خوست والي عبدالجبار نعيمي په پلازمېنه  کابل کې د خوست هراړخيز پرمختګ لپاره د لوړ پوړو چارواکو سره وليدل

 خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي د څو ورځني  سفر په ترڅ کې ، چې پلازمېنه کابل ته يې کړی ، د خوست د هر ډول پرمختګ په موخه یې د بلابېلو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې ـ کتنې تر سره کړې .
په یادو ليدنو کې ښاغلي نعيمي لومړی د ملي دفاع وزیر سترجنرال عبدالرحيم وردګ سره وکتل ، په دې ليدنه کې خوست والي نعيمي د ملي دفاع وزیر  ته د خوست د ښه امنیت په برخه کې ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه ، د څو میاشتو په ترڅ کې د خوست ولایت په هره برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او په خاص ډول د امنیت په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی، چې ملي اردو له نورو نظامي ارګانونو سره په همغږۍ کې ډېرې هلې ځلې کوي او له ښاغلي وردګ نه يې د خبرو اترو پرمهال د ملي اردو په پياوړتيا ، تجهيز او اکمال کې د مرستې غوښنته وکړه .نعیمي دې ټکي ته اشاره وکړه ، چې په خوست کې د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ولس د زړونو د خپلولو له امله ولایتي اداره په دې توانېدلي ، چې د زیاتو ناامنیو مخه ونیسي او امنیت ټينګښت ومومي .
له ښاغلي عبدالجبار نعيمي وروسته جنرال عبدالرحيم وردګ خبرې وکړې ، نوموړي د خوست د ښه امنيت له امله خوښي وښوده او وويل : د ملي اردو سر تېري هر وخت او هر زمان دې ته چمتو دي ، چې په ډېره مېړانه له خپلې خاورې ، ولس او نور هغه څه نه ، چې د هېواد او ددې هېواد د بچیانو ګټې په کې خوندې وي  ، ساتنه کوي .همدارنګه ښاغلي وردګ خوست والي نعيمي ته د ملي اردو د لا پياوړتيا په برخه کې د هرډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه. ده وویل ملي اردو به د نورو ځواکونو په ډول هر وخت د ولایتي ادارې د مشرتابه د هدایاتو سره سمې دندې پرمخ وړي .ترڅو وکولای شو د هر ډول دسیسو مخه ونیول شي .
د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالرحيم وردګ نه وروسته خوست والي عبدالجبار نعيمي د ډاکټر عزیزالله لودین سره وکتل .
ډاکتر عزیزالله لودين چې پخوا د ټاکنود خپلواک کمیسیون  ريس و ، اوس د اداري فساد د څار ادارې مشري پر غاړه لري ، په دې ليدنه کې لومړی ښاغلي لودين په دې خوښي وښوده ، چې خوست والي عبدالجبار نعيمي ، چې له کومې ورځې نه په خوست ولایت کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه پیل کړي ده ،له هغې ورځې نه راپه دې خوا خوست ولایت په هره برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی ، ښاغلي لودین د رشوت او بډو اخېستلو سره په مبارزه ټینګار وکړ او په دې اړه یې د خوست والي عبدالجبارنعیمي له لوري د مبارزې د لارې پوره ننګه او ملاتړ وکړ او همداشان د  دواړو ښاغلیو تر منځ په دې لیدنه کې په دې  بحث وشو ، چې څه ډول دا پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.
همدارنګه ښاغلي عبدالجبار نعيمي د سمیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سر پرست برنا کريمي سره وليدل ، تر څو په خوست ولایت کې  سميزې ادارې ښه تجهیز او  اکمال شي    او  ولس ته د لازمو خدمتونو په وړاندې کولو سره لوړ ظرفیت تر لاسه کړي  ، چې په دې برخه کې هم د ښاغلي برنا کريمي له لوري خوست والي عبدالجبار نعيمي ته د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ليدنو کتنو په دې لړۍ کې خوست والي د لوی څارنوال محمداسحاق  الکو سره په دې موخه ليدنه تر سره کړه ، چې د خوست ولایت په قضايې ادارو کې دې د ادارو مسوولين او کارکوونکي  په هغه بڼه وروزل شي ، کومو ته چې ددې ولایت خلک او ادارې اړتيا لري ، ښاغلي نعیمي له لوی څارنوال نه وغوښتل ، چې د يادو ادارو تجهيز او اکمال د په ښه ډول تر سره شي ، تر څو د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي .
ښاغلي نعیمي د عدلي او قضایي ارګانونو موجوده تشکیل کم وباله او په دې یې ټینګار وکړ، چې د دوی د تشکیل په لوړولو دې له سره جدي غور وشي ، ترڅو په دې سره یاد ارګانونه په خپلو چارو کې ګړندي شي او د ولسونو ستونزې ورسره له منځه ولاړې شي .
د یادولو وړ ده ، چې دتېرو څو میاشتو راهیسې خوست والي عبدالجبارنعیمي په پرلپسې هڅه کوي ، چې په دې ولایت کې عدلي او قضایي ارګانونه ، اکمال ، تجهیز او د دوی ظرفیتونه لوړشي ، ترڅو په دې سره یاد ارګانونه ښې رڼې فیصلې وکړي او د خلکو زړونه لاسته راوړي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۳۰