زړہ ورو تركانو ته سل ځله سلام
زما غيرتمنو تركي وروڼو! تاسو ته سلام كوم، ستاسو لوړ همت او مضبوط ايمان ستايم، د اسلامي امت سر مو لوړ كړ، د خپلو سرلوړو پلرونو ياد مو تازه كړ، د امت ځوان نسل او راتلونكو نسلونو ته مو د خپل شرف او عزت ساتني رڼه لار ترسيم كړہ، نړۍ ته مو وښوده چي نور نو د امت نوى نسل نه غلامي مني او نه د وسلو په زور مسلط شوي د پرديو غلامان او د هغوى واكمني، دا مو ثابته كړہ چي د اسلامي امت د غلامۍ تور دور په ختمېدو دئ، هغه دور نور پاى ته رسي چي استعماري ځواكونه دي څو وطن پلوري وپېري او د كودتاگانو له لاري دي هغوى پر مسلمانانو مسلط كړي، دا دئ د امت شاځلميان په تشو لاسونو ټانكونه محاصره كوي، ذليل كودتاچيان له ټانكونو راكوزوي او لاسونه ئې ورتړي، د خپل محبوب مشر په يوه امر په سلگونو زره غيرتي او هوښيار تركان سړكونو ته راوځي، نه پر زمكه د كودتاچيانو د ټانكونو پروا كوي او نه په آسمان كي د فوځي چورلكو، په څو ساعتونو كي د دښمن هغه ستره كودتا شنډوي چي خداى خبر څومره پانگونه ئې پرې كړې او څومره وخت ئې د منصوبې پر جوړولو او د پېرل شوو افسرانو په موندلو او استخدامولو او كودتا ته په چمتو كولو باندى لگولى.
الحمد لله چي د تركيې او د ټولي اسلامي نړۍ او اسلامي امت خلاف د دښمنانو يوه ستره توطئه شنډہ شوه، ستاسو د همت، وحدت او د خپل مشر تر شا په مېړانه ودرېدلو په نتيجه كي، كه ستاسو همدا يووالى او شهامت ژوندى وي نو هم به تركيه تل سر لوړې او د كورنيو او بهرنيو دښمنانو له شرارتونو خوندي وي او هيڅوك به تركيې ته په كږو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي او هم به تاسو د اسلامي امت د تېر مجد او عظمت د احياء په لار كي نوري برياوى ترلاسه كړئ. تاسو له افتخاراتو ډك ځلانده تاريخ لرئ، څو كاله وړاندي ستاسو پلرونو د ټول اسلامي امت مشري كوله، استانبول د ستر اسلامي خلافت پلازمينه وه، فلسطين ستاسو په لاس آزاد شوى وو. تاسو د همداسي عظمتونو وړتيا لرئ.
زه پر خپل ولس هم غږ كوم چي راشئ د پرديو او د هغوى د ذليلو او سپكو غلامانو د واكمنۍ پاى ته رسولو لپاره د خپلو تركي وروڼو لار غوره كړئ، يقيناً چي زما په سرلوړي ولس كي دا همت شته، په څلورو لسيزو كي ئې له دوو سترو زبرځواكونو سره ډغري ووهلې، كه تصميم ونيسي او د باهمته تركانو په څېر سړكونو ته راووځي هم به اشغال پاى ته ورسوي، هم به د اشغالگرانو په لاس تپل شوى مزدور حكومت نسكور كړي، هم به جگړہ پاى ته ورسوي او هم به د خپلي خوښي اسلامي حكومت جوړ كړي. ځوانانو ته وايم: راوړاندي شئ، دا افتخار تاسو وگټئ، مطمئن اوسئ چي ملت به ستاسو په څنگ كي ودرېږي.
حكمتيار
وروستي