وګړو دوژنې  موضوع  توده کړي .
دپټریوس  دا ډول څرګندونې د روغ مزاج څرګندونه نه کوي  او په ټوله مانا له انساني ارزښتونو څخه  خالي دي همدا دی ،چې له افغان چارواکو ېې لار ورکه  کړې ده دا پر افغان حکومت افغان ولس څرګندې ملنډې دي  .
پټریوس  پر خپلو خبرو ټینګار کاوه او دا ېې تکراروله په دې لیرې پرته سیمه کې  پلرونو خپل زامن  سوځولي  دي  ځکه دوی غوښتل ،چې په دې بڼه  دامریکايي ځواکونو بریدونه  ودروي  .
اوس  موږ نه پوهیږو ،چې ددې ډول څرګندو پر مهال د پټریوس  عقل پر ځای و او کنه  ، خو څومره ،چې موږ  پوهیږو دا جنرال  پر انساني ارزښتونو هیڅ خبر نه دی  ایا دا عقل لري ،چې وايي : پلرونو ځکه خپل بچیان  سوځوي ،چې په امریکايي بریدونو کې  دملکي وګړو د وژنې ګراف  لوړ کاندي  ؟ ایا دا جنرال  له زوی  سره دپلار دمینې په اړه څه پیژني ؟ بچیان  میندو او پلرونو ته څومره ګران وي ؟
دا جنرال ،چې له افغانستان وړاندې  ېې په عراق کې دنده درلوده پردې نه پوهیږي ،چې دبچیانو وژنه  جرم دی  اسلامي شریعت ېې دسزا غوښتنه  کوي او هرڅوک ،چې دا ډول جرم کوي باید اعدام شي .
په افغانستان کې دامریکا ښکلتیا ډېره زیاته  ده ورځ تربلې دافغانستان  په ډنډ کې مخ په ډوبیدو دي ، خو دامریکا اخلاقي  تیروتنې اوحماقتونه  بیا له دې هم ډیر دي .
اوس ،چې دجنرال پټریوس څرګندونو دامریکا نږدې ملګری حامد کرزی  ، وزیران  اونور چارواکي راپارولې  او سپک کړې دي  نو افغان ولس او طالبان به څه  احساس  کوي  ؟
په افغانستان کې  پر کلیو او بانډو او له ډیورنډ کرښې وراخوا ، چې امریکايي الوتکې  بمبارۍ کوي  او ډیری  قربانیان  ېې ماشومان  ، ښځې او ملکي وګړي وي دا دامریکا لپاره دشرم خبره او یو ډول بې اخلاقي ګڼلې شي پردې سربېره خپل نږدې ملګري ځانته راپاروي  له بلې خوا دا بریدونه  په هیڅ ډول خپلې موخې نه شي په نښه کولای  او نه  په افغانستان  کې د طالبانو پرمختګ  ټکنی کوي .
که چیرې پردې بمباریو او ډارونکو پایلو ېې  په امریکايي او افغاني زندانونو کې  دامریکایانو  او ملګروپر وسیله یې  د پلان شوو ځورونو او شکنجو خبرونه  ورزیات  کړو نو په افغانستان کې دامریکا ستراتیژي  ډېره  ګونګه  او له  ګواښه ډکه هغه برېښي .
نن ،چې ګرده نړۍ دمنځني ختیځ پېښو بوخته کړې ده او هر ولس ېې د ډیموکراسۍ غوښتنه  کوي  داددې مانا نه ورکوي ،چې امریکایانو  چانس تر لاسه کړ  او په افغانستان کې  د لسګونو اوسلګونوبېګناه ملکي وګړو وژنې ته زور  ورکړي  او بیا دې پر ډېره بې سترګۍ او بې ادبۍ سره ووايي : چې پلرونه   په لوی لاس  خپل بچیان سوځوي  ته وا ،چې افغان هیڅ انسانیت نه لري  دزوی مینه  نه پيژني .
دا له  اوو سیندونو وراخوا د القدس العربي  دمسوول مدیر عبدالباري عطوان  د زړه اواز  و  اوس به  هغوي ،چې دپښتنو په نوم ېې خوري ، سیاست هم دهمدوی په نوم کوي خپل ضمیر ته څه ځواب  وايي  ، که  دچا په زړه دیوې  ذرې  په اندازه  هم  دزړه خوږ  په نوم څه وي  دا ډول خبرې نه کوي  .
خو اې دڅوکیو مریانو  !! تاریخ  ډیر ظالم  دی .
په یویشتمه پیړۍ کې دامریکایانو پر لاس  د پښتنو ټولوژنه  به هم  په خپله سینه کې خوندي کړي .
او دڅوکۍ دساتنې په موخه ستاسې موم خوله  به هم ښه انځور کړي  .
هغه دشاعر خبره :
زما تړلې لاس ا وستا درنې درنې څپیړې
یو وخت خوبه  اشنا دا په حساب کې راولم  .