د مصر انقلاب د ګواښونو په ګرداب کي :

دسیاسي امورو شنونکي :قریب الرحمن سعید
بسم الله الرحمن الرحیم

دیموکراسي هم دبادار په خوښه:
که د افغانستان داسلامي انقلاب اودهغې دتودو سړو په اړه چي ډیرڅه پرې لیکل شوي اوډیر څیړل شوي  لږ څه تم شو او نژدي یوه نیمه لسیزه وړاندی د الجزایر افریقایی عربي هیواد  حالات او یا دهغې تر څنګ دعربي نړۍ  د نورو هیوادو حالات تر څار لاندی و نیسو نو ډاګیزه به شي چې دیموکراسي هم ډیره  عجیبه او یو  ذومعني کلیمه ده . لکه څنګه  چي تروریزم او یا ترهګري دهر چا د طبیعت  له مخي مختلفي معناګاني لري په همدي توګه  دیموکراسي هم په یوه قالب او یوې معني کي نه شي راتلاې . په مکتبونو او پوهنتونو کي به  دیموکراسي داسې راپیژندل کیده چي «دخلکو حکومت د خلکو په واسطه دخلکو له پاره ».  یعني هغه واکمني  چي د خلکو د ازادو رایو په واسطه منځته راشي او ددې  رایو په پایلو کي  ټاکل شوي  وګړي دخلکو د رفاه او اسانتیاو له پاره داسي قوانین وضع کړي  چي په ریښتیا هم دخلکو د راتلونکي ژوند له پاره د ډاډ وړ وي .  دا چي خلک څه ډول نظام غواړي اویا  چاته رایه او ووټ ورکوي ، دا دهغوې خوښه ده ، ډیر وګړي  هغه چاته  رایه ورکوي چي دهغې پالیسي  او د هغه  جوړه کړي تګلاره یی  خوښه شوي وي . بیا همدا ډاله  خپل  حکومت جوړوي ، خلک یی دحکومت چارواکو ته نه ګوري بلکه دهغوي کړنو ته ویني او ګوري چي دهغوي له پاره څومره  سهولتونه او اسانتیاوي  برابرولي شي . دنموني په توګه په یو شمیر هیوادونو کي لکه همدا اوس  په فرانسه کې چي یو غربي استعماري پانګوال هیواد دي ، خلکو یی   سوسیالیست ګوند ته رایه ورکړه . دې ګوند خپل خکومت جوړ کړ ، هیچا ترې و نه پوښتل چي دا حکومت د ټولي فرانسي دي او که یو اځي د سوسیالیست ګوند .  طبیعي ده چي حکومت د سوسیالیست ګوند پورې  اړوند دي او دوې  چې  څه ډول پالیسي  خپلوي ، هغه ددوې دپالیسي جوړونکو ادارو پورې  اړوند ده . او ولس یی پایلي څآري .ترڅنګ یی په امریکا کی همدا اوس د نومبر په اومه  ټاکني وشوی او دیموکراتانو یو ځل بیا دولسمشري ټاکني و ګټلي ، اوس اوباما خپل نظام جوړوي ، په داسي حال کی چې  جمهوري  غوښتونکي ډله پرې هیڅ ډول نیوکه  نه  کوي او نه ورته دا  وایی چي دا د ټولو امریکایانو  حکومت دي  اوپه دی کي  یوازي دیموکراتانو ته ونډه ورکول د دیموکراسۍ خلاف کار دي .  ولسمشر اوباما  دخپلې خوښې او طبیعت په مطابق خپله کاري ډله جوړوي  اوبیا دهمدي ډلې سره یو ځاې  خپل کارونه مخته وړي . او په همدي توګه د نړۍ نور ګڼ شمیر هیوادونه  لکه انګلستان ، ایټالیا، استرالیا، کاناډااو ....
او دا کار ضروري هم دې ځکه هغه څوک چي  غواړي  کار وکړي باید دخپل ځان له پاره داسي ډله او کسان و ټاکې چي دهغه د نظر او آند تعقیبونکي وي ، که هغه کس داسي کسان چي دهغه د فکر اوپالیسیو مخالف وي په خپله کاري ډله کې رایوځاي کړي نو هغه به تل د ناکامیو سره مخ کیږي .
په الجزایر کی نژدی یو نیمه لسیزه او یا لږ څه زیاته موده مخته ټولټاکني وشوي ،  په ټولټاکنو کې  د اسلامي جبهي غړوتر ټولو زیاتې راېی تر لاسه کړې ، دهغه هیواد ستر ستر سیاسي بوتان یی راوپرزول ، دحکومت د جوړولو په هڅو کې شول ، خو دهغوې دا برې د ګاونډیو هیوادونو او تر څنګ یی غربي امپریالیزم او صهیونیزم ته دمنلو وړ نه وو ، په دې اساس یی  دهغه هیواد  سیکولر او لیبرال ټول ګوندونه  چې ددې نه مخته  یو دبل غوښو ته ناست وو ، سره رایوځاي کړل ، ستري مظاهري پیل شوې او په دیموکراتیکه توګه  جوړکړل شوي نظام یی رد کړ او د فوځي کودتا غوښتنه یی وکړه ،  چې همداسي وشول  او په فرانسي کي ناست  بوتیفلیقه یی  په فرانسوي الوتکه کي سپور   دفوځ په مرسته   دهغه  هیواد ولسمشر  و ټاکل شو  چې تر ننه پورې دهغه هیواد حالات  دهمداسي کسانو په لاسو کي دي ، د الجزایر اسلامي جبهي مشران یی و نیول ، بندیان یی کړل ، تبعید یی کړل ، او ددغه ټاکنو په پایلو کي بریالي شوي ټول  کسان یی د تعذیب او شکنجې لاندی و نیول . ګناه یی داوه چي په دیموکراتیکه توګه یی د نظام  بدلون  غوښت ، دخلکو اوولس د دخوښې په مطابق یی نظام جوړاوه ،  د خلکو د رایی او دخپلو هغو پالیسیو له مخي یی نظام  جوړاوه چي ولس  خوښې کړې وي ، خو پایلي یی داشوي چي دا ګوند غیر قانوني اعلان  کړل شول او کوم کسان یی چې د پولیسو او فوځ  له لاسو  وتلي وو ، دنظام په خلاف یی وسله وال قیام پیل کړ چې  نتایج  یی دادې زمونږ تر مخه دې .... په همدي توګه  په ۲۰۰۷ کال کی په فلسطین  کی  د فلسطیني ولس له خوا ټول ټاکني ترسره شوي ، ددي ټولټاکنو  نه مخته د امریکایانو او غربي څارونکو آند داوو  چې د فلسطین دازادۍ اسلامي غورزنګ « حماس » به  تر دیرشو پارلماني  چوکیو پورې  بري تر لاسه کړي ، خو د هغوې د اټکل پرخلاف دحماس غورزنګ د فلسطین په ټولټاکنو کي د فتحي  د غورزنګ څخه ډیرې پارلماني چوکۍ تر لاسه کړې  او د فلسطین دحکومت د جوړولو  جوګه  شو . دپارلمان رئیس او دپارلمان  ګڼ شمیر کمیتي همدي ګوند و ګټلي ، خو دهغوې دا ګټنه د دیهودو او نصاراو له پاره د زغم وړ  نه وه ، د امریکا د بهرنیو چارو د وخت وزیري کنډولارایس  په خپل یو غبرګون  کي  سمدلاسه وویل چي  « دفلسطین خلکو ددیموکراسۍ له پاره  رایه ورکړه  خو دهغوې ذهن نه دې بدل شوي .....» یعني دفلسطین  اسلامي غورزنګ  ته یی رایه  ورکړه او دا غورزنګ د اسرایيلو سره د خپل هیواد د ازادۍ په  جنګ کې ښکیل دې . دهغې په آند په هر هیواد کي چې دازادو ټاکنو له لاري نظام منځته راځي باید د سیکولر اویا غربي پالیسیو لرونکي وي ، حال داچي ولسونه چي رایه  او ووټ ورکوي دهغې معني داده چي دهغوې دخوښي همغه نظام منځته  راشي چي هغوي پرې باور او اعتماد کړې . دفلسطین د ټولټاکنو په پایلو کي یو خپلواکه نظام  جوړ شو ، حکومت یی جوړ شو  او پارلمان یی غونډي پیل کړې خو امریکایانو او یهودانو دا دیموکراتیک نظام  په رسمیت  و نه پيژاند او دفلسطین مشر  عباس  ته یی، چې  د یهودو  تر  ولکي لاندي فلسطیني  سیمو کي دهغوې د طبیعت په مطابق  ژوند سبا کوي ، حکم وکړ چي دفلسطین حکومت ړنګ او په خاې یی بل حکومت  جوړ کړې ، عباس هم  خپل همغه پخواني  د یهودو اونصاراو دخوښي ټیم  رامنځته کړ اوپه دې توګه  د فلسطین  خپلواک او د ولس په خوښه  جوړ شوي  حکومت  له منځه ولاړ . خو دحماس  اسلامي ګوند د غزي په تړانګه  کي خپله واکمنی کلکه کړه  او تر دي وخته پوري یی د یهودو سره دوه  ستري معرکی تر سره شوي چي  یهود په ټول توان او ځواک سره  نه دې توانیدلي  دي  غورزنګ  ته ماتې ورکړي ، که څه  هم په دی جګړو کي دفلسطین ولس ته ډیر زیات تاوان  ورسید او  په سلګونو شهیدان  یی ورکړل ، خو خپل همت یی له لاسه ورنه کړ . د یهودوسره  په دي  جنګ کي دفلسطین دمسلمان ولس په خلاف د مصر دمسلمان ولس په نیابت دهغه  ځاې مجرم او محکوم د پردیو لاس پوڅي حاکم  حسني مبارک هم شریک وو . هغه  ددي جنګونو په وخت کي په داسي حال کی  چې د غزې تړانګه  په مکمله توګه  د یهودو  له اړخه د اقتصادي او ....محاصري  لاندی وه ، د غزي د تړانګي زخمیان هم پرې نښوول  چي په مصر کي معالجه کړل شي .... په دې دوران کي د غزې د تړانګې  تر محاصري  لاندی ولس بیا هم دپوره میړانې څخه کارواخست  او د مصر څخه یی دداسي  زمکي لاندی تونلونو په واسطه خپل احتیاجات  رفع  کړل چي هر ځاي او هر تونل یی د یهودو ترڅار او بمباریو لاندی و.
خو  دعربي هیوادو  بهار یا په اصطلاح هغه  انقلاب  چي په عربي هیوادو کي ددیکتاتوري رژیمونو په خلاف  پیل شو  په دې وضعیت کې  یو څه بدلون  راوست . دغه بهار چي په تونس کي  دهغه ځاي ددیکتاتور واکمن ، بن علي ، په خلاف  پيل شو اوبیا یی  موفقیت  تر لاسه کړ ، وړانګي یی  مصر ، لیبیا ، یمن  او....ته  ورسیدي . په مصر کي هم د ۲۰۱۱کال د جنوري په میاشت کی یو شمیر ځوانانو د حسني مبارک  ددیکتاتورانه رژیم په مقابل کي پاڅون پیل کړ . حسني مبارک  چي پخپله یو نظامي منصبدار  دي او د فوځ په کومک د انوارالسادات  د وژلو وروسته حاکم  شو نژدي  دیرش  کاله په مصر داسی حکومت وکړ  چي ان تر اخري ورځي پوري یی هم ځانته د یوه نایب او معاون د غوره کولو څخه ډه ډه کوله. دمطلق العنان  اوفوعوني خصوصیاتو سره دي  حاکم د خپل  عمر د تیریدو او نوی کوول ته دنظام د انتقال له پاره  خپل مشر زوي جمال مبارک  د خپل  سرکاري  ، دوطن دګوند، مشر و ټاکه ،  او غوښتل یی نظام  همغي ته منتثقل شي ، په  اردو او قضاییه ادارو کي  چي دهمدي دیکتاتور  له اړخه  جوړی شوي وي  ټولو ددي سره توافق  درلود.  فوځیانو هم  چي دمبارک تر سیوري لاندی یی سترې ستري رتبي تر لاسه کړي وي  او دمبارک د انعاماتوسره  داسي روږدي شوي وو لکه  کوچنې چې د مور دشیدو سره  روږدي کیږي ، هیڅکله هم نه غوښتل خپل دغه محسن  له لاسه ورکړي ، خو  د ولس  انقلال اوپاڅون  دا ټولې معادلي لږڅه په ظاهري بڼه  بدلي کړي. په دې پاڅون کي دمصر اسلامي غورزنګ« اخوان المسلمین »  په پټه خوله  خو په  پوره ځواک سره برخه واخسته ،  دمصر فوځ  چې دشاوخوا عربي هیوادو حالات  کتل دي ته حاضر نه شو چي دخپل ولس په خلاف وسله پورته کړي ، په دې اساس یی حسنی مبارک ته  مشوره ورکړه  تر څو دوخت حساسیت درک او د واکمنۍ څخه دیوې مودې له پاره ځان ګوښه کړي ،  حسني مبارک هم  واکمنی دخپلې جاسوسي  اداري  رئیس  ته ، چې په دي ورځو کي یی دسخت مجبوریت له مخې خپل نائب ټاکلي وو ،پریښوده  اوپه خپله یی ځان ګوښه کړ . خو عام تصور دا و چي ددي انقلاب  په پایلو کي به بیرته دهغه د وطن ګوند او دهغې پورې اړوند کسان ځکه بریالی کیږي  چي  هغوي د مصر په ټولو  ادارو باندی حاکم او پوره  اغیز او نفوذ لري .
د مصر فوځ د مبارک څخه  واکمني په خپلو لاسو کي واخسته ، نظامي  ستره  شورا یی جوړه کړه او نوي قوانین  یی صادر کړل . په دی موده کي  د نهو میاشتو په دوران کي  د پارلمان له پاره  ټولټاکني تر سره شوي ، دا دومره سخته او دزغم نه ډکه مرحله وه چي تصور یی هم  ستونزمن دي . ځکه د هرو نهو ولایتونو  ټولټاکنو  درې میاشتي وخت درلود ، په دی دری میاشتو کي باید کاندیدانو دوه ځلي  منډې ترړې کړې وای  او ولس هم دوه ځلي د ټاکنو صندوقونو ته ورغلي واې ، همداسي وشول ، او دمصر د ټولو ۲۸ ولایاتو خلکو په دی  نهو میاشتو کي د صبر اوزغم سره یوځای دا ټاکني ترسره کړې ، د ټاکنو پایلي داشوې  چې دپارلمان یا ولسي جرګي ډیره کي رايی  مسلمانو ګوندونو تر لاسه کړي او سیکولر یا غیر مذهبي ګوندونه هسي تر شا پاته شول . په همدي وخت کي دفوځ  له اړخه د وعدي سره سم د ولسمشرۍ  ټولټاکني هم تر سره شوې ، په دې ټولټاