د ملا اختر محمد منصور د ترور امريكايي- ايراني گډ عمليات په كلكه غندو !


اوس دا خبره جوته شوې چي د ملا اختر محمد منصور په وژني كي ايراني استخباراتو؛ د متحده ايالاتو استخباراتو ته داسي معلومات وركړي چي په مرسته ئې د ډرون طيارو تر بريد لاندي نيول شوى. هغه له ايران د ستنېدو په دوران كي او د ايران له پولي په دومره واټن كي په نښه شوى چي ډرون طيارې له كندهار وررسېدلې او دى په كرايي موټر كي وررسيدلى.
موږ كه له يوې خوا د سولي د مذاكراتو په دوران كي د ده ترور په كلكو الفاظو غندو له بلي خوا دا د ايران ستر او نه بخښونكى خيانت گڼو.
حزب اسلامي غوښتل او غواړي چي له كابل حكومت سره د مذاكراتو په نتيجه كي تيار شوي تفاهمليك ته وروستۍ بڼه وركړي، د لاسليك لپاره ئې چمتو كړي، هم د حزب دننه خپل غړي ذهناً او عملاً د دې تفاهمليك ملاتړ ته تيار كړي او هم له طالبانو سره داسي خبري وكړي چي د بين الافغاني مذاكراتو په بهير كي راگډ شي. موږ دا شرط هم لگولى وو چي د كابل په حكومت كي بايد داسي تغييرات راشي چي د طالبانو په شمول ټولو ته د منلو وړ شي.
سره له دې چي د سولي كورنيو او بهرنيو دښمنانو؛ هغه چي خپلي گټي د جگړي په دوام كي لټوي؛ داسي هڅي او تبليغات پيل كړل چي د سولي بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخ كړي، خو موږ په ليوالتيا او په بشپړ صداقت او اخلاص سره او فقط په دې هيله چي جگړہ پاى ته ورسوو او د بين الافغاني مذاكراتو له لاري ډاډمنه سوله تأمين كړو، خپلو هڅو ته دوام وركړ، نه د غلطو او پاروونكو تبليغاتو له كبله په شا شوي يو او نه د شرارتونو له كبله. په همدې حساس پړاو كي له يوې خوا ايران او په ايران پوري تړلو كړيو دا هڅه وكړہ چي په خپلو غلطو تبليغاتو او شرارتونو سره د سولي هڅي شنډي كړي، له بلي خوا خليلزاد د دې بهير شنډولو لپاره كابل ته راغى، ځان ئې د امريكا استازى معرفي كړ، په خپلو پاروونكو اظهاراتو سره ئې له يوې خوا د سولي مخالفين لازيات مخالفت ته وهڅول او له بلي خوا ئې مجاهدين په ځانگړې توگه د حزب اسلامي غړي وپارول چي له تفاهمليك سره د مخالفت لار غوره كړي.
خپل ملت ته وايو: د جنگ غوښتونكو توطئې شنډي كړئ، د سولي كورني او بهرني دښمنان وپېژنئ، له هيڅ بهرني هېواد د سولي طمع او سؤال مه كوئ، په خپله او په خپل درايت سره ئې تأمين كړئ.
بايد متوجه وئ چي ايران د تأسيس له نېټې تر نن پوري تل د اسلامي امت د خطرناك كورني دښمن په څېر عمل كړى، له شا ئې مسلمانان په خنجر وهلي. دوى په تقيه باور لري او د دوستۍ په جامه كي دښمني د ثواب كار گڼي.
ټول اسلامي امت؛ په ځانگړې توگه هغه عرب هېوادونه چي د ايران شرارتونه ئې گواښي بايد متوجه وي چي د تهران او واشنگټن اړيكي ډېري ژوري دي، خميني د فرانسې له لاري تهران ته رسېدلى، اسلامي امت ته ئې لومړۍ هديه د عراق- ايران ستره جگړہ وه!! په عربي او اسلامي نړۍ كي چي نن كومي جگړي رواني دي په ټولو كي د ايران شيطاني لاس او له بهرنيو دښمنانو سره د دې كورني دښمن ملگرتيا له ورايه برېښي.
هغو امريكايي سناتورانو ته چي د دې بريد ملاتړ او ستاينه كوي وايو: آيا دې ته مو هم پام دئ كه نه چي دا بريد د تهران او واشنگټن د گډو همكاريو په نتيجه كي ترسره شوى، د ملا منصور په اړہ ټول معلومات د ايراني استخباراتو له لوري وركړى شوى، او اوس به واشنگټن د دې خدمت په بدل كي ايران ته مزيد امتيازات وركوي!! تعجب كوو چي تاسو له يوې خوا ايران ته د امتيازاتو وركولو مخالفت كوئ او له بلي خوا د دې گډ كار حمايت!!
حكمتيار