امريکا د پاکستان د امونو واردات بند کړل

سږ کال به امريکا ته د پاکستان امونه نه راوارديږي. دا پرېکړه د امريکا دحيواناتو او زراعت د صحي چارو ادارې کړې ده . نوموړي اداره وايي چې د پاکستان امونه روغتيا ته تاوان رسوي او کافي اندازه شعاع نه ورکوي کيږي تر څو پرې هغه باکترياوې او جراثيم مړه شي چې د امونو له پاسه شتون لري.
نوموړې ادارې زياته کړې ده چې په پاکستان کې د سبو او ميوو ته د شعاع ورکولو سيستم ډېر خراب او زوړ دی.
په ځواب کې يې د پکستاني امونو د کروندګرو د اتحاديې مشر طارقDesigner Replica Handbags وايي چې دا د امريکا سياست دی چې دوی نه غواړې زموږ د شعاع ورکولو دغه دغه برخه ورغوي.
امريکا په يو شرط دغه امونو ته اجازه ورکوي چې لومړی بايد امونه د شيکاګو ولايت ته يوړل شي او هلته شعاع ورکړل او بيا له هغې وروسته په امريکا کې توزيع شي. مګر پکستاني چارواکي دا نه مني او وايي چې پدې سره د دوي د امونو بيه ډېره لوړيږي چې بيا يې څوک نه اخلي؟