
دافغانستان اسلامي جمهوريـت
د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکه اداره
دپكتيـكا ولايـت مقام مطبوعاتي دفتر
خبر پاڼه
پکتيکا والي محب الله صميم د وايیانو د کړنو پر بنسټ ولاړې بودېجې د سم لګښټ له امله د سيمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ايیا بنسټ له لوري په لومړی درجه ستاينليک ووياړل شو.
پکتیکا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسؤول مخلص افغان
۱۳۸۹کال د سلواغې ۲۸ مه
د پکتیکا والي ښاغلی محب الله صمیم د والیانو د کړنو پر بنسټ ولاړې بودېجې د سم او پر ځای لګښت له امله د افغانستان اسلامي جمهوریت د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اسیا بنسټ له لوري په لومړی درجه ستاینلیک وویاړل شو.
هغه ویاړ غونډه چې په همدې موخه د پکتیکا ولایت د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوي وه د پکتیکا والي ښاغلي محب الله صمیم ، د اسیا بنسټ د سهیل ختیځ زون مشر محمد ایاز عزیزي، امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران ، د ولایتی شورا ریس عبدالمبین فقیرزاده د ولسوالیو څخه راغلو قومي مشرانو، سپین ږیرو، علماوو، قومي مخورو، د مدني ټولنو غړو، ځوانانو سربېره د یو شمیر پوځي او ملکي ادارو مسؤولینو ګډون کړی وو.
غونډه د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل او د ملي سرود اورولو وروسته د اسیا بنسټ د سهیل ختیځ زون مسوؤل محمد ایاز عزیزي پرانستونکي وینا وکړه ویې ویل چې د ۱۳۸۹ کال له پیل راهیسې یې هره میاشت پنځه ويشت زره امریکایي ډالر مالي مرسته کړي عزیزي زیاته کړه چې په دې موده کې یاده مالي مرسته ددې ولایت والي ښاغلي محب الله صمیم لخوا په پوره همغږی په ډیره رڼه او شفافه توګه لګول شوی ده عزیزي ددې ولایت والي ښاغلي محب الله صمیم د ښې چارواکۍ او د یادې پروسې د ښه پلي کیدو له امل مننه وکړه او ویې ویل چې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اسیا بنسټ له لوري د والي صمیم د هلو ځلو د ستاینې په موخه ستاینلیک برابر شوی دی او همداشان دې روڼ او شفاف بهیر ته په پاملرنې به یاده مالي مرسته درې برابره شی تر څو د ورځنۍ چارې لا ګړندۍ شي
د پکتیکا والي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د امریکا د خلکو د پراختیایي ادارې او اسیا بنسټ ګټورې مرستې وسایلې او ویې ویل چې یاده پانګه يې د جوماتونو، لارو، پلچکونو رغولو، د پوهنې د بهیر، مدني او فرهنګي ټولنو، د ځوانانو چارو د سمون، د دولتي ادارو پر اړتیاوو لګولي دي والي صمیم په ښې چارواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل ((چې لدې وروسته به هم هځه وکړم چې یاده مالي مرسته پر ځای ولګوم))
والي صمیم زیاته کړه چې اوس کولای شی خپلې ورځنۍ چارې پرته د کوم ځنډ څخه پرمخ یوسي
ورپسې د ولایتي شورا رئیس عبدالمبین فقیرزاده او ګڼ شمیر قومي مشرانو خبرې وکړې د اسیا بنسټ مالي مرسته یې ګټوره وبلله او له والي محب الله صمیم یی مننه وکړه چې یاده مالي مرسته یې په پوره همغږۍ په ډیره رڼه او شفافه توګه لګولي ده او ورته یې د لا بریاوو هیله وګړه د غونډې په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اسیا بنسټ له لوري برابر شوی ستاینلیک د اسیا بنسټ د سهیل ختیځ زون مشر محمد ایاز عزیزي لخوا د پکتیکا والي محب الله صمیم ورکړل شو او هم ښاغلي والي محب الله صمیم د نوموړي مالي مرستې د پروخت ورکړې له امله د اسیا بنسټ ولایتی مسوول ته ستاینلیک ورکړ. د یادونې وړ ده چې د ۱۳۸۹ کال د پیل راهیسې د پکتیکا والي محب الله صمیم د مرکز او همداشان د بېلابېلو ادارو لخوا په ستاینلیکونو ستایل شوی دی
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند
۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