
ليک : عامر عبدالمنعم
ژباړه : حماد
امريکايي پوځ اوس ډېر ستړى شوى دى پر بل هېواد دبريد سېک پکې نشته يمن ، پاکستان ، سوډان او ايران ته ،چې ګواښونه کوي دا له تشو باټو پرته څه نشي کېداي . اوسمهال ، چې په افغانستان او عراق کې دامريکايي پوځ دملا تېر مات شو نو دنوو جګړو له پيل څخه عاجزه ده نه اوس او نه په ګانده کې پر بل هېواد بريد ته زړه ښه کوي دافغانستان او عراق په ليريو پرتو بانډو کې ددې يرغلګر پوځ دکبر کاسه نسکوره شوه او دامپراتورۍ خوبونه ېې اوس دتاريخ يوه برخه وګرځيده .
دلاسوندونو او شمېرو له مخې دمتحده ايالاتو په ګرد تاريخ کې د افغانستان او عراق جګړه دامريکايي پوځ او وسيلو لپاره هغه خونړۍ جګړه وه ،چې هر څه ېې له کومې تېر کړل تردې مهاله امريکا نږدې 600 زره د ترانسپورت وسيلې لکه ټانګ ، الوتکې ، همر موټر او ... له لاسه ورکړل پردې سربېره ېې نږدې يو ميلون سرتيري مړه ، ټپي ، پر اروايي اودماغي ناروغيو اخته شوې دي.
داشمېرې به ډېرو ته هېښونکې وي ماته خپله هم په لومړي سر کې همداسې ښکارېدلې کله مې ،چې دموضوع په اړه څيړنه پيل کړه او ډېره تکيه مې پر امريکايي اخځليکونو وه دا راته جوته شوه ،چې کېسه له دې هم اوږده ده دپنتاګون او ګانکرس راپورونه له دې ډېر څه وايي او له برکته يې موږ ډېرو معلوماتو ته لاسرسي لرو او پوهيږو ،چې په سيمه کې څه روان دي موږ بايد دسليمان عليه السلام دپيريانو په څير نه اوسو ،چې له کړاوه ډک کارونه ترسره کړو اوس خو امريکا زړ ه شوه ، شله ده او له برمه راپريوتې ده .
دامريکا دمرکزي قومندانۍ مشرتابه ددويم ځل لپاره زما پر مقاله غبرګون وښود ماپه خپله مقاله کې 22 داسې اقتصادي لاسوندونه ښودلې و ،چې له مخې ېې امريکا له منځه ځي ما هيله درلوده ،چې زما دمقالې په اړه به غبرګون ډېر علمي او دبحث وړ به وي ، خو له بده مرغه ،چې ټولې پخوانۍ خبرې وې هغه هم تکراري .
امريکا به دپخواني شوروي اتحاد په برخليک اخته کيږي ځکه سر له اوسه ېې اقتصاد کاواکه ،امپراتوري ېې مخ پر ځوړه ده دلاسوندونو له مخې موږ ېې بايد دړنګېدو لپاره شېبې وشمېرو . په دې ليکنه کې به هڅه وشي ،چې په افغانستان او عراق کې دامريکايي پوځ دسر او مال دزيان کچه معلومه کړو دخپرو شوو شمېرو پر مټ د ذبحه شوي غوايي ار ماهيت څرګند شو ،چې څرنګه يې په دوو بيوزلو هېوادو کې زور اوبه شو . دلته به دهغه زيان کچه لوستونکو ته وړاندې کړو ،چې امريکايانو څومره تاوان ليدلى دى ؟ څومره سرتېري ېې مړه ، ټپيان ، عيبي شوي دي ؟ پردې به هم رڼا واچوو ،چې څومره قرارداديان ېې مړه او ټپيان شوي دي دېته به هم تم شو ،چې څومره سرتيري ېې دروانې جګړې له کبله پر اروايي ناروغيو اخته شوي دي پردې سربېره به دامريکا اقتصادي زيان ته هم يو څه تم شو :
لومړى : دوسلو او سامان الاتو زيانمنېدل :
1- ويجاړ او خراب شوي وسايل :
په ګانکرس کې دبوديجې ددفتر دڅيړنې له مخې ،چې د 2007 ز په سپټمبر کې خپره شوې ده کاږي : تر اوسه امريکايي پوځ په عراق او افغانستان کې 300 زره نوو پرزو ته اړتيا لري ،چې په چټکه توګه د الوتکو ، ټانکونو ، توپونو او هم موټرو ته راونيول شي . [1] ددغو ويجاړ شوو وسايلو د بيا رغونې او جوړونې اړوند څيړنه د
( Replacing and Repairing Equipment Used in Iraq and Afghanistan) تر سرليک لاندې کاږي ،چې دبيارغونې پروسه به ډېر وخت ته اړتيا ولري .
په پوځ کې دلوژستيک دڅانګې مرستيال جنرال رابرټ راډين وايي : هغه وسايل لکه جنګي جيپان ، ټانګونه ، توپونه او نظامي موټر چې په جګړه کې ويجاړ شوي دي او رغونې ته اړتيا لري په 2005 ز کې ېې شمېر 20,000 په 2006 ز کې 33,000 په 2007 ز کې 47,000 مختلفې نظامي وسيلې دي ،چې بيا رغول شوې دي [2] .
دګانکرس دبوديجي دفتر په 2006 ز کې دجګړې له کبله دزيانمنو اوويجاړ شوو نظامي وسيلو راپور په لاندې توګه ورکړې و :
v 13 زره دسپرلۍ موټر ،چې په ګړندي تګ مشهوره دي او دڅوموخو لپاره کاريداي شي .
v 32زره دليږدموټرې.
v 7,600زره د بار لارې.
دامريکايي پوځ ارکانحرب پيټر شوميکر د 2006 ز په سپټمبر کې دګانکرس يوې ځانګړې ډلې ته ويلي و : نږدې 1500 همر موټرونه او M2 ټانګونه او نور جنګي وسايل د Red River Army په ورکشاپ کې بيا رغونې ته انتظار باسي پردې سربېره 500M1, تانګونه دالامابا ايالت په انيسټون ورکشاپ کې دجوړونې لپاره ودرول شوې دي دپوځ پنځه ستر ورکشاپونه همداسې په ټپه ولاړ دي ځکه پرسونل ېې پوره نه دي [3] .
د2006 ز په پاي کې دزرګونو ويجاړو شوو ټانکوو او سپرلۍ موټرو دليږد پروسه پيل شوه د Fort Worth Star Telegram دمعلوماتو له مخې په تکساس ايالت کې د Red River نظامي زيرمتون کې دا ډول په زرګونو ويجاړ شوې وسايل دبيا رغونې انتظار باسي . په دې کې نږدې 6200 هرمر موټر ، ټانک ، لارۍ ، امبولانسونه هم شته . پردې سربېره په الاباما ايالت کې دپوځ يو زيرمتون شته ،چې يو شمېر له کاره لويدلي موټر او ټانکونه ېې ورغورځولې دي د ګوان ګوسټافون زيرمتون ويانده وايي : موږ به د روان مالي کال په ترڅ کې نږدې 1885 ټانکونه او نور زغره وال موټر له سره رغووو نوموړۍ زياتوي موږ په 2004 ز کې 1169 ټانکونه او په 2005 ز کې 1035 هغه رغولي دي [4] .
دجګړې په ډګر کې يو شمېر امريکايي وسيلې دډېرې کارونې له کبله ويجاړې شوې دي اوس د تاريختيرو هغو په کتګورۍ کې شمېرل شوې دي د2007 ز په جنورۍ کې جنرال ريچارډ اندرسون ،چې په پوځ کې دلوژستيک مسوول دي په کانګرس کې دهوايي او ځمکنيو ځواکونو کميسون ته په خپل ليکل شوې راپور کې وايي : جګړې زموږ ټانکونه ، باري موټرۍ او هليکوپټر الوتکې له کاره اېستې دي ټانکونه دجګړې په ډګر کې په منځنۍ کچه له 5 ځلو زياتو کاريږي او باري لارۍ بيا په منځنۍ کچه له 5-6ځلو ډېر کاريږي او الوتکې هم په منځۍ کچه له 5-6 ډېرې کاريږي په بله مانا دا الوتکې ، ټانګونه او باري لارۍ له ټاکل شوې اندازې ډير کاريږي او نشي کولاي ،چې پروخت ېې تخنيکي معاينات وشي . [5]
ځنې نور داسې وسايل شته ،چې له ډېرې کارونې ( استعمال ) څخه خراب شوې دي دبېلګې په توګه ټانکونه او زغروال موټر ،چې په ټمبر (پخو )سړکونوډېرې اوږدې مسافې وهي دا مهال نو الکترونېکي او تخنيکي سيستمونه ېې له ټاکل شوې اندازې زيات خوځيږي پاېله ېې دا وي ،چې له وخته وړاندې تاريختيري شي [6 ]
