دخوست وﻻيت مقام اعلاميه

بـــسم الله الرحمن الرحــــیم
د افغانستان او په ځانګړي توګه د خوست شریفو اوسېدونکو وروڼو او خویندو آسلام علیکم ورحمت الله وبراکاته .
درنو هېوادوالو !لکه څه ډول چې د تېرې جمعې په مبارکه ورځ چې د ۱۳۸۹ کال د سلواغې له ۲۷ مې نېټې سره یې سمون خوړ ، د خوست ولایت ښار ته څېرمه د پروژې پله ترڅنګ د هېواد او هېوادوالو ضدو عناصرو او د اسلام د مقدس دین څخه ناخبرو کسانو زیات شمېر بې ګناه ، بې دفاع کسان چې په کې ښځې ، ماشومان ، سپین ږیري او  ځوانان شامل ول ، په ډېره بې رحمانه توګه یې د ځان په وینو لت پت  کړل . چې واقعاً دغه د خوست او ټول افغانستان لپاره لویه او دردوونکي فاجعه وه .ځکه چې د خاورې او بې ګناه ولس دښمنانو یو ځل بیا د دې هېواد زیات شمېر کورنۍ د ویر او غم په ټغر کېنولې . زیات شمېر اولادونه یې یتیمان او میندې ، پلارونه یې بې اولاده کړل .
همداشان تېره ورځ په یوه بله  ورته پېښه کې چې د ننګرهار په ولایت کې رامنځته شوه ، ګڼ شمېر بې ګناه خلک یې شهیدان او ټپيان کړل . همداراز له دې وړاندې د کندهار په ولایت کې هم داسې بوږنوونکي چاودنې او بریدونه ترسره شول ، چې له بې وزله هېوادوالو یې خندا او خوشالۍ واخېستې ، په غم یې واړولې . ترڅنګ یې د ولس هغه بچیان چې په ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیسو کې دندې اجراء کوي ،  د دې هېواد  د اوسېدونکو ،   ملي نوامیسو ، عامه شتمنیو او عزت په موخه یې شپه او ورځ په ځانونو یوه کړي ، هغوی یې هم شهیدان او ټپيان کړل .دا ټولې پېښې هغه څه دي، چې د اسلامیت ، افغانیت او بشریت سره سختې په ټکر کې  او افغانان یې زیات دردولي دي . د خوست ولایتي ادارې  ملکي او نظامي مسوولینو ،  مامورینو، ولایتي شورا ، مدني ټولنو ، دیني علمااکرامو او قومي مشرانو د لومړۍ ورځې رانیولي ،  ترننه پورې دخوست په پېښه کې د ټپيانو کسانو د پوښتنې او تسلیت لپاره ملکي روغتون ته ور روان دي ، چې  له ژوبلو کسانو سره یې  په بېلابېلو برخو کې مرستې هم کړي  دي .
موږ یو ځل بیا دغه دواړه پېښې په سختو ټکو کې غندو،  عاملینو ته یې د سختې سزا  غوښتونکي یو،دشهیدانو او ټپيانو کورنیو ته  د جمیل صبر غوښتنه کوو.
موږ د خوست ولایتي اداره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  له مشرتابه څخه احتراماً هیله کوو، چې د دې دریو واړو بوږنوونکو او  له زیانونو ډکې پېښې په اړه سبا ورځ په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړي او په دې ورځ  ټولې  ملکي او نظامي ادارې ،ملي شورا،  رسنۍ ، مدني ټولنې، شوراګانې ،  دیني عالمان او نور قشرونه بې تفاوته پاتې نه شي ، د خپلو بې ګناه هېوادوالو په وړاندې پورتني ناوړه بریدونه په کلکه وغندي او د بېلابېلو لارو هڅه وشي ، چې ولس په خپل منځ کې لا ټینګ یوالي ته راوبولي ، ترڅو په راتلونکي کې  داسې بې رحمه کسان په دې ونه توانیږي ، چې خپل شوم اعمال ترسره کړي او هېوادوال مو  ودردوي .
په درنښت
عبدالجبارنعيمي
د خوست والي
ورځ :دریم
نېټه :۱۳۸۹/۱۲/۱