ستا ژوند

نن راشه ما ته دې ژوند ټوله کيسه وکړه او خپل لاس دې زما په لاس کې کېږده. نور له ما ويره مه لره زه ستا د بې وسۍ سره اشنا يم او په هرڅه پوهيږم.
زما هاغه ورځ ښه په ياد ده چې تا راته وويل چې هر څوک په ژوند کې خپل رازونه لري چې ويلو ته يې اړتيا نشته.
هو دا منم چې دا ستا رازونه دې چې تل يې تاسره لکه ستا د سيوري ملګرتوب کړی دی.  او ستا د زړه په اوږو بار دي.
خو نن دې خپل بار سپک کړه او ټوله هغه څه راته ووايه چې تا يې ويل نه غوښتل. ځکه ستا د بار سپکوالی ستا ويلو ته اړتيا لري. او زه درته غوږ غوږ يم او تا درک کوم چې ته ويلو ته اړتيا لري.