په عراق کې چاپيريال هم امريکايي پوځ ته زيان وراړولې دي هغه وسايل ،چې دبمونو او توغنديو له بريده ژغورل شوې دي . په دښتو کې له باداو توپان ،چې شګې بادوي اغيزمن شوې دي دالوتکو انچنونه ، الکترونېکي سيستمونه ېې ښې بېلګې دي پردې سربېره ېې د ټانکونو انچنونه هم خراب کړي دي دګرد او دوړو له کبله دجګړې په ډګر کې د ويجاړشوو وسايلو بيا رغونه شونې نه ده ددې اړتيا ليدل کيږي ،چې دا بېرته متحده ايالاتو ته وليږدول شي او هلته دپوځ په ځانګړو ورکشاپونو کې ورغول شي او دپوځ وسايل له ويجاړتيا وژغورل شي [7]
پوځ خبر ورکړې دي له عراق څخه راليږدول شوي ټول اپرامز او براډلي ټانکونه ،چې د ټولو انچنونه له شکو او خاورو ډک شوې دي دهر يو بيا رغونه او پاکول ېې 800 زره ډالرو ته اړتيا لري او براډلي بيا 500 زره ډالره غواړي [8]
امريکايي پوځ ،چې دجګړې په لومړيو پنځو کلونو کې افغانستان او عراق او نورو سيمو ته څومره جنګي وسايل استولې دي دپنتاګون دکارپوهانو دمعلوماتو له مخې دا دسرتېرو دشمېر په پرتله کم دي او پردې سربېره د روزنې لپاره ېې هم پوره وسايل په واک کې نه درلودل [9 ]
2 - دسړک دغاړې بمونو اغيز :
دسړک دغاړې ماينونه ،چې له تخنيکي پلوه ډېر ساده دي امريکايانو ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې وسايل ېې ورويجاړ کړل ، سرتيري ېې ور وژل ، دتخنيک له پلوه پر ځان بسيا پوځ ېې هېښ کړې دي ،چې ددې ساده ،خو اغيزمنې وسلې پر وړاندې څه وکړي . ددې وسلې داغيز له منځه وړلو لپاره پلان جوړ کړ ، بوديجه ېې ورته ځانګړې کړه ، خو دپاموړ پاېله ېې ونه ليدل شوه .
په کانګرس کې دڅېړنو يو مرکز د2006 ز دسپټمبر پر 25 مه نېټه په يوه څيړنيز راپور برابر کړې و او کاږي :په عراق کې د2004–2006 ز ترمنځ دماينونو داغيز دمخنيوي لپاره نږدې 6,1 ملياردډالر لګول شوې دي پردې سربېره يو شمېر مسلکي کميسونونه وټاکل شول ،چې داسې لارې چارې او دالوتکو په ګډون کومه ټيکنالوژي رامنځته کړي ،چې دماين له چاودنې وړاندې خبر ورکړي . دې کميسونونو ،چې کله خپله عاجزي وښودله پريکړه ېې وکړه ،چې نورې خوندي لارې بايد ولټول شي ،خو تر اوسه موندل شوې نه دي . [10 ]
دسړک دغاړې دماين دزيان دکچې او اغيز په اړه به د 2004 ز يوه پېښه راواخلو ،چې امريکايان يې څرنګه هېښ کړل : پېښه داسې وه : پراډلي جنګي ټانک ، چې 22 ټنه وزن لري کله ،چې پر ماين وربرابر شو دچاودنې پر مهال ټانک دپېښې له ځايه 54 متره ليرې غورځولې وه دا پېښه په عراق کې رامنځته شوې وه. [11]
دسړک دغاړې دماين دچاودنودپېښو د ډېرېدو له کبله يو صندوق جوړ شوې دي ،چې دماين دمخنيوي په برخه کې مرسته وکړي هر کال ددې صندوق لګښت په دې ډول دي :
2006 ز 3,3 مليارد ډالر .
2007 ز 4,4 مليارد ډالر.
2008 ز4,3 مليارد ډالر .
2009 ز3,1 مليارد ډالر .
2010 ز1,8 مليارد ډالر.
