پکتيکا: په نښته کې د مخالفو وسلوالو قوماندان ناصر سکروټه وژل شوی.



د پکتيکا ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې تيره شپه ناوخته نږدې دوه بجې د دولت د وسلوالو مخالفينو يوې ډلې د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر بي بي کوټ پوستې بريد کړی، د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو تر مينځ جګړه تر نيم ساعت وغځېده چې له امله يې د دولت د وسلوالو مخالفينو يو تن مهم سرګروپ قومندان ناصر سکروټه ووژل شو او څلور تنه وسلوال سخت ټپيان شوي دي، په ياده پېښه کې زمونږ يو تن سيمه ييز پوليس شهيد او بل ټپي شوی او يو رنجر موټر هم زيانمن شوی دی
سيمه دا مهال په بشپړ ډول د امنيتي ځواکونو تر پوښښ لاندې ده


  • ټګونه

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