
د هر مقام ورتګ ته سرې سترګې، سړه سينه او
دوُسه سټه پکاريږي، او که د ولايت مقام وي نو هر سرتېري او هر پوښتونکي ته
داړچينګی د اضافه ستړيا مخنيوي ته کارنده حربه ده او دا له ياده مه باسئ.
دغه ځل ولايت ( قصر ) ته ورننوتل راته د سپين
ږيرو او مخورو له برکته دومره ستونزمنه بايد نه وی، خو وه. د لومړۍ ډلې سرتېرو د
پوښتنو او پلټنو غېبت مو لا نه و تمام کړی چې د بلې هغې پلټل او پوښتنې راغبرګې
شوې، خو دا مړی په دې ژړا ارزېدهّ.
له نيم درجنه ډېرو ټانکونو او په لسګونو
ولاړو بهرنيانو، لومړی راغلی پوهاند او د پوهاند حضور ته زموږ ورتلل راته ارزښتمن
کړل. هر بلل شوی د ليست له مخې تائيد او تر پلټنې وروسته د قصر له دروازې د تېرېدو
وياړ ورپه برخه شو.
موږ د کرزي صاحب په نوم شوي تالار کې ډېره
شېبه منتظر پاتې نه شوو، پوهاند دې خېر
يوسي، ډېر زر يې په ديدار مشرف او د ژباړونکي پر مټ مو يو ـ بل ته ځانونه
وروپېژندل. له امريکا نه راغلي دې پوهان تر خپلې ژبې پوره دېرش کاله ځار کړي وو، د
ډېرو نورو تاليفاتو سربېره يې څوارلس شعري ټولګې درلودې، تر ډېره يې موسيقۍ ته شعر
ليکه او فلسفه يې دا وه چې څه ليکي نو هماغه انځور بايد ترسيم او تمثيل کړای شي.
دا خواري يې پړانګ ته ليکل شوي شعر کې موږ ګډونوالو ته عملاً راوښوده او په رښتيا
هم چې په دومره غټه تنه، زموږ ټولو تر مخ، پړانګ ته په ورته اوازونو، په څلورو تګ
يې له منلو وتې وه خو دا ښه وه چې د سپي لپاره د کوم جوړ شوي شعر ادعا يې نه وه
کړې که نه نو د تمثيل پر وخت يې ښايي موږ هم خوندي نه وی پاتې شوی.
ما په نېک فال منلې وه او دا هيله راسره پېدا
شوې وه چې د جګړې او وژنو د متخصيصينو تر څنګ، د علمي ملکي کدرونو مخه کول د غرب
او اروپا د نړيوالتوب ورکو او تتو هڅوته، د تائيد اړم او ورکې پوزې ته يې تر يو
حده اوړه برابرولی شي.
زه په همدې نيت تللی وم او تر ډېره مې زړه
تخنېدهّ چې که د ګوتنيونې او غېبت موقع راکړل شي نو پر افغانانو د شوو او
راتلونکيو نادودو ګېلې به قطاروم، ښاغلی پوهاند به ننګوم چې که دی د افغانو
ليکوالو، شاعرانو او د نظر خاوندانو سره، پخپله ناسته کې د قلم د رسالت سپيناوی، د
يوليکوال سپېڅلتوب او قلم ته ژمنتيا ثابتوي نو په دې يو پنډ کتابونو کې يې موږ
افغانانو او زموږ په څېر نورو ځمکمېشتو ته څومره ځان زهير کړی دی؟. خو په لږه شېبه
کې راته معلومه شوه چې د دهّ (پوهاند ) راتګ هم د دوی د موسسو او پروژو په څېر د
غورېدو په سلمه برخه هم نه ورېږي. دی پوهاند و خو د خپلې ژبې او ادب په تاريخ نه
پوهېدهّ، د خپلو وتليو ليکوالو او شاعرانو له ( ډېرې عادي ) پېژندنې نه و خبر، دا
به له انصافه وتې وي چې له يوه سره يې ناخبره دروپېژنم، داسې نه ده، د يو نيم په
ياده يې د ( هو هو ) او ( ته رښتيا وايي ) په معنی ککره خوځوله، خوچې کله د پښتو ژبې د
استادانو لخوا د پوهان د ژبې، د ژبې د لرغونې، منځنۍ او معاصرو دورو شاعرانو او دې
ته ورته نورې پوښتنې رامېدان ته شوې، پوهاند يې په اړه درې خبرې معلومات هم نه
درلودل. که د ميلمه پالنې کلتور ته مې يې زيان نه اړولی، نو تر ستونې مې هم دا
پوښتنه رااوښتې وه چې:
پوهان صيب! تا په رښتيا هم ښوونځی لوستی دی؟.
زموږ د ژبو او
ادبياتو استادانو، له پوهانده، د پوهاند د ژبې او ادبي تاريخ په هکله ډېر معلومات
درلودل، ټول همدې ته خوښ وو چې ترې وې مو وړه، دا په رښتيا هم له وياړه ډک حالت
وو، په ما به هم د خوښۍ او نشاط کومه څپه تېره شوې وه خو زه لا تراوسه دې
ته کړيږم چې په موږ کې د ښکاره کم عقل او پټ هوښيار پګړۍ د چا په سر شوه؟. پوهان دې خير ويسي پخپلو پېښوـ څېرو يې د څهّ
شېبې لپاره په ټق ټق وخندولو، دا دی پخپل راتګ يې راوښوده چې موږ ارزښتمن يو او له
اوو غرونو ها خوا يې موږ ته ځان را په عذاب کړی. هو، دوی ( پوهاند او د پوهاند
همفکره ) فکر کوي او په دې باور دي چې په همدې بڼه هڅو نړيوالتوب ته د ورنږدې کېدو
ښه لاره يې موندلې ده، دوی باور تر لاسه کړی دی چې غږونه او د زړه خبرې يې موږ ته
په سمه بڼه او کټ مټ د دوی له غوښتنو سره سمې تر مونږه رارسيږي خو نه دوی او نه هم
موږ په دې پوهيږو چې فکرونه او اندېښنې مو څومره سره يو – بل ته ورته دي؟ څومره له
يو بل سره په ناسته – ولاړه کې همغږي پېدا کولای شو او بالاخره د داسې تش په نوم
پوهاند راتګ ته له ارزښتمنو بوختياوو لاس په سر کېدل، د پوهنتون د استادانو او دوی
ته په هيله ناستو زده کوونکیو د ارزښتمن وخت عبثول له پوهاند سره په ناسته ارزېده؟
زموږ خوشباوري ښايي د همدې پوهاند شاعر د ژباړن نه ښه جوته شي چې يوازې د انګليسي ژبې
زده کړې پر مټ يې خبرې له يوهّ لوري، بل ته نقلولې، نه د شعر د ماهيت او د الفاضو
د شعريت له مخې.
څه فکر کوئ چې دا
خوشباوري دواړه خوا موجوده وه او که نه ښاغلی پوهاند به پوهېدهّ چې:
چيرته؟ چا ته؟ او
د کومې موخې لپاره راغلی دی؟.
۱۳۹۰ د ثور درويشتمه جلال آباد