
داکتر اسدالله ښالېز
د پخوا وختو د مکلفيت دورې عسکري چوپړ ته د هڅونې په موخه، کوم چارواکي کوم چا ته پېغور ورکړى و چې دا وطن په تا حق لري او نه ښايي چې له خدمته يې تېښته وکړې، او په ځواب کې يې هماغه کس ورته ويلي و چې زه پکښې يوه لوېشت ځمکه نلرم او ته وايې چې وطن ستا دى، ته مې حق را جلا کړه، بيا به زه څوک نر وګڼم چې ورته راوړاندې شي.
زه چې کله هم په ښار کې د اوبو کوم ډنډ ، د هټيو تر مخ د خځلو ډېرۍ، د عامې لارې پر سر د ميو او سبو پوټکې، په سپين مېدان معذرت رفع کول او... لنډه دا چې د خپل چاپېريال په پاک ساتلو کې د خپلو ښاريانو بې غورۍ ته ځير کيږم نو همدا پورتنى منطق مې مخې ته ځليږي چې دا هر يو ښايي له ځانه سره همداسې کوم دليل ولري او باور لرم چې که ټول نه وي، نو ډېره برخه يې په همدې ځان له پړتيا ژغوري چې:
مړه دا نو زما نه، د ښاروالۍ دنده ده چې پاک يې کړي.
ښه نو! دا متره په چا کې ده او دا مسوليت څوک لري چې وګړو ته د دوى مسوليتونه ورپه ګوته کړي؟ دلته که هر څوک د ښار په پاکۍ او د ښاري ژوند د سليقې او آدابو په خپلولو غږيږي نو مقابل لورى پرې ثواب ګټي، له ستړيا يې ژغوري او ښه لاره ورښايي چې:
_ سر پرې مه خوږوه! کوم کوم به اصلاح کړې او د چا چا تر غوږو به دې خبرې ورسوې؟
زه يې منم چې زموږ په څېر وګړي لا تر اوسه د ډوډۍ راپېدا کېدا له اندېښنو نه دي وزګار شوي، د ژوند اساسي شرايط ورته نه دي برابر، برېښنا، د کور کرايه، بېروزګاري او پريمانه نورې ستونزې به وي چې د چاپيريال ساتنې د اړتيا د فکر او احساس پېدا کېدو مخه يې ډپ کړې ده نو ځان او د چاپېريال پاک ساتنه خو داسې کوم څه نه دي چې موږ يې دپوهاوي په هکله د کوم ځانګړي مکان او زمان اړتيا احساس کړو.
زما په يادښت، د بل هر دور او زمان په پرتله د عامه پوهاوي او په ځانګړي ډول د چاپېريال ساتنې د تبليغ لپاره اوسمهال زمينه ډېره مساعده ده او دا ځکه چې يوازې د جلال اباد په ښار کې د لسو په شا و خوا کې راديوستيشنې په فعاليت بوختي دي خو له بده مرغه زموږ راديويي خپرونې مکلفې دي چې يوازې د اورېدونکو تنده په سندرو خړوبه کړي. تلويزيونونه که په دې اړوند يو _ نيم راپورتاژ خپروي نو تر ډيره شيطانۍ او سياسي مصلحت ته ځانګړې شوي وي.مجلې او اخبارونه په عېب سپړلو او سپکاوي ډېرې بوختې دي او که نور څه نه وي نو پر دولت د ملامتۍ بارونه خو ورته په مخ کې ډېرۍ پراته دي چې د خپلې خپرونې منځپانګه يې کړي.
مدني ټولنې هم هر ځاى خپله بېوسي په ډاګه کوي او حال دا چې د يوې ټولنې، مجلې، اخبار او راديو مدعيتوب به داسې نه وي چې د کلتور او فرهنګ لپاره د خولو تويولو ډغره پکې نه وي وهل شوي، وګړي هوښيارۍ ته (د عنوانونو تر حده) نه وي هڅول شوي خو عملاً داسې کوم شخص، ټولنه او بنسټ نه دى رامېدان ته شوى چى په دې برخه کې يې د قناعت وړ کوم کار تر سره کړى وي.
زه د يوه عام وګړي په توګه پر خپل انډول عام وګړي حساب کوم او له همده سره دې سپيناوي ته مټې رانفاړم چې که په نورو برخو کې موږ اړ يو چې د دولت، خيريه موسسو او بهرنيانو لاسنيوي ته سترګې په لاره اوسو نو د يوه مسلمان په توګه دا راته نه ښايې چې د خپل ايمان د تکميل لپاره له نورو لارې چارې لټول زده کړو. موږ په دې پوهېږو چې پاکي د ايمان برخه ده، خو عمل کول راته نا شوني بريښي، زموږ خوښيږي چې خپل شخصي کور مو د نورو کورونو په پرتله پاک او په سليقه برابر وي خو چاپيريال چې موږ ته په ډليزه توګه د يوه متمدنه وګړي سرلوړي راکوي، موږ يې په هکله دومره هم ځان نه زهيروو چې په ډېره کمه خوارۍ او فردي وړتيا، هم ځان له دې ټولنيز پېغوره وژغورو او هم نورو ته دا مفکوره ورکړو چې خپل چاپيريال خپل وګڼي. نور نو بايد د (په يوه ګل نه پسرلى کيږي) بي مسوليته متلونو له ويلو ډډه وکړو. نور نو بايد چې يوازې دې ته په طمع نه شو چې پنځه تنه ملګري پېدا او لاس په کار شو، له ځانه يې بايد شروع کړو، که زموږ هر د حساب وګړى په ورځ کې لس دقيقې د چاپيريال ساتنې په هکله له يوه – دوو تنو سره په دې هکله څو خبرې وکړي نو زه ډاډه يم چې په کمه موده کې به يې مثبتې پايلې را تر سترګو شي، زه په همدې ډاډه يم او باور لرم چې همدا يو يو ګل به د پسرلي زيرى راکړي.