د2011 ز ،چې په افغانستان کې هم دسرتېرو مړينه ډېره شوې ده دې صندوق ته 3,3 مليارده ډالر ځانګړې شوې دي [12 ] اوس هم دسړک دغاړې بمونه په عراق کې امريکايي ټانګونه اوموټرې ريبي داساده ټيکنالوژي اوس په افغانستان کې دوسله والو مخالفينو لاسو ته هم رسيدلې ده .
دلته به ديوه پلار او زوي کېسه راوړم ، چې څرنګه دسړک دغاړې بمونه جوړوي او ښخوي :
69 کلن صالح او زوي ېې عطاء جان ( 18 ) دواړو په تېرو 21 مياشتو کې دناټو32 ټانکونه او 6 رينجر موټرې دسړک دغاړې بمونو پر وسيله ويجاړې کړې دي . دخندا خو داده ،چې ددغه ويجاړونو لګښت يوازې 2500 ډالره وه او له دې هم دخند وړ داده ،چې دماين جوړونې مواد دلښګر ګاه له بازار څخه رانيول شوې دي او صالح کاکا دا کړنه داسې مهال ترسره کړې ده ،چې له خپل زوي سره ېې يوزاې په خپله کرونده کې کار هم کاوه او دې ته اړ شوې نه دي ،چې بلې سيمې ته پسې سفر وکړي . پلار وزوي دماين جوړونې او الوزونې روزنه په کومه نظامي اکاډمۍ کې نه ده ترلاسه کړې او نه ېې له طالبانو کوم مزد غوښتې دي .
ناټو څلور ځلې دصالح کاکا کور تالاشي کړې دي ، خو داسې کومه نښه ېې نه ده ترلاسه کړې ،چې صالح کاکا ېې له مخې ګرم وبلل شي .
صالح کاکا يوه بله دخندا وړ کېسه کوي : يوه ورځ دناټو ځواکونه زموږ کلي ته راغلل او زما کور ېې ښه وپلټه ، خو هيڅ ېې هم ونه موندل له کلي څخه دوتلو پر مهال د دوي ټانک پر ماين والوت يو ېې مړ شو اودرې نور ېې ټپيان شول سمدلاسه مې منډه کړه اوبه مې راوړې ټپيانوته مې يخې اوبه ورکړې او دا ورته ثابته کړم ،چې زه دا ډول کارونه نه کوم تاسې هسې پرما شک کوې .زما له انده که ټپي سمدلاسه يخې اوبه وڅښي ټپونه ېې نور هم زيانميږي ما خپل کار کاوه ، خو دا ساده ګان پردې نه پوهيدل [13].
3– د ويجاړو شوو وسيلو اندازه او لګښتونه :
په لاندې کرښو کې به دشمېرو او دکانګرس دکلنۍ بوديجې پرمټ دا جوته کړو ،چې امريکايي پوځ په جګړه کې خپل څومره نظامي وسايل له لاسه ورکړې دي او يا زيانمن شوې دي ، پر بيا رغونه ېې څومره ډالر لګولې دي . په 2006 ز کې پنتاګون کانګرس ته يو راپور ور کړې و او دا ېې ياده کړې ده : 20% وسله او نور نظامي اړتياوې دجګړې په پيل کې عراق ته ليږدول شوې ده [14 ].
په کانګرس کې دمحاسبې دفتر په عراق ، افغانستان او جګړې ته څېرمه سيمو کې دنظامي وسايلو بېه نږدې 30 مليارده ډالره اټکل کړې ده [15 ] د دومره ډېرو وسايلو ساتل او درلودل نظامي لاملونه لري او ترڅنګ ېې دځواکونو دشمېر او نظامي وسايلو ترمنځ انډول هم په پام کې نيول شوې دي ، کوم وسايل ،چې خرابيږي او يا له منځه ځي ډېر ژر رغول کيږي ،چې خپله جنګي وړتيا بيرته راخپله کړي دپنتاګون دشمېرو له مخې هغه وسايل ،چې عراق ته استول شوې دي نږدې 570 زره جنسه نظامي هغه دي ،چې په دې توګه دي :
په افغانستان او عراق کې 15% -20% دالوتکو يو کنډک شته ،چې په هر ډول شرايطو کې دعملياتو وړتيا لري .
په عراق کې 550 هرمر ټانکونه شته ،چې دامريکايي و سيلو نږدې 9% جوړوي . پردې سربېره دسټرايکر په نوم دجنګي جيپونو 20% هم شتون لري او دسرتېروپه خدمت کې دي .
د3000 باربري لاريو څخه نږدې 57.400 زره هغه عراق ته استول شوې دي ،چې سلنه 20% کيږي .