ښاغلي تورنجنرال محمدعوض اودهغه دنظرپلويانوته!

د۲۰۱۱زيږديزكال دفبرورى دمياشتي په لسمه نيټه دبي بي سي راډيودستاسوغږ په خپرونه كې دښاعلي داوودجنبش سره دافغانستان دپخواني پوځ پخوانۍ جنرال ښاغلي محمد عوض اوله كابل څخه دولسي جرګي استازى ښاغلي خالدپښتون،په افغانستان كې دامريكادمتحده ايالاتوددايمي پوځي اډوپه هكله بحث درلود،اوپه دي هكله ښاغلي خالدپښتون اوښاعلي عوض اوريدونكوته خپل نظرونه وړاندي كړل،دموضوع داهميت په اساس وروسته له اوريدوڅخه مي وغوښتل دښاغلي جنرال صاحب عوض په نظرياتويوڅوكرښي وليكم ، ددي لپاره چې دلوستونكو پام ددواړوخواوونظرونوته راوړوم دهغوي دخبرويوه برخه دلته په لاندي ډول ليكم.چې ګډون كوونكي دداوودجنبش پوښتنوته ځواب وركوي.
پوښتنه-پښتون صاحب كه راته وواياست ولى بايدافغانستان دناپيلتوب اوبي طرفۍ دومره بي سابقي اواوږده تاريخ سره سره په خپله خاوره كې چاته پوځي اډي وركړي؟
ځواب-تاسي بهتره پوهيږى چې په دريولسيزوكې دډيروناخوالوسره افغانان لاس اوګريوان دى،زموږ ګاونډيوهيوادونو علاقه په منطقه كې اوخاصتاً په افغانستان كې دجهادپه اوږدوكې اوخصوصاً له جهادڅخه وروسته دابيخي واضح شوله،اوداموضوع نړيوالومسائيلوته متوجه شوه،لكه بين المللي تروريزم په جهان كې دبې امنۍ لمن غوړول اوپه جهان كې داسي واقعات مخ ته كول، چې جهان خپله مجبوروي چې هغوى بايدافغانستان ته جدي توجه وكړي،اوافغانستان ته داخل شي،نوداټولي هغه كړنې وې چې دافغانستان ناپئيلتوب يې دپخواپرپرتله ترخطر لاندي راووست،اوافغانستان نورپرپخوانې سياسي موقف باندي نشي دريدلاى اونه هم ممكنه ده،دوى بايددخپل ناپئيلتوب څخه راووځى اوځان دجهان اوجهانيانوسره په قطاركې ودروي،اودجهان سره يوځاى ديموكراسۍ،امن،ثبات اقتصادي همكاريواوفرهنګي همكاريوپه لورروان شې.
پوښتنه- جنرال صاحب عوض پوهيږم چې تاسي دښاغلي پښتون سره موافق نه ياست ولي؟
ځواب-بلى!پدي خاطرچې افغانستان دجغرافيايې له لحاظه داسي يوموقعيت لرې چې په افغانستان كې دمخالفواويامختلفوهيوادونومداخله تل دجنګ باعث ګرځيدلي،اودافغانستان دخلكواحساسات دخارجيانودموجوديت مخالف دي،برعلاوه پردي په افغانستان كې په وروستيودريولسيزوكې بايديوداسي حكومت منځ ته راغلي واى چې دافغانستان له ارضى تماميت،اواستقلال څخه يې دفاع كړي واى،اوس هم بايدموجوده حكومت ددي امكانات په لاس راوړي چې قدرت اوصلاحيت ولرې،اوافغانستان له اقتصادي له لحاظه،له امنيتي له لحاظه دمسلح قواوودتقوي اودهغوى دبنيادونودتقوي په خاطركوښښ وكړي،افغانستان بايد له خپلوګاونډيانوسره نيكي اړيكي ټينګي كړي،افغانستان بايد په بين المللى سطح كې دهيچاترتاثيراواثراويوقطبي جهان خواته ولاړنشي،داځكه چې په افغانستان كې دجنګ لمن اوږده نشي،ددي په خاطرچې ګاونديان واقعاً چې په افغانستان كې دخپلوسرحدي مناسباتواوياپخوانيوكړكيچونوبه اثردايمي مخالفتونه لري،اودادايمي مخالفتونه نورهم زياتيږي اودجنګ لمن اوږديږي.
له هرڅه لومړى دجغرافيايې موقعيت خبره ده،داهغه خبره ده چې زموږډيرهيوادوال داخبره كوې، وايې چې زموږدهيوادجغرافيايې موقعيت ددي باعث ګرځيدلى چې تل دلويوقدرتونواودګاونډيوهيوادونودجګړوپه ډګربدل شوې دى.پوښتني رامنځ ته كيږي.
خوكه دښاغلې جنرال صاحب عوض اويادهغه دنظرپلويان داخبره  څرګنده كړي اودبيلګي په توګه دنړۍ داسي يوهيوادراپه ګوته كړي چې هغه دي دښمن ونه لرې اودكورنيوچاروكې يې څوك لاسوهنه ونه كړې،زماپه فكر دنړۍ هرهيواد دخپل جغرافيايې موقعيت پراساس دوست اودښمن لرې،اوپه هرهيوادكې لاسوهنه شته خصوصاً دنړۍ د لويوقدرتونوله خواخودهرهيوادبرخه ليك خپله دهغه هيواددخلكوپوري اړه لرې چې خپل هيوادپه څه ډول وژغوري،كه څه هم داخبره پرموږښه نه لګيږي خودايوواقعيت دى،داخبره بايدياده كړوځكه د هرې ټولني وګړې كه غواړي په خپله ټولنه كې اصلاحات راوړي لومړى بايددخپلې ټولني نيمګړتياوي په ګوته كړي.
جنرال صاحب زموږدهيوادوالوداحساساتوخبره كوې،زماپه فكراحساسات چې په هرنامه راوپارول شي اوبياوهڅول شې نوانسان دقهرمرحلي ته وړي اوهركله چې قهراوغضب پرانسان غلبه وكړې نوعقل تري كډه كوې،دهمدغواحساساتوپاېيله موږدوروستيودريولسيزودجګړوپه تاريخ كې ډيره روښانه وينو.
جنرال صاحب وايې:په وروستيودريولسيزوكې بايد يوباقدرته اوبا صلاحيته حكومت منځ ته راغلې واى چې دافغانستان له ملي ګټواوخپلواكۍ څخه يې دفاع كړې واى.
ډيرمحترم اودقدروړجنرال صاحب،دازموږدټولوهيوادوالويوه پخوانۍ اوځوانيمرګه هيله وه خوله بده مرغه له خاوروسره خاوري شوه،اوپړه يې د وروستيودريولسيزودحكومتونواوسياسي واكدارانوپرغاړه ده،ځكه سرچينه ددغوټولوبدمرغيوهغوى دي،چې نن يې دافغانستان باغروره ولس دي ته اړايست چې د خپل ځان دژغورنې په خاطرپه خپل هيوادكې دبهرنيانواډي ومنې.
جنرال صاحب وايې- افغانستان بايدله خپلوګاونډيانوسره نيكي اړيكي ټينګي كړې.
جنرال صاحب !كه دخپل هيوادتاريخ ته نظروكړونودابه راته راڅرګنده شي،چې افغانستان په شلمي پيړۍ كې تل دبې طرفۍ اوخيرخواهۍ سياست لوبولى اودهيڅ يوګاونډي سره يې پرته دخپل حق غوښتو بدچلندنه دي كړى،خوګاونډيانوپه وروستيوشپيتوكالونوكې دافغانانوله دغه نيكۍ څخه ناوړه ګټه پورته كړې،اوافغانستان ته يې ګواښ كړې اودهرډول تيري اوظلم څخه يې دافغانانوپروړاندي كاراخيستى،اوزموږپه كورنيوچاروكې يې مخامخ لاسوهنې كړې،چې په پاى كې يې افغانان دومره بې وزله كړل چې نن له خپل حاكميت اوځمكنۍ بشپړتياڅخه هم دفاع نشي كولاى.
جنرال صاحب وايې-افغانستان بايدديوقطبي نړۍ دتاثيرلاندي رانشي داځكه چې په افغنستان كې دجګړي لمن اوږديږي.
جنرال صاحب!په نړۍ كې هيڅ هيواداوياهيڅ ولس اوحتىٰ په ټولنه كې يوانسان هم نه غواړي چې دچاتر تاثيرلاندي ژوندوكړې،خوله بده مرغه داحالات دي چې انسان اوياديوهيوادسياسي واكداران دي ته اړباسي چې دخپل هيواداودخلكودښيګڼوپه خاطردنړۍ ديوپياوړي هيواديوڅه تابع شي.
اوموږافغانانوخوپه وروستيوجګړوكې خپل هرڅه له لاسه وركړې اودنړيوالومرستوته اړتيالرو.
كه چيري دامريكادمتحده ايالاتواډي زموږپه هيوادكې ددي باعث وګرځي چې زموږهيوادته امنيت،اقتصادي پرمختګ،اودراتلونكوكولونوپه علمى كولوكې مرسته وكړي اوزموږپه هيوادكې زموږدګاونډيانودلاسوهنې مخه ونيسي نودابه دافغانستان لپاره يوګټورګام وي.
دجنرال صاحب سره داخبره دمنلووړده چې داډودجوړولوهدف ديوهيوادملي اواقتصادي آزادي ترپښولاندي كول دي.
خوجنرال صاحب كومه خپلواكې؟څومره چې پوهيږواودتاريخ پاڼې پدي ګواه دي زموږ هيواد خپله هرډول خپلواكې په غيرمستقيم ډول د۱۳۵۷ه ش كال دغوايې دمياشتي پراوومه اوپه مستقيم ډول يې د۱۳۵۸ه ش كال دورغومي په شپږمه زموږ هيوادته دپخوانې شوروي اتحاددلښكروراننوتلوسره له لاسه وركړه اوافغانستان دښكيلوهيوادونودجګړوپه ډګربدل شو،دشوروي اتحاددلښكروله وتلوڅخه وروسته دډاكټرنجيب الله پرمشرۍ دافغانستان حكومت هڅى دهيواددخپلواكۍ په خاطراوپه هيوادكې دسولى اوامنيت دټينګښت په خاطردستائيني وړدي خوله بده مرغه انجام يې ډيرخطرناك و.
جنرال صاحب وايې-افغانان ووحتٰى پر ايران يې حكومت كاوه افغانان ووچې پر هندوستان يې حكومت كاوه.
هو!جنرال صاحب داتاريخ، اويونه پټيدونكې حقيقت دى اوزموږدخلكولپاره يوستروياړدي،خوزه غواړم داخبره د نړۍ د يوبل ملت د تاريخ پربنسټ وكړم دبيلګي په ډول يې وړاندي كړم .جنرال صاحب!اعراب ووچې  داروپاترغربه پوري يې  خپله امپراطوري غځولې وه،خودشپيتوكالوراپديخوادوى ونه توانيدل چې د ترننه ورځ يوكوچنۍ فلسطين وژغوري،بله خبره داده چې پخوانۍ اوننۍ جګړي سره ډيرلوى توپيرلرې،كه چيري دهغه وخت جګړي له اوسنيوجګړوسره پرتله كړونوپدي په وپوهيږوچې په هغه وخت كې جګړه دتورياليوجنګيالواودهغوى دشميرپه زورګټل كيده،خونن ورځ جګړه دډيري لوړي ټكنالوژى ده چې له بده مرغه افغانان ترى په قطعى ډول محروم دي.
جنرال صاحب وايې-افغانستان ته ديوپياوړي،واقعاً باصلاحيته،واقعاً پوهه،واقعاًدخلكووړيوحاكميت ته ضرورت دى.
جنرال صاحب!په داسى يوهيوادكې چې څه دپاسه د دريولسيزودجګړوپه اوركې يې خپل زوراوځواك له لاسه وركړي څنګه يوپياوړي حكومت جوړيدلاى شي؟
بله خبره دپوهې ده چې بايد ووايودپوهې حاكميت په هغه صورت كې منځ ته راتلاى شي،چې په يوه هيوادكې دپوهانوشميره دناپوهانوڅخه لوړه وي،له بده مرغه زموږ په هيوادكې خوتقريباً په سلوكې پنځه نوي وگړي په وروستيوكې دځان غوښتونكواوقدرت پالونكوله بركته دليك اولوست څخه محروم دي،اوكه د ګوتوپه شميرڅه پوهه وګړي لرونوياپه بهرنيوهيوادونوكې ميشت دي،اوڅه چې په هيوادكې اوسيږي دټوپكسالارانوله خوا په هرنامه ټكول كيږي،اويوشميرنوريې چې ديادوولووړده دخپلوناكاموسياستونواوايډيالوژيو،په رنځورى اخته دي چې هيڅكله ديووالې لورته نه ځي.
جنرال صاحب وايې-داډوپرجوړولوپرافغانستان دګاونډيوهيوادونوتحديدونه اوفشارونه زياتيږي.
جنرال صاحب!زموږګاونډيوهيوادونوهيڅكله خپل ګواښونه كم كړې نه وو،اونه دې ،اودهرې ورځ په تيريدوسره لانوروګواښونه كوې،دافغانستان بې ګناه اوبې وزله خلكوپه وژنه كې مستقيم لاس لرې،چې بيلګه يې دطالبانوروزنځايونه زموږ دګاونډيوهيوادونوپه خاوروكې دي،زموږكډوال هيوادوال په ګاونډيوهيوادونوكې په هرنامه تحقيريږي اوپه هرنامه په دارخيژول كيږي،نوربه له دي څخه ګواښ افغانانوته څه وي چې هره ورځ په هرنامه زموږدهيوادښوونكي وژل كيږي اوښوونځي موسوځول كيږې،دمنځنيوپيړيودوحشت اوبربريت قانون پرافغانانونافذوي،اوداسلام دسپيڅلي دين په نامه زموږددين واقعي عالمان وژنې،زه نه پوهيږم چې نورګواښ څه وې.؟
جنرال صاحب وايې-دخارجي قواووداډوموجوديت بياخصوصاًدامريكايانوچې افغانانوسره يې ژبه،كلتور،اوفرهنګ،اوعنعنات يې اوهيڅ شى دافغانانوسره موافق نه دي.
دلته پوښتنه رامنځ ته كيږي!
جنرال صاحب!آيادسعودي عربستان چې دجهان دمسلمانانوكعبه ده ژبه كلتور،اوفرهنګ،كوم ورته والى لرې،اويادنړۍ نورهيوادونه چې دامريكااډي په كې شتون لرې؟خودابايدپه پام كې ونيسوچې دنړۍ هرهيواد چې بهرنيانوته اډي وركړې له هرڅه نه لومړى يې خپلې ملي ګټي په پام كې نيولې،په پاى كې بايدووايم.
دريغه!چې دوه ديرش كاله وړاندي له نن ورځ څخه زموږدهيواددهغه وخت پوځ اوپوځيانودادخپلواكۍ،اوځمكنۍ پشپړتيا،اوملي ګټي په پام كې نيولاى واى نن به زموږهيوادوالودابدمرغي نه ليدلاى.
ديوواحداوپرمختللې افغانستان په هيله
اسدميوند-مسكود ۲۰۱۱زيږديزكال دفبرورى دمياشتي ديوولسمه.