د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په افغانستان کې دسعودي استخباراتي رول .

 لیک : الجمل ویبپاڼه


څه موده وړاندې په امریکا کې یو شمېر نوي داسې ګنګوسي رابرسېره شول ، چې سعودي عربستان به په افغانستان کې یو ځل بیا رول لوبوي ، خو تر اوسه ددې ګنګوسیو اړوند جزیات نه دي جوت شوي ، خو یو شمیر پوښتنې شته ، چې ددې رول په اړه کېدای شي : ددې رول څرنګوالې او څومره والې به څومره وي ؟ اجندا او مهالویش به يې څه وي ؟ څوک به يې اجرایوي اړخونه پلي کوي ؟ خپله سعودي عربستان او که د دوی سمیه ییز ملګري ؟ ددې رول میکانیزم به څه وي : ډیپلوماسي ، پېسې ، وسلې او که دا ټول ؟
· دریاض او واشنګټن اړېکې :
په افغانستان کې دسعودي عربستان رول ډیر پخوانی خو دجنرال ضیاء الحق دواکمنۍ پر مهال نور هم رابربنډ شو اودهمدې جنرال دواکمنۍ پر مهال واشنګټن وتوانېده ،چې لاندې اړخونه دخپلې ګټې پر محور راوڅرخوي :
- قبیلوي ، ټولنیزې دیني - سلفي ، افغاني او پاکستاني سنیان – اړیکې .
- سعودي شتمني او دسعودي - افغان سلفیانو او پاکستاني سنیانو اړيکې .
وروسته بیا واشنګټن له ریاض او اسلام اباد سره خپلې اړیکې نورې هم ټینګ کړل او له سختدریځه افغان ډلو څخه يې لاس واخست ځکه پخواني شوروي اتحاد افغانستان پرېښې و او ټوټه شوې و .
کله ،چې واشنګټن د سختدریځه اسلامي ډلو پر ضد شو همدې سخت دریځو ډلو بیا دخپلو امریکايي وسلو خولې دواشنګټن پر لور واړولې او خبره دنظامي برخورد تر بریده ورسیده او پایله يې دا شوه ،چې متحده ایالاتو پر افغانستان برید وکړ دهمدې برید پر مهال پاکستان او سعودي عربستان له همدې سخت دریځه ډلو سره کلکې اړېکې درلودې او راشه درشه يې سره پالل . دالریاض او اسلام اباد دا اړیکې داسې هم نه وې ،چې متحده ایالات پرې نه پوهیده ، بلکې هڅه يې کوله ،چې ددې ډلو ټپلو سره دکړکۍ له لارې اړیکې ونیسي او دخپلې خوښې چلند ورسره وکړي . کره معلومات او سرچینې وايي : په تېر پړاو کې واشنګټن له دې افغاني سختدریځه ډلو سره دغبرګو وروستینو کړکیو ستراتیژي کاروله .
- داسلام اباد کړکۍ : له دې کړکۍ به واشنګټن دامسا کار اخست او بنسټپالې ډلې به يې پرې ډارولې .
- دسعودي کړکۍ : له دې کړکۍ به واشنګټن دګازرې کار اخست او بنسټپالې ډلې به تطمیع کولې او دیته به یې هڅولې ، چې خپل ځینې دریځونه یو څه رانرم کاندي .
وګورې ! متحده ایالات څرنګه وتوانیده ،چې پر روان وضعیت داغیز شیندلو په موخه له دې کړکیو کار واخلي او هغه هم داسې مهال ، چې دهندپه نیمه وچه کې نظامي وضعیت هره ګړۍ دبدلون پر ژۍ ولاړ دی او ددې ترڅنګ په نړیواله او سیمه ییزه کچه او په ځینو هېوادو کې ډیپلوماسۍ هم بدلون موندلې دی .
v دسعودي او امریکا رول څومره سره غاړه غړۍ دی ؟
څلور میاشتې وړاندې یو شمېر ګنګوسي واوریدل شول ،چې سعودي عربستان په افغانستان کې یو رول لوبوي سرچینه وايي : ولسمشر بوش هم هڅه کړې وه ، چې په افغانستان کې له سختدریځه اوبنسټپالو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو سره داړیکو پر مهال دسعودي عربستان له نفوذ او اغیز ګټه پورته کړي امریکا ځکه سعودي عربستان ته مخ واړوه او ګویا خپله ډیپلوماسي يې بدله کړه لامل يې دواشنګټن دهغې ډیپلوماسۍ پڅوالې راختلې و او پر پاکستاني پوځ يې له اندازې زیات باور کړې و،چې دا پوځ به ورته به قبایلي سیمو ، بلوچستان ، سویلي او شمالي وزیرستان کې ترهګر او بنسټپال له پښو وغورځوي .
- ولسمشر بوش هم هڅه کړې وه ،چې سعودي عربستان یو ځل بیا افغاني ډګر ته راننوځي او دیني مشرانو او پخوانیو جنګسالارانو سره دسعودي عربستان له اړیکو او اغیز ګټه پورته کړي .
- ولسمشر اوباما هم په افغانستان کې دسعودي عربستان پر رول ټینګار وکړ او دا رول کولای شي ،چې له نړیوال ایتلاف سره مرسته وکړي او په افغانستان کې خپلې موخې او ګټې تر لاسه کړي .
په افغانستان کې دسعودي عربستان داغیز دشالید له مخې داسې معلومیږي ،چې په افغانستان کې دسعودي عربستان رول له جمهوري غوښتونکو اودیموکراتانودهغه سره غاړه غړۍ دی . اوس داسې ښکاري ،چې اوباما به په افغانستان کې هغه کرښه څاري , چې دده سلف ورته کښلې ده او له هغو لارو چارو به ګټه اخلي ، چې دسعودي عربستان د رول په اړه وار له مخې غوره شوې وه . سعودي عربستان لاندې لارې چارې کارولې او خپله ایجنډا يې پلې کوله .
- دسعودي عربستان او دافغانستان تر سلفیانو ترمنځ اړیکې او راشه درشه .
- په خلیجي هېوادو کې دیو شمیر پخوانیو جنګسالارانو اوجهادي قومندان استوګنه ،چې دا هم داړیکو یوه ښه او وړیا وسیله وه .
- په افغانستان کې دسعودي عربستان یو شمیر خیریه موسسې .
- په افغانستان او پاکستان کې دالقاعدې یو شمیر خلیجي او سعودي توکمه جنګیاليو شتون ،چې اوسمهال کرښې ته څیرمه دپاکستان تر کنترول لاندې دي سعودي توانیدلې و ،چې دالقاعدې په لیکو کې خپل دباور وړ استخباراتي کسان ځای پر ځای کړي .
- دپاکستان او هند سربېره په تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان کې دیو شمیر اسلامي خوځښتونو او ډلو سره دسعودي عربستان دسلفي دینپوهانو اړیکې سعوديانو کولای شول ، چې له دې ډول اړیکو کار واخلي او پر افغان وسله والو ډلو خپله خبره ومني . دمعلوماتو له مخې اوسمهال به دسعودي عربستان رول یوازې تر افغانستان محدود نه وي ، بلکې دهندوستان ، منځنۍ اسیا او دقفقاز تر سیمې به غځیږي .
اوس به واشنګټن او الریاض هڅه کوی ، چې خپلې استخباراتي هڅې سره همغږې کړي او سعودي عربستان به د یو شمیر سختدریځه ډلو ترمنځ همغږي رامنځته کوي او په اصطلاح توجیه کوي به يې . ځینې شنونکې وايي : او س به سعودي عربستان هڅه کوي ،چې په سیمه کې دخیریه موسسو تر چتر لاندې خپلې څارګرې شبکې ځای پر ځای او خپرې کړي دیادونې ده ،چې اوس به واشنګټن په افغانستان کې دسعودي عربستان استخباراتي سازمان او ددوی رول دپاکستاني استخباراتودځایناستي په توګه هم کاروي او موخه يې داده ،چې متحده ایالات په افغانستان کې یو انډول وساتي په پای کې به واشنګټن توانیدلې وي ،چې افغانستان او منخنۍ اسیا دپاکستان له لاس وتروړي او پاکستان به يې دلته ګوښه کړې وي .