د شيطان پاچايي

 
آيا كله مو په دې اړه فكر كړى چي كه چېري د زمكي پر سر په كوم ملك باندي د شيطان واكمني وى او هلته ده د خپلي خوښي نظام او حكومت جوړ كړى وى، دا به څنگه نظام وو؟ د انسانانو له نظامونو سره به ئې څه توپير او ورته والى وو؟ په نړۍ كي د شته نظامونو له كوم يوه سره به ورته وو؟ هلته به د ټولني سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنگي جوړښت څنگه وو، څه به حلال او جائز او څه به حرام او ناجائز گڼل كېدل، څوك به د قدرت پر گدۍ ناست وو او څوك به په زندان كي او تر تعقيب لاندي وو، چا ته به د مجرم په سترگه كتل كېدل او څوك به په سمي لاري برابر، مصلح او محق گڼل كېدو؟! كوم حزب به واكمن وو او كومه ډله به د نظام مخالفه ډله او د رټلو، شړلو او وژلو مستحق گڼل كېده؟؟ چا ته به ښه ويل كېدل او چا ته بد، د چا په تندي به د (تروريست)، (افراطي)، (اشرار)، (مفسد في الارض)، (د ترقي او تمدن مخالف) ټاپه وهل كېده او چا ته به د (شريف)، (نجيب)، (ديموكرات)، (مترقي)، (آزادي غواړى)، (مصلح) او ملي قهرمان لقب وركول كېدو؟! د غرب له موجوده نظامونو سره به د دې نظام څه توپير وو؟
دې پوښتنې ته د ځواب لپاره بايد وگورو چي شيطان څه غواړي، څه خوښوي، كوم كار او عمل ئې خوښ دئ او له كوم نه كركه لري، څوك ئې خوښيږي او له چا كركه لري او د ځان دښمن ئې گڼي، د شيطان د خوښي نظام كوم دئ؟ آيا په غربي ټولنو كي هغه څه روان دي چي رحمن خداى ئې خوښوي او كه هغه څه چي شيطان ئې غواړي؟
د اسلام او هر الهي دين له مخې (شيطان) د (شر سمبول) او د انسان او انسانيت دښمن دئ، ده د انسان د پيدايښت له لومړۍ ورځي لوړه كړې چي په هر گام كي به په كمين ورته كښېني، له ښي او كيڼ اړخه به پرې بريد كوي، له سمي لاري به ئې كږوي، بد څه او بد كار به ورته ښايسته كوي، د خپل انساني فطرت خلاف جگړي ته به ئې هڅوي او دا به ثابتوي چي انسان د دې وړ او مستحق نه دئ چي د زمكي خلافت ئې په واك كي وي.
دين چي څه د انسان په ضرر گڼي او هغه ئې حرام كړي، كه دا د ده په ذات پوري تعلق لري او كه ئې په ټولني پوري، كه د اقتصاد په برخه كي وي او كه د اخلاق په برخه كي، كه د ده د سياسي او اجتماعي نظام مربوط مسئله وي او كه په اعتقادي او فكري امورو پوري مربوطه مسئله، شيطان نه يوازي د دې حرمت نه مني او د انسان په تاوان او ضرر ئې نه گڼي، بلكي هغه د (خلود او دوام) موجب او د ارتقاء او تعالي باعث گڼي، څه چي دين ته كركجن برېښي، او انسان ترې منع كوي، شيطان هغه انسان ته ښايسته كوي، او د هغه په لور لاس غځولو ته ئې هڅوي.
كه د غربي نظام مختلفو برخو ته لږ ځير شئ نو وبه گورئ چي په دې نظام كي ټول هغه څه حلال گڼل شوي چي هر الهي دين تحريم كړي، كه د قرآن، تورات او انجيل په رڼا كي دا نظام وڅېړئ نو هغه به داسس ومومئ لكه چي شيطان په سپيني ماڼۍ كي د جمهوري رياست پر كرسۍ ناست او د خپلي خوښي نظام ئې قائم كړى وي، پدې نظام كي ټول هغه څه روان دي چي الهي كتابونه ئې د شيطان كار گڼي.
كه شيطان ته د دې موقع په لاس ورشي چي د نړۍ په كوم گوټ كي د خپلي خوښي ټولنه جوړه كړي او هغه نظام پكي قائم كړي چي دى ئې غواړي نو د امريكا له اوسنۍ ټولني سره به ئې هيڅ توپير نه وي، د غربي ټولنو په څېر به ئې يوه ټولنه جوړوله او سياسي، اجتماعي، نظامي پاليسي به ئې همغسي وه چي نن ئې جورج بش پلې كوي.
كه وغواړو چي غربي ټولنه په څو مختصرو كرښو كي تشريح كړو او د دې ټولني د فرهنگي، سياسي، اجتماعي او اقتصادي برخو اساسي بنسټونه په گوته كړو نو ويلى شو:
د غربي ټولني د اقتصادي نظام بنسټونه:
- سود چي د مظلوم او بې وزلي له اړتيا او مجبوريت د گټي اخيستو وسيله ده، او په ټولو الهي اديانو كي تحريم شوى، د غربي ټولني د اقتصادي نظام اساسي بنسټ دئ، د غرب ټوله راكړه وركړه او اقتصادي مناسبات پر سود ولاړ دي، كه د دې ټولني له بانكي سيستم او تجارتي او اقتصادى تعامل؛ سود وباسئ نو دا نظام په ټپه ودرېږي او د يوه گام مخكي اخيستو توان نه لري.
- قمار چي له زحمته پرته او د يوه حريص انسان د غولولو له لاري وړيا مال ترلاسه كول دي او د هر دين او هر عادلانه انساني قضاوت له مخي ناروا او ظالمانه عمل دئ، په غرب كي نه يوازي جائز دئ بلكي هم په شخصي توگه او هم په دولتي كچه د وړيا ثروت ترلاسه كولو يوه مهمه ذريعه ده.
- احتكار چي بډاى ته د مسكين او محتاج انسان د استثمار او د نورو د شتمنيو د غارت كولو موقع په لاس وركوي، له خپلي شتمنۍ په استفادې سره د خلكو د اړتيا وړ شيان په ارزانه بيع ترلاسه كوي، بازار او نرخ په خپل كنترول كي راولي، چي په بازار كي د احتكار شوو شيانو عرضه محدوده او تقاضا زياته شوه او نرخونه اوچت شول، هغه ئې د خپلي خوښي په بيع بازار ته راوباسي، او وړيا گټه ترلاسه كوي، د دې گټي عامل نه د ده زيار او زحمت دئ او نه د ده هنر او حكمت، فقط خپلي شتمنۍ او د نورو اړتيا او مجبوريت دا فرصت وركړى چي خلك غارت كړي. دا د احتكار د جواز او هغه ته د مشروعيت وركولو په وجه ده چي د دوا په څېر ضروري شيان هم د خپل اصلي قيمت په پرتله څو څو ځله په زياته بيع بازار ته عرضه كېږي، د دوا محتكر د دې پروا نه لري چي د ده همنوع انسان له بيمارۍ په دې خاطر مري چي د دوا هغه بيع نشي وركولى چي محتكر تر اصلي بيع څو برابره زياته ټاكلې، يو مثال ئې د اېډز دوا ده، يوې امريكايي كمپنۍ هغه احتكار كړې، نورو كمپنيو ته د هغې د توليد اجازه نه وركوي، د برازيل حكومت غواړي دا دوا په ارزانه بيع توليد او بازار ته عرضه كړي خو د امريكا حكومت ئې نه پرېږدي، كه د دې دوا اصلي قيمت يو ډالر وي نو امريكايي كمپنۍ ئې په سل ډالره بازار ته وړاندي كوي. د كمپيوټر هغه يوه سي ډي چي په پاكسان كي توليد كېږي په بازار كي په اته كلداري ترلاسه كېدى شي خو همدا سي ډي د مايكروسافټ امريكايي كمپنۍ په پنځوس برابره قيمت په څلور سوه كلداري خرڅوي.
- غولوونكي تجارتي اعلانات، او د ښځو له ښايست، جالب غږ او هڅوونكو حركاتو د خلكو د راماتولو او د مشتريانو د جلبولو لپاره استفاده.
- د وسلو د خرڅلاو بازارونه لټول او جوړل، او په نورو ملكونو كي د دې لپاره د جگړو اورونه بلول.
- د خپلو توليداتو لپاره ماركيټونه لټول او د دې لپاره هم سوړ او هم تود جنگ ضروري گڼل.
- د پيسو د لاس ته راوړو لپاره هر كار جائز گڼل، حتى د خپل عفت عرضه كول او د فحاشي داسي رسمي او بربنډ ځايونه جوړول چي دولت ته ټكس وركوي او دغو گنده مركزونو ته د دې اجازه وركول چي د مشتريانو د پيدا كولو او راماتولو لپاره داسې ټلويزيوني خپروني وكړي چي د فحش كار په پوره وقاحت كي بربنډ ښيي.
د غربي ټولني د سياسي او اجتماعي نظام بنسټونه دا دي:
- سپين پوستي لوړ نژاد گڼل.
- د بډايانو واكمني.
- طبقاتي نظام.
- قمار ته ورته انتخابات.
- د قدرت ترلاسه كولو سوړ جنگ او د خپل حريف د ماتولو د هري هڅي جواز، د وسلې له كارولو پرته.
- د هغي ډلي بريا چي مالي امكانات او تبليغاتي وسائل ئې تر نورو زيات وي.
د غربي ټولني فرهنگي بنسټونه دا دي:
- آزاد جنسي روابط او ټول هغه اخلاقي او مذهبي حدود او ضوابط ماتول چي جنسي روابط تنظيموي او د قانون په حدودو كي ئې محدودوي.
- شراب.
- موسيقي.
- نڅا.
- لوبي، نه د روغتيا لپاره او نه د ټولو لپاره، دا هم د بډايانو په لاس كي په تجارتي وسيلې بدل شوى، لوبغاړي اخيستل كېږي او د لوبو په تماشا پيسې ترلاسه كوي. لوبو، نڅا او سندرو هومره عموميت موندلى چي دا د قرآن له وينا سره سم د دوى په دين او مذهب بدل شوى. اتخذوا دينهم لهوا و لعبا
د غربي ټولني ديني او مذهبي جوړښت:
- په خرافاتو باور.
- عيسى خداى او د خداى زوى گڼل.
- د عيسى ويني د ده د منونكو د معافي ذريعه بلل.
- د عبادت څو مسخره او خندوونكي شكلي او منحط مراسم.
- خداى له انسان سره تشبيه كول، دا اعتقاد چي خداى انسان خپل صورت ته ورته پيدا كړى، له خټي ئې د ده مجسمه جوړه كړې، بيا ئې په اور ايښې چي پخه شي، بيا ئې د خپلي روح يوه برخه پكي پو كړې.
- مذهبي موسيقي.
- د مذهب په نامه څو مسخره حركات.
- د خداى په ځاى د شخصيتونو لمانځنه.
- د خداى او بنده تر منځ په واسطې او وسيلې باور.
- په هغو مسخره وړاند وينو باور چي د تورات او انجيل په نامه كتابونو كي راغلې.
- كشيش د خداى استاځى گڼل، د خداى برخه ده ته سپارل، د جنت اسناد له ده په پيسو پېرل او د كليسا په لكهاوو مفت خورو كشيشانو او راهبانو ته د مرفه او آرام بې زحمته ژوند اسباب برابرول.
- د عيسى عليه السلام بيا راتلو او پر ټولي نړۍ د مسيحيانو واكمنۍ ته انتظار درلودل.
كه د غربي نظام هره برخه د قرآن په رڼا كي وڅېړئ او د شيطان او شيطاني كړو وړو په اړه چي قرآن څه ويلي؛ د هغوى په خوا كي ئې كېږدئ؛ وبه گورئ چي په غربي نظامونو كي ټول هغه څه راغونډ شوي چي هر الهي دين شيطان ته منسوب كړي.
 حكمتيار