پکتيکا والي محب الله صميم د عامه نظم پوليسو ودانۍ پرانسته.

دافغانستان اسلامي جمهوريـت
د سيمه ايزو ارګانونو خپلواکه اداره
دپكتيـكا ولايـت مقام مطبوعاتي دفتر
خبر پاڼهپکتيکا والي محب الله صميم د عامه نظم پوليسو ودانۍ د پټۍ په پرې کولو سره پرانسته.  
پکتیکا ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسؤول  مخلص افغان
۱۳۸۹کال د سلواغې ۲۷ مه
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د عامه نظم پولیسو د استوګنې ودانۍ د ۸،۳ ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت بشپړه او د پټۍ په پرېکولو سره  ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
هغه غونډه چې په همدې موخه د عامه نظم پولیسو د نوی ودانۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه د پکتیکا والي ښاغلي محب الله صمیم ، امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران ، د ولایتی شورا ریس عبدالمبین فقیرزاده سربېره د یو شمیر  پوځي او ملکي ادارو مسؤولینو ګډون کړی وو.
غونډه د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل او د ملي سرود اورولو وروسته د پکتیکا والي ښاعلي محب الله صمیم پرانستونکي وینا وکړه والي صمیم وویل چې په یاده پروژه ۸،۳ ملیونه امریکایی ډالر لګول شوی چی د امریکا متحده ایالاتو د کورپ انجینری ټیم لخوا ورکړل شوی دی، صمیم د امنیتي ارګانونو  غښتلي کول اړین وبلل او د امریکا متحده ایالاتو د کورپ انجینری ټیم څخه یی مننه وکړه چې د عامه نظم پولیسو لپاره یې په نړیوالو ستندردونو برابره ودانۍ جوړه کړي صمیم په مرکزي دولت او مرستندویه ټولنو غږ وکړ چې له پکتیکا سره دې په هره برخه کې مرستې وکړي
ورپسې د امریکا متحده ایالاتو د کورپ انجینرۍ ټیم مشر د دواړو دولتونو د ګډو همکاریو پر دوام وویل چې په راتلوونکې کې به په یاد ولایت کې د پنځه ویشتو ملیونو امریکایی ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې د دغه ولایت د والي او نورو چارواکو په همغږۍ ترسره کړي

د عامه نظم د پولیسو لپاره نوموړي ودانۍ په ۲۴ جرېبه ځمکه کې د امریکا متحده ایالاتو د کورپ انجینری ټیم د ۸،۳ ملیونه امریکایی ډالرو په مالي مرسته د پروسیا کمپنۍ لخوا رغول شوي چې د لسو بلاکونو په ګدون د استوګنې خونې، روزنیز مرکز، خوړنځای، کنفرانس خونې، تالارونه، شپه غالي، سالونونه، دفترونه، د سپورټ ځایونه، د موټرو تمځایونه، پاخه سرکونه او نور د ژوند ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوی دی
د یادونې وړ ده چې ددې ودانۍ د رغولو پرمهال د سیمې درې سوه افغان کارکوونکو ته پکې د اوږدې مودې لپاره د کار زمینه برابره شوي چې نن د پکتیکا والي محب الله صمیم لخوا د پټۍ په پرې کولو سره رسمیً د عامه پولیسو د ګټې اخیستنې وړ وګړځېده
 
مخلص افغان
د پکتیکا د والي ویاند
۰۷۹۷۵۰۹۰۱۰
--        " Mokhlis Afghan "Paktika Governor Spokesman        Contact Numbers Official :- 0093 (0) 706359535 Private :- 0093 (0) 797509010Thuraya:- 0088216-44407096Emails :- mokhlis.afghan@gmail.com              mokhlis.afghan@yahoo.com