
د لويې پکتيا مېړنيو او په
دين او وطن مينو مجاهدينو ته د حزب اسلامي افغانستان د مجاهد امير انجنير حکمتيار
پېغام :
دولسي مرګ ژوبلې او ملي تأسيساتو دزيانمنيدو څخه ډه ډه وکړئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
د لويي پکتيا مؤمنو او تورياليو مجاهدينو ته د لازياتو برياوو دعاء کوم، اميد دئ د
پکتيا، خوست او پکتيکا باهمته او توريالي مجاهدين د خپلو سر لوړو مجاهد پلرونو
ځلانده تاريخ ژوندى وساتي او له دې مجاهد پالي سيمي يو ځل بيا د جهاد مضبوط سنگر
جوړ کړي، د صليبي ځواکونو په ضد د دوى ورځ تر بلي زياتېدونکى مقاومت او پرله پسې
بريدونو ښيي چي إن شاء الله دا آرمان به ترسره کيږي او د لويي پکتيا مجاهد به يو
ځل بيا د اسلامي جهاد د مخکښانو په توگه پېژندل کېږي، په تېر جهاد کي لويه پکتيا د
جهاد تود، مضبوط او نه ماتېدونکى سنگر وو، د ولس مطلق اکثرېيت په جهاد کي فعاله
برخه واخيسته، او د خپل رب په لار کې ئې شهيدان او زخميان وړاندې کړل، په روان
جهاد کې هم الحمد اللله د دوى ونډه ډېره ځلانده او د لويي پکتيا سرلوړي ولس ته د
افتخار او عزت باعث ده، الله تعالى دي د دوى شهيدانو ته په جنت الفردوس کې لوړي
لوړې درجې ورکړي او د دوى تورياليو غازيانو ته دې مزيد الهي توفيق او لازياتې
برياوي ور په برخه کړي دوى يقينا چي د ټولو مجاهدينو سر لوړ او شملې اوچتي کړي، زه
د لويي پکتيا مجاهدينو او ټول مؤمن او مجاهد ولس ته ددې برياوو مبارکي وايم، الله
تعالى دې ستاسو په جهاد کې لازيات برکت واچوي او ستاسو سرونه دي د تل لپاره لوړ
لري.
د لويي پکتيا مجاهدين له دې پلوه هم د ستايني او قدر وړدي چي له خپل منځيو لانجو
ئې ډډه کړې، خپل وحدت ئې ټينگ ساتلى، خپله توجه ئې اصلي دښمن ته اړولې، له داسې
عملياتو ئې ډډه کړې چي عام ولس ته مرگ ژوبله اړوي او ملي تأسيسات په کې زيانمن
کېږي، د هغو بدمغزو مفتيانو غلطي فتواگاني ئې په لته وهلې دي چي د خپل منځيو نښتو
او داسې عملياتو په تأييد کې شيطاني فتواگاني ورکوي چي عام ولس ته مرگ ژوبله اړوي.
بريالي دي وي د لويي پکتيا مؤمن غازيان
سرلوړې دي وي لويه پکتيا؛ دا د مجاهدينو ډاډمن سنگر