
د ملي کرښې د ١٩ ګڼې ليکنه
ليکنه : علي بکر
په افغانستان کې دحقاني شبکې وروستيو بريدونو ددې شبکې دسياسي او نظامي موخو په اړه يو شمېر پوښتنې راپورته کړي دي خپله متحده ايالات دوروستيو بريدونو پړه پر همدې ډلې ور اچوي تر ټولو وروستى بريد يې دکابل په زړه کې دامريکا سفارت ، ناټو او افغان استخباراتو ودانۍ وې ،چې نړيوالو مطبوعاتو پرې ( دکابل محاصره ) نوم ايېښى دى داسې ويل کيږي ،چې په دې بريد کې له لسو زيات امريکايي سرتيري او داستخباراتو مامورين وژل شوې دي .
واشنګټن خپل ستراتيژيک ملګرى اسلام اباد تورنوي ،چې له شبکې سره مالي مرسته کوي او غواړي ،چې دا شبکه دپاکستان په استازيتوب په افغانستان کې وجنګيږي او په دې هېواد کې اسلام اباد خپلې ګټې پرې خوندي کړي او سياسي لاسته راوړنې ولري .
لومړي : حقاني شبکه :
دا ډله مشهور جهادي قومندان جلال الدين حقاني ته منسوبيږي ،چې دتيرې پيړۍ په اويايمو او اتيايمو کلونو کې يې دافغانستان په سويل ختيځ کې دپخواني شوروي اتحاد پر ضد وسله واله جګړه رهبري کوله . دا ډله اوس له طالبانو سره ټينګې اړيکې لري او مشر يې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دقومونو او سرحدونو چارو وزير و . دحقاني شبکې جنګيالي زرګونو ته رسيږي او ډيورنډ کرښې ته څيرمه په شمالي وزيرستان کې يې مرکزونه ، روزنځايونه او مدرسې دي د استخباراتي راپورونو دمعلوماتو پر مټ حقاني شبکه دافغانستان په ختيځ او سويل ختيځ کې وسله وال فعاليت کوي او په دې وروستيو کې يې ميدان وردګو ته هم لار موندلې ده د طالبانو په پرتله دحقاني شبکې جنګيالي کم دي خو روزنه يې پياوړې او اغيزناکه ده او دجګړې ځانګړى تاکتيک لري ،چې طالب جنګيالي ترې برخمن نه دي دوى ډيري وخت له پاکستان څخه دافغانستان ختيځ ته راوړي او هره ډله يې څو اونۍ په افغانستان کې وي بيا بيرته خپلو اصلي مرکزونو ته وګرځي او دنوو لارو چارو پر موندنو فکر کوي او خپل نوبت ته انتظار باسي ، خو افغانستان کې دجګړې پر مهال دحقاني شبکې جنګيالي تل دحرکت په حالت کې وي په يوه سيمه کې دوه شپې سر په سر نه پاتې کيږي ، موبايل ټيلفون ډير نه کاروي پردې سربېره دپاکستان تر کنترول لاندې د قبايلي سيمو دکارونې ډيره ښه وړتيا لري . ددې ترڅنګ دحقاني ډله دخپلو چارو د ترسره کولو په موخه له ځنځيري جوړښت څخه کار اخلي په بله مانا ټول جنګيالي / غړي دشبکې د نورو غړو / جنګياليو په اړه هر څه نه پيژني ان تردې ،چې جنګيالي په پاکستان کې خپل مشران هم نه پيژني .
اوس مهال دحقاني شبکه دجلال الدين حقاني ددريوو زامنو له اړخه رهبري کيږي او مشر يې سراج الدين حقاني دى ،چې امريکا ورته دخپل سرسخت دښمن په سترګه ګوري او پر سر يې پنځه ميلونه ډالر انعام هم اعلان کړى دى نصير الدين حقاني او خليل احمد حقاني يې هم دسر سړي ګڼل کيږي . څيړنې وايي حقاني شبکه له دريوو لارو خپل مالي اړتياوې پوره کوي له خليجي هېوادونو ورته ځينې عرب شيخان بسپنې راليږي ، القاعده او ISI هم ورسره دپام وړ مالي او لوژستيکي مرستې کوي .
دويم : له اسلام اباد سره دحقاني اړيکې :
يو شمېر داسې لاسوندونه شته ،چې دحقاني شبکې او پاکستاني څارګرو ترمنځ له اړيکو پرده پورته کوي اسلام اباد هيله لري ،چې په افغانستان کې داسې ستراتيژيک باوري ملګري ولري ،چې په کابل کې له پوره اغيز برخمن وي کله ،چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او رامنځته شوې تشه پرې ډکه کړاى شي او کټ مټ داسې وي لکه طالبان ، چې و او دپاکستان ګټې خوندي کړي .
دحقاني شبکې او اسلام اباد ترمنځ داړيکو يو ښه لاسوند دادى ،چې دحقاني شبکې غړي په پاکستان کې هيڅ ډول نظامي عمليات نه ترسره کوي ، خو په سيمه کې ټول جهادي ډلې او ټپلې پردې باور دي ،چې داسلام اباد حکومت يو سيکولر هغه دى نه ديني او دا به غوره وه ،چې حقاني شبکې لومړى د اسلام اباد پر ضد خپل فعاليت پيل کړى و ، خو دا چاره هيڅ ترسره شوې نه ده . پردې سربېره په 2001 ز کې دطالبانو دحکومت له ړنګيدو وروسته جلال الدين حقاني پاکستان ته ولاړ او پاکستاني حکومت ورته په ميرانشاه کې استوګنځاى برابر کړ او اجازه يې ورکړه ،چې خپلې مدرسې جوړې کړي او حکومت په لوى لاس له هغو مرکزونو سترګې پټې کړي ،چې حقاني جوړ کړل او نه يې پرې دهغو مرستو او بسپنو لار وتړله ،چې له خليجي هېوادو ورته را روانې وې او دوخت پر تيريدو يې ورسره خپله مالي او لوژستيکي مرسته هم پيل کړه . بله خبره دحقاني شبکې دغړو د روزنې ده ،چې د طالبانو او القاعدې دغړو په پرتله ډيره پرمختللې ده ، چې دهر چا دوس خبره هم نه ده بلکې د مسلکي استادانو او کارپوهانو لخوا به ورته منظمه زده کړه او روزنه ورکړل شوې وي همدا لامل دى ،چې ځينې شنونکي وايي : دا روزنه به يې دISI لخوا تر لاسه کړي وي ځکه دا شبکه توانيدلې ده ، چې دبهرينو ځواکونو پر ضد اغيزناک عمليات ترسره کړي .
په همدې ترڅ کې دامريکايي ځواکونو يو قومندان دحقاني شبکې په اړه وايي : دا شبکه مختلف تکتيکونه کاروي ، شمېر يې له طالبانو او شهرت يې له القاعدې کم دى ، خو بيا هم توانيدلې ، چې زموږ پر وړاندې ستونزې راوپنځوي د دوى خوځښت ، دبريد بڼه او اړيکې له نورو سره توپير لري زه باوري يم ،چې دا د څارګرو په لاس روزل کيږي دطالبانو او القاعدې په ګډون د دوى هر څه نوي دي پخوا په سيمه کې دا ډول جنګي تکتيکونه نه و ليدل شوي . ديادونې ده ،چې يو شمير امريکايي چارواکو پر پاکستان تور لګولى دي ،چې له حقاني شبکې سره مرستې کوي او غوښتنه يې کړي ده ،چې له ملاتړه يې لاس واخلي .
درېيم : حقاني شبکه ، دطالبانو او القاعدې ګوښه کېدل :
اوسمهال په افغانستان کې دطالبانو او القاعدې په پرتله حقاني شبکه خطرناکه بلل کيږي ځکه ،چې دهرې ورځې په تيريدو وده کوي او ځواک يې ډيريږي ، خو القاعده بيا برعکس دهرې ورځې په تيريدو کمځواکه کيږي مشران نيول كيږي يا وژل کيږي له کومې ورځې ،چې په ايبټ اباد کې دالقاعدې مشر بن لادن ووژل شو پاتي غړي يې ، چې په هر ځاي کې وي له له تېښتې او پټيدو پرته بله چاره نه ده ورپاتې دحقاني شبکې دپياوړې کېدو او غوړيدو لامل دادي ،چې په پاکستان کې خوندي پټنځايونه لري او مشران يې له هر ډول ملاتړ څخه برخمن دي .
دحقاني شبکې دپياوړي کېدو بل لامل دادى ،چې دا شبکه غښتلى تشکيل لري يو موټې ده مشر يې يو او معلوم دى او القاعده اوس پاشل شوې ده او مهمې څانګې يې په دې توګه دي :
لومړي : القاعده ( بنسټ ) ،چې د 1998 ز دفبرورۍ په نيمايي کې د ( الجبهة الاسلامية العالمية لجهاد اليهود والصليبيين ) تر نامه لاندې د بن لادن په مشرۍ دافغانستان په خوست کې جوړه شوه او دمختلفو جهادي ډلو څخه رغيدلې وه او يو شمير ستر عمليات يې هم کړي دي ،چې مشهور او ستريې دسپټمبر پېښه وه .
دويم : د القاعدې څانګې : دا هغه وړې ډلې دي ،چې په مختلفو سيمو او هېوادونو کې دبن لادن په سپارښتنه رامنځته شوې دي او اړ نه وې ،چې دبن لادن – هغه مهال ، چې ژوندى و - امر او سپارښتنې دې پر ځاى کړي ځکه خپل سيمه ييز مشران يې درلودل او دهر ې سيمې له شرايطو سره يې فعاليت کاوه ددې ډول ښه بيلګه په عربي نړۍ کې تنظيم القاعده ډله ده ، چې اوس هم په يمن ، عراق کې خپل فعاليت لري .
دريېم : القاعدې ته ورته ډلې : دا هغه جهادي ډلې دي ،چې دنړۍ په مختلفو سيمو کې رامنځته شوې دي له بن لادن او يا القاعدې ( بنسټ ) سره هيڅ اړيکې نه لري ، بلکې له دوى يې الهام اخستى دى او بس او بن لادن ته دخپل روحاني مشر په سترګه ګوري ددې ډول ښه بيلګه ( تنظيم القاعدة في بلاد المغرب الاسلامي ) ده . دبن لادن له وژل کيدو او له ترهګرۍ سره دجګړې دپيل راهيسې نوي پرمختګونه رامنځته شوې دي او القاعده يې سره پاشلې ده ، خو حقاني شبکه بيا يو مشرلري ، چې دخپلو لارويانو له پوره ملاتړ او منښتې څخه برخمن دى او دخپلو جنګي مهارتونو له کبله له طالبانو پياوړي دي او دا يې له وسه پوره ده ،چې خپلو ليکو ته نور جنګيالي هم رامات کړي ځکه حقاني په ميرانشاه کې خپلې مدرسې لري او هر طالب يې دا وړتيا لري ،چې دخپلو مشرانو دسپارښتنو دترسره کولو لپاره له کرښې راتير شي .
څلورم : دحقاني شبکې بې اغيزه کول : يوه پوښتنه ،چې تل دسړي ذهن ته راخي او هغه داده ،چې حقاني شبکه به څرنګه بې اغيزه شي او که دا له ګواښه ډکه شبکه همداسې خپلسريو ته پرېښودل شي سبا به ناشونې وي چې پر وړاندې يې څوک ودريږي او بريد ورته وټاکي .
کولاي شو له دريو لارو څخه حقاني شبکه کمځواکه او بې اغيزې کړو :
۱ ـ دحقاني شبکي دمالي او لوژستيکو سرچنيو وچول دا بيا تر ډيره داسلام اباد له همکارۍ پورې تړلې ده ،چې په دې برخه کې څومره رښتينې مرسته کولاى شي پردې سربيره په خليجي هېوادو کې بايد هغه سرچينې وچې وشي ،چې له حقاني سره مالي مرسته کوي .
۲- د ډيورنډ کرښې ټينګه څارنه ، او حقاني شبکې ضد قومي مشرانو او مخورو سره همکاري ،چې دکرښې دساتنې په برخه کې دپام وړ مرسته وکړي .
۳- دجهادي افکارو دبيا کتنې دودول
دا هڅه په اسلامي نړۍ کې ترسره شوې ده بايد هڅه وشي ،چې په سيمه کې په مختلفو بڼو او ډولونو دجهادي فکر دبياکتنې لړۍ پيل کاندي که چيرې دا فکري لړۍ دبريا تر بريده ونه رسيږي او په سيمه کې بنسټپالنه ختمه نه کړي لږ تر لږه خو به يې يو شمير پرې شکمن کړي وي دا مهال بيا حقاني شبکه او نورې وسله والې ډلې دجنګياليو دجذب له ستونزې سره مخ کيږي .
د بيا کتنې بل ډول دادى ، چې له پاکستان سره په همغږۍ دحقاني شبکې دمشرانو او دجهادي فکر دبيا کتنې دپروسې دمسوولينو ترمنځ اړيکې رامنځته شي که چيرې دا مسوولين وتوانيږي او حقاني شبکې مشران دېته رامات کړي ،چې تاسې له يو شمير شرعي تيروتنو سره مخ ياست او دسمون هڅه يې وشي دا مهال به ددې شونتيا وي ،چې حقاني شبکه پر خپلو ستراتيژيو له سره غوره وکړي ، خو ديادونې ده ،چې حقاني شبکې دځپنې ، سمونې ټولې لارې له اسلام اباد تيرې شوې دي .