
د ملي دفاع سرپرست وزير چې تېره ورځ د ولسي جرګې
له لوري بې واکه او د ولسمشر لخوا يې د بل وزير تر راتګ پورې د سرپرست پاتې کېدا
هدایت وشو، د يو خبري کنفرانس له لارې خپله استعفا اعلان کړه او ويې ويل چې نور د
سرپرست په توګه دندې ته ادامه نه ورکوي. نوموړي له ولسمشره وغوښتل چې ژر تر ژره يې
استعفا منظوره کړي