د پکتيکا د پوهنې رئيس استاد کوچی ځاځی وايي چې پر يادو ښوونځيو ۶۰ ميليونه افغانۍ لګول کيږي چې د ولايت له پرمختيايي بوديجې څخه ورته ځانګړي شوي دي، په همدې حال د يحی خېلو يوه قومي مشر خپله دوه جرېبه کرنيزه ځمکه د پوهنې د لا پراختيا په موخه په وړيا ډول د پوهنې رياست په واک کې ورکړه
هغه ځانګړي مراسم چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت په يحی خېلو او جاني خېلو ولسواليو کې جوړ شوي وو، د ګڼو دولتي چارواکو ترڅنګ زيات شمير قومي مشرانو او ځوانانو پکې ونډه درلوده.
د پکتيکا د پوهنې رئيس استاد کوچی ځاځی وايي چې په يادو ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو لپاره يې د ودانيو د جوړولو چارې پيل کړي ، د نوموړي په خبره چې د هلکانو لپاره د دريو ښوونځيو ودانۍ په يحی خيلو او د نجونو لپاره يو ښوونځی په جاني خيلو کې جوړېږي
ځاځي زياته کړه د يادو ښوونځيو پر ودانيو به ۶۰ مېليونه افغانۍ ولګول شي، چې د ولايت له پرمختيايي بوديجې څخه ورته ځانګړي شوي دي
په همدې حال د يحی خېلو ولسوالۍ د مترګي کلي يوه قومي مشر خپله دوه جرېبه کرنيزه ځمکه د پوهنې د لا پراختيا په موخه په وړيا ډول د پوهنې رياست په واک کې ورکړه تر څو د وحدت په نوم ښوونځي ته پکې ودانۍ جوړه شي
د يادولو ده چې دا مهال په پکتيکا کې ۳۴۴ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانستي دي چې ۱۱۷ ښوونځي يې ودانۍ لري ، په ۱۴ ودانيو کار روان دي او پاتې ۲۱۳ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي چې دې اړخه ګڼې ستونزې ګالي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته