د ولسمشر حامد کرزي د اتيايمې ګڼې فرمان پر اساس د پکتيکا له مرکزي محبس څخه څلور تنه بنديان ازاد شوي

 د ولسمشر حامد کرزي د اتيايمې ګڼې فرمان پر اساس د پکتيکا له مرکزي محبس څخه څلور تنه بنديان ازاد او د لسو تنو نورو د بند موده کمه شوه، پکتيکا والي له ازادو شويو کسانو وغوښتل تر څو په راتلوونکي کې بيا داسې ګړنې ترسره نه کړي چې امنيتي ځواکونه يې په بيا نيولو اړ شي، په همدې حال د ياد محبس چارواکي وايي چې د بنديانو ته يې د سواد زده کړې اسانتياوې برابرې کړي دي 


هغه مراسم چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت په مرکزي محبس کې جوړ شوي وو پکې د پکتيکا والي محب الله صميم، نورو ګڼو مسؤولينو تر څنګ له سلو زياتو زندانيانو ونډه درلوده
په پيل کې د عمومي بښنې هغه فرمان ولوستل شو، چې پکې د پکتيکا د مرکزي محبس د څوارلسو بنديانو د بند موده کمه شوي وه چې له امله يې څلور تنه له بنده خوشي شول
پکتيکا والي محب الله صميم له ازادو شويو کسانو وغوښتل چې بيا داسې کړنې ترسره نه کړي چې له امله يې په بند محکوم شي
 


نوموړي زياته کړه چې دوی به هيچا ته اجازه ورنکړي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي او يا هم دولت ضد کړنې ترسره کړي
ها خوا له بنده يو تن ازاد شوی چې نږدې يو کال په ياد محبس کې بندي وو، د محبس د مسؤوولينو له چال چلنده يې خوښي څرګنده کړه


د پکتيکا د مرکزي محبس امر سمونوال نورالرحمن نور وايي چې محبوسين د استوګنې لپاره د ودانۍ له نشتوالي سره مخ دي خو دوی بيا هم د خپل توان سره سم د بنديانو سره ډول ستونزې هوارې کړي دي
 
د پکتيکا  مرکزي محبس  ۱۳۲ بنديان دا مهال په يوه کرايي کور کې د بند مودې تيروي، چې د مجهزې ودانۍ له نشتوالي له امله ګڼې ستونزې ګالي