فقط دتاريخ په خاطر

فقط دتاریخ په خاطر
بسم الله الرحمن الرحیم
«لن ترضې عنک الیهود و النصرې ....»
دګران هیواد افغانستان په نامه  چې  کومه ډرامه دا څو ورځي په کابل کې د لویی مشورتي جرګي تر نامه لاندي روانه وه پخپل ځاي دسختو محکومولو وړ وه او ده . خو ددې ډرامي په پاې کې چې کومه لوبه دګور په غاړه ناست ۸۹کلن   حضرت صیب مجددي اودهغه د نابالغه مرید، زوې ، غلام او ..... بلاخره ولسمشر کرزی لخوا تر سره شوه سخت و ځورولم . د یوه ستر او ویاړلی  هغه مجاهد قوم  افتخارات او  تاریخي ویاړونه ، چې نه یواځي سیمه ایز بلکه د نړۍ ستري امپراطورۍ یی د تاریخ په پوهیدو سره  په لړزه راځي ، د یکشنبی په ورځ د نومبر په ۲۴مه د ۲۰۱۳میلادي کال ، د دقبرپه غاړه ناست مجددي صیب  له اړخه دومره په عجله دپلورلو له پاره  وړاندی  کړل شول ، چې تاریخ یی ساري نه لری . ډیره حیرانونکي دا چې وایی : که  امریکایانو ته په افغانستان کې د هغوې د فوځونو دخوندي ساتلو او.....اجازه ورنه کړل شي نو زه به د افغانستان څخه کډه باروم او بیرون  به هجرت کوم . حال دا چې جناب حضرت صیب  لا دپخوا څخه دډنمارک  اوسیدونکي  او غالبا چې دهمغه  هیواد تابعیت هم لری .
شرم دداسې یوه سپین ږیري  په حال چې  دخپل عمر په اخری لمحاتو کې یی هم د پردیو دمزدورۍ څخه لاس وانه خست او نه یی په اخلاص  سره الله تعالی ته دبښنې د دعاکولو قدرت وموند .
شرم دداسې یو ولسمشر په کړچار چې دخپل ولس تر مخه په داسې یوه خبره  چنه وهي  چې هغه یې  په اختیار کي ده او کولی شي چې په یوه قلم یی مسترد کړی او دهیواد ویاړلی تاریخ ته ځان سپین کړي .
شرم  په داسې  یوې مشورتي جرګي اودهغې په پلورل شوو غړو  چې په داسې  یوې غونډه کې دخپل هیواد د پلورلو  د سندونو دلاسلیک کولو په خاطر په ړندو سترګو قلم په لاس ولاړ  او د هیواد پلورني دکرغیړن ژمنلیک دلاسلیک کولو په خاطر لاسونه پړکوی .....
شرم په هغوجهادی  ناولو څهرو چې دهیوادوالو د غولولو په خاطر یی د  سترو سترو......لاندې  د حدیثو کتابونه   تدریسول او اوس د همغه حدیثو په خلاف  د یهودو اونصاراو  د لاسو د لوبو الې  ګرځیدلی  اوپه پټو سترګو او دواړو  لاسو خپل هیواد ، د یو څو  ورځو بدنامه  واکمنۍ په خاطر ، دهغوې ترمخه  ږدي.
انا لله و انا الیه راجعون .
سعید
۲۵نومبر-13
 qaribur Rahman saeed