
د افغانستان د علومو د اکاډمۍ ريس او د دغه اکاډمي درې تنه نور کارکوونکې د اولسمشر کرزې له خوا له دندې ګوښه شو. پدې څلور واړو تور وو چې دوی يو ځانګړې قوم ته سپکاوی کړی دي ، دغه اکادمي پدې وروستيو کې د افغانستان انتوګرافې اطلس له چاپه راويستلی دي چې نوموړې کتاب ليکوال د همدغه سپکاوي له امله څارنوالۍ ته ورپېژندل شوې دي. داسې ويل کيږي چې نوموړې د هزاره توکم پسې ليکلي دي چې د نوموړې توکم مېرمنې د وجود په هيڅ برخه باندې ويښتان نه لرې او تکې سپيني دينو د هزاره توکم د سپکاوي په تور د اولسمشر له خوا له دندې څخه لرې شو. د اولسمشر د دفتر څخه راوتلي راپورونه وايي چې اولسمشر کرزي عبدالباري راشد ته سخت په غصه وو او ورته يې ويلې دي چې ته نفاق ته لمن وهې او د افغانستان ملي وحدت زيانمنوې.دا چې د کرزي په دولت کې پښتنو څومره سپکاوي کيږي او څومره ادارې د پښتنو سپکه کوي ان دا چې له شتون څخه يې مخ اړوي او د هغوي ويآړونو ته ښکنځلې کوي نو کرزي خو يو ورځ هم دا غېرت ونکړ چې يو څوک پدې تور لرې کړي چې نوموړي د يو توکم سپکاوی کړی دی او ملې وحدت زيانمنوي.
د يآدونې وړ ده چې پخوا هم رسنيو ته د علومو په اکاډمۍ کې د ايران د نفوذ په اړه راپورونه رسيدلي وو چې ايران په خلاص مټ په علومو اکاډمۍ کې لاسوهنه کړې ده او د دغه لاسوهنې زمينه ورته د جمعيت د ډلې غړي او د اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد برابره کړې ده. اوس هماغه مار وچيچه په لستوڼې کې ې ساته.