
دمیدان وردګو ولایت په مرکز او نرخ ولسوالۍ کې د سیمه ایېزو پولیسو د
رامنځته کولو په موخه دنوموړو ولسوالیو په سل ګونو مشرانو دنوموړی پروسې څخه خپل
کلک ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه چې خپل بچیان به دنوموړو پولیسو په لیکو کې شامليوي
دنوموړو مراسمو په اړه دمرکز میدان او نرخ په ولسوالۍ کې بیلابېلې غونډې
جوړې شوې وی چې پکې دمیدان وردګو والي محمد جلیم فدایي سربېره دکورنیوو چارو دسیمه
ایزو پولیسو مشر مل پاسوال خان محمد احمدزي،دملي دفاع وزارت په استازیتوب جنرال
ظاهر او ملي امنیت لوې ریاست استازي،امنیي قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار،دملي امنیت ریس شفیق
الله طاهري،په افغانستان کې دخاصو امریکایي ځواکونو مشر جنرال میلر او په سل ګونو
تنو قومي مشرانو ګډون درلود.
په سرکې دنرخ ولسوال محمد حنیف حنفي راغلو میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ په
دې ولسوالۍ کې دپاتې سړکونو دجوړولو غوښته وکړه
د ولایت والي په خپلو خبرو کې دعامه ساتنې پولیسو دځواک په پیل او
پیاوړتیاکې ددې ولسوالۍ داوسیدونکو څخه دمننې ترڅنګ وویل چې نوموړو باتور خلکو
دخپلې سیمې په امنیت کې د حکومت سره پوره ونډه اخیستې او پدغه برخه کې یې سترې
قربانۍ هم ورکړي چې دهیریدلو وړ ندې،ښاغلي فدایي داهم وویل چې په هغه اندازه چې
ولایتي ادارې د نړیوالي ټولنې په مرسته دخلکو سره کومې ژمنې کړې وي په کافي اندازه
ندي ترسره شوې چې دنړیوالو دغه کړنه دحکومت او ولس ترمنځ شته واټن نور هم ډيروي او
له نړیوالې ټولنې یې په کلکه وغوښتل چې د امنیت انتقال دمخه دي افغان امنیتي
ځواکونو او په ځانګړي ډول سیمه ایز پولیسو په تجهیزولو او غښتلي کولو کې دي کوټلي
ګامونه پورته کړي.
همدارنګه والي پیل شوې جګړه داسلام او کفر ترمنځ نه بلکې دپرمختګ او وحشت
ترمنځ وبلله چې دګاونډیو لخوا پیل شوې او
یوازې افغانان یې قرباني کیږي.
مل پاسوال خان محمد احمدزي د سیمه ایزو پولیسو په رول او په کلیوالیو سیمو
کې ددې په اړتیا هراړخیزه خبرې وکړی او هم یې د دوۍ لپاره دټولو هغه اسانتیاوو څخه
یادونه وکړه چې افغان ملي پولیس یې لري، نوموړي ددې پولیسو داړتيا په اړه وویل چې
دملي امنیت شورا دسرطان ۲۳ نیټه پریکړه وکړه چې دحکومت سره عام ولسونه په امنیت کې
راکډکړي نو په همدې موخه دنوموړو پولیسو پروسه پیل شوه چې له امله به یې دکلیو امنیت
ښه شي او د نوموړو پولیسو په اکمالولو او تجهیزولو کې نړیواله ټولنه کلکه
ژمنتیالري.
دنرخ او میدانښار دسیمه ایزو شوراګانو ریسانو مامور قطب الدین او ملاقدیم دولسونو
په استازیتوب حکومتي چارواکو ته ډاډ ورکړو چې دمرکز میدان او نرخ ولسوالۍ غیور
ولسونو تل دحکومت هرپروګرام څخه په کلکه ملاتړ کړې او ژمنه کوي چې دسیمه ایزو
پولیسو په تقویه کولو کې به خپل تکړه ځوانان دسیمې امنیت ته ورکوي، خو نوموړو په
نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه چې خپلې ژمنې یې ندي پوره کړي او زیاته یې کړه میشت
ولسونه دټولو هغه پروسو څخه په کلکه ملاتړ کوي چې دملي کټو پراساس په لاره اچول
شوې وي.
په پاي کې دحقنواز حقیار دنوموړی ولسوالۍ داوسیدونکو څخه مننه وکړه چې تل
یې د امنیت په ټینګښت کې له دوۍ سره هر راز مرستې کړیدي.
دیادولو وړ ده چې تیره اونۍ هم په جلریز ولسوالۍ کې دسیمه ایزو پولیسو
دجوړولو په موخه ورته غونډه جوړې شوې وه او دا ډول نورې غونډې به هم په پاتې
ولسوالیو کې جوړې شي.
د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد