
بسم الله الرحمن الرحيم
ټولو افغانانو اوپه ځانګړې
توګه دپښتو مینه والو او
دپښتو ژبې لوستونکو ته ، خپلې دغه لاندې ژباړې چې تازه تازه د پیغام دخپرندویه مرکز
له اړخه چاپ شوي ، په ډیره مینه ډالۍ کوم:
1- درسول اکرم (ص) دانقلاب حکمت
: په دې کتاب کې د اسلام دستر پیغمبر
سیرت او دهغه صلی الله علیه وسلم
په لاسو داسلامي نظام د جوړښت
په اړه ډیر په زړه پورې معلومات راټول شوې دې .
2-
د «نبوت پاې » چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت د پاې ته رسیدو په اړه په کې
د قران او حدیثو په رڼا کې ډیر مستند دلایل وړاندې کړل شوي او د نبوت
د کاذبو داعیانو هر ډول ادعا
ته یی په ډیره ښه توګه ځواب
ویلې دې ...لوست یی د هر مسلمان
ورور اوخور له پاره ډیر زیات
اړین ګڼم .
3- د سلطان علاؤالدین خلجیی تاریخي
ناول ، چې دهند په لویه وچه دافغانانو دسلطې او نظام تاریخ په کې په ډیره په زړه پورې
توګه را نغاړل شوې .
4- بایزیدیلدرم چې دعثماني
امپراطورۍ او د صلیبیانو د سازشي کړیو تر
منځ په کې را نغښتې پیښې په ډیره ښه او
پرلپسې توګه بیان شوي دي..
5- داسلامي سیاست پنځم چاپ:
په نوې بڼه او نوې شکل سره
په ډیره ښه توګه یو ځل بیا د لوستونکو او مینه والو په خدمت کې
دې .
6- دحدیثو د انکار څخه د قران د انکاره پورې : په زړه پورې او ښکلې دینې کتاب چې دحدیثو منکرینو ته هم دقرانې ایتونو او هم دحدیثو له مخې په زړه پورې
اومستدلل ځواب وایی .
7- پرده : داچې دحجاب نشتوالې او یا شتوالې ټولنې ته څه
ګټه اوتاوان لری ، په دې اړه ډیر ښه او
مستدلل کتاب دې چې د
ټولو خویندو او ورونو
له پاره یی لوستل اړین ګڼم .
8- خلافت او ملوکیت : دا چې
ولې خلافت په
ملوکیت باندې بدل شو ، او ایا سلطنت او ملوکیت ته په دین کې ځاې شته او کنه ،
په دې اړه دخپله اړخه یو ډیر
په زړه پورې کتاب دې ...
هیله ده چې زمونږ مینه وال به زما
دا عاجزانه ډالۍ د زړه له کومي ومني .
په درنښت
قريب الرحمن سعيد