
موږ دومره بې باوره شوي يو چې که د کوم نېک کار په سرته رسولو کې کارکونکي ته څرګنده ستړيا او سرخوږى موجود هم وي، نو د يوه نه، يوه علت او دليل له مخې ېې د رد او نه منلو دلايل ورته راپېدا کوو. بې باورۍ دومره ځېلې زغلولي چې اوس که څوک مسجد ته د لمونځ کولو په نيت ورننوځي، نود اودس کولو شاهد بايد ولري.
د عامې روغتيا د لابراتوار له مسوولينو سره د يوه پاخه عمر سړي دعوى درلوده چې:
زما غايطه مواد مو ولې بېځايه کړي دي؟ څه مو کړل؟
د لابراتوار مئسول که هر څومره ورته وويل چې موږ نه يو پوه شوي چې ستا دا کشته به کومه خوا غايب شوي وي، خو سړي مکررآ د افسوس په بڼه همدا يوه خبره تکراروله:
- توبه توبه، هر څه کې خورد و بورد، ..... کې هم خورد و بورد.
دا نو ولې داسې کيږي؟ وګړو ته ډاډ او باور له کومه او د چا په وجود کې راپېداکړو؟؟؟.
زموږ يوه بدمرغي په دې کې ده چې هر کله د رغونې په نوم کومه خبره رامېدان ته کيږي، نو رغوونکي يوازې او يوازې د سمنټو، سيخانو او نورو موادو په برخه کې ډېره لېوالتيا او وړتيا ښکاره کوي، نه د مثبتې، بنسټېزې، او ټولنيزې ښېرازۍ د رغاوي .
دلته يو نيم سياستوال ،ولس ته اړ او د لږې مودې خواخوږي راپورته شي، مټې بډ وهي او څو تنه همغوږي پر ځان راټول کړي خو د چړ په څېر ډېر زر په لى او څاڅکو واوړي.
د دوئ همدومره په کار ده چې په موقتي ناميانو کې وشمېرل شي.
خلکو وليدل چې خلک رنګ اخلي او غواړي چې د روان او پروت، دواړو حالتونو سره توافق وکړي. زموږ کوکارې، زموږ مړه دې وي ژوندي دي وي، زموږ د نورو په نوم (دځان لپاره) هڅې، زموږ وطن ته د خدمت ترنم، زموږ راشئ چې يو شو، او دې ته ورته نورې ډېرې سوليدلې ويناوې اوس بې له کومه ځنډه زړونو ته لار نه شي کولاى . (دلته نو، ژوندۍ دې وي بې باوري)
موږ د مشرولۍ مدعيان او د ولس خواخوږي وليدل چې له ولسه ېې زينې جوړې کړې او د موقف او منصب بامونو ته وختل، دوئ د ولس سره د خواخوږۍ پرځاى، په خپلو بوختياوو او له خپلو ملاتړو پر مخ اړونې، د ولس خواوې بدې کړې او ډېرو هغو چې د دغه مدعيانو نومونه ورته له تبرکه کم نه برېښېدل، هغوئ اوس يا د نورو له شرمه، او يا هم اخلاقو ته د تاوان له ويرې په ډاګه نه وايي چې په مالګينو ويناوو تېروتي دي.
د رنګ بدلولو جوهر(عېب) په استعداد تعبيرول او په درواغو ځان ځايول اوس عېب نه ګڼل کيږي. اوس که له چا پوښتې چې وروره! د دغه کار په سرته رسولو کې خو ته په يو پنډ ګناوو کې رانغاړل کيږې، نو په لسګونو موجه دلايل به دې مخې ته قطار کړي.
ډېر سپېڅلي او د وجدان د قضاوت خاوند،که کوم کار تر سره کوي، نو درې – څلور ورځې وروسته به د خربوزې په څېر له خربوزې رنګ واخلي او بې له ځنډه به درته، له لاندې څو متلونو نه، يو- دوه ووايي.
- په يو ګل نه پسرلى کيږي، تشه لاسه ته مې دښمن يې ، اول ځان، پسې جهان او......
او که پوښتنه وکړې چې څومره هڅه دې کړې؟
دا هيواد د چا ښېراوو پسې اخيستې؟، چې هر يو اوس د باور صاحب په خوله، په ډاګه وايي چې:
غلطۍ په موږ کې دومره لاره کړې
اوس چې سمه چاره پېل کړو رانه چل شي
دا به تر کومه وي، او تر کله به زموږ کلک زړي او ماشيني (دولتي او غېر دولتي) مشران د خپلې دندې په سر ته رسولو کې د ژمنتيا پر ځاى، د ځان خلاصون لاره غوره ګڼي؟
که کوم فرهنګي مشر ته د نورو نويو غوړيدليو فرهنګي ځوانانو د ليکنيزې اصلاح اړتيا ورپه ګوته کوې نو نصيحت به درته وکړي چې سر پرې مه خوږوه، دوئ دې خداى (ج) اصلاح کړي. که کوم څارنوال ځير کړې او ورته ووايې چې د ترافيک پر ځاى د چوک په منځ کې دا خر ولې ولاړ دې نود مسلکي او علمي دلايلو له مخې به درته ووايي چې خاوند ېې ښايي د لايسنس نه لرلو په جرم تر عدلي تعقيب لاندى راغلى وي، خو که د ترافيک د نه شتون په صورت کې د موټرو ګډوډۍ او ښاري سليقې ته ورپېښ زيان ور په ګوته کړې، نو سم د واره به درته ووايي چې:
مړه! دا نو په ما پورې اړه نلري،چې دومره حسن غمکش ېې نو د امنيې قوماندانۍ ته عارض شه، بابا!
دلته د چا په شخصيت کې عاطفي برخه مه لټوه، دلته که حساب(؟) کوې نو په مسلک او تجربه ېې کوه.
په چا کې د خبرو اورېدوذغم نشته او که وي نو هغه به ېې د ځان لپاره وي، د نورو لپاره ځان ذهيرول، خلکوته د ليونتوب کومه بڼه ښکاري او نه ېې شي منلى چې څوک دې په رښتيا، د نورو په غمخوړلو کې رښتينى وي.
هر څوک جاله پورې باسې د چا، پر چا سر خوږول پر ځان کله پېرزو دي؟ هر څوک پوه شه کار ېې.
زموږ د ټولنې روزونکي، رغوونکي، پالونکي او.... هر يو ستونزې له خپله انده انګېري او حل لاره هم د خپل په وس پوره منطق له مخې ورته ټاکي.
ښوونکي ته وهل - ټکول د زده کړې ښه او ارزانه لاره برېښي، ډاکتر ته د روغتيا په برخه کې د چاپېريال ساتنې، پاکوالي اوعامه پوهاوي پر ځاى، دارو درمل(په ځانګړي ډول پيچکارۍ) سودمنه نسخه ده، ښاروال ته د ښار د پاکۍ پر ځاى د خځلو ډېرۍ ګټورې دي چې د وچکالۍ له برکته د سيند غاړې پرې ډکې، او د حرفوي مدعيانو سره د ملکيت په تثبيتولو کې مرسته وکړي او څه په لاس ورشي. که ټولو ته ګوته نيسويا که هر څه راسپړو نو، نه زما په ګوتو کې د ليکلو دومره توان شته او ډاډه يم چې نه به تاسې لوستو ته دومره وزګار ياست. سربارى ښايي دا هم وواياست چې موږ ګنې په دا دومره ناخوالو نه پوهېدو چې تا لا راته يو ځل بيا قيمتي وخت له خپلو ببولالو قربان کړ.
.يو وخت مې (د ټوليزې بې باورۍ له مخې )د يوه نوي رامنځ ته شوي ادبي خوځښت د مئسول ډاډمنتيا پدې ټکو کې وليده :
_ موږ له چا سره کومه تربګني نه لرو او نه هم د منفي سيالۍ په موخه رامېدان ته شوي يو، زموږ هر ګام او قدم به ادب او فرهنګ ته د خدمت لپاره وي او بس.
زه هم د همدې کهوله يم او ماته هم په شروع کې داسې برېښېدله چې هماغه د نورو په څېر سوليدلې او کليشئي خبرې دي چې د يو او بل د وخت تېرونې او بوختياوو پرته به بل څه نه وي، خو د صيام الدين پسرلي ديوه کتاب (انټرنيټ څنګه وکارو) د مخکتنې غونډې ( چې د همدې خوځښت په زيار او هڅو ورته ښاغلي رابلل شوي و) پدې ډاډه کړم چې ټول له يوه سره په دې رنځ نه يو اخته. زموږ مشران که د هر دليل له مخې په دغه برخه (د مثبت پرمختګ لارې چارې برابرولو)کې پاتې راغلې نو د کشرانو او نوي ځوانانو د دغسې فکري رغنيزو غونډو او ناستو _ ولاړو په ليدو او هلته په ګډون سړي ته دا باور را پېدا کيداى شي چې راتلونکى به مو که خېر وي د بې ځايه او بې مورده تربګنيو خلاص او په علمي او ټولنيزې رغاوي کې به مو، له خپله رامنځ ته شويو ستونزو رنځ ته، د درملنې پر ځاى د وقايې د وړتيا ضرفيت راسره موجود وي.
زه د مسلکي وړتيا له مخې د دې وړ او جوګه نه يم چې د دې غونډې ارزونه وکړم خو د يوه خوارکي افغان په توګه دغه او په دې کيفيت نورو غونډو ته، تر بلې هرې هغې غونډې چې د افغاني احساس او عاطفې پر ځاى پکې د مسلک او شخصي وړتيا پله درنه وي،ډېر ارزښت قايل يم. زه داسې غونډې او پدې موخې راټولېدل د خپل تربګنۍ ځپلي چاپېريال لپاره نيک فال او رغنده هڅه ګڼم او د دې نوښتګرو هڅو لارويانو ته دعا کوم چې ورځ تر بلې په دې لار کې وغوړيږي.