
بسم الله الرحمن الرحيم
په
ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ ، چې نن د جمعې په مبارکه ورځ سهار مهال خوست
ښار ته څېرمه د پروژې پله ترڅنګ د خاورې ، ولس او همداشان د اسلام دمقدس دين د
ناخبره کسانو په عامه لويه لار موټر بم بريد ترسره کړ ، چې له مخې يې څه دپاسه پنځوسو
تنو عامو وګړيو ته درنه مرګ ژوبله واړوله ، په دې شمېر کې تر اوسه پورې نهه کسان
شهيدان شوي ، چې دوه يې مظلومې او بې وسه تورسرۍ وې . په پاتې نورو کسانو کې سپين
ږيري ، ځوانان او واړه معصوم ماشومان شامل وو ، چې د جمعې مبارکې ورځې په درناوي
عبادت ته د تياري په موخه خوست ښار ته روان وو او ځينې پکې خپلو کورنيو ته د بيګاه
له پاره د يوې ګولۍ ډوډۍ د پيدا کېدو په منظور مزدورۍ په خاطر روان وو ، چې وړاندې
له ټولو سپيڅلو ارمانونو څخه په يوه ظالمانه او زړه دردوونکي بريد کې شهيدان او
ټپيان شول .
موږ
ياده درده وونکي پېښه په سختو ټکو غندو او داد اسلاميت ، افغانيت او بشريت ضد عمل
بولو ، ځکه دوی يو ځل بيا د خوست ولايت زيات شمېر کورنۍ د وير اوغم په ټغر کينولې
.
موږ
خدای ج ته دواړه لاسونه ددوعا له پاره لپه کوو ، چې شهيدانو ته جنت الفردوس او ژوبلو کسانو ته عاجله شفا ورپه برخه کړي . يو
ځل بيا ټولو دا ډول کسانو ته خبردارۍ ورکوو ، چې تاسو به په دې ناوړه پېښو ترسره
کولو سره په هېڅ صورت خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي ، ځکه افغان ولس ډېر ويښ او
بيداره دی ، هر شيطاني او ظالمانه عمل پېژني او د هغې د شنډولو په خاطر د خپل
اسلامي جمهوري دولت سره هر راز همکاريو ته کلک تيار دي او په دې د کلک باور ولري ،
چې دا ډول بريدونه به افغان عام ولس او ددولتي ځواکونو
مرال کمزوری نه کړي ، بلکې په دې سره به ددوی وينه لا په غورځنګونو
شي او دغه ډول ظالم کسان به وړاندې له خپلو شومو اهدافو څخه په شاه او ګونډو کړي .
انشاء
الله چې د افغانستان ويښ او زړور امنيتي او کشفي ارګانونه به ژر تر ژر په دې
وتوانيږي ، چې له دې پېښي سره تړلي کسان تثبيت او د قانون پنجو ته به يې وسپاري تر
څو په داسې سخته سزا ورسيږي ، چې د نورو له پاره به د تل له پاره د عبرت وړ وګرځي
.
په
درنښت
عبدالجبارنعيمي
د خوست والي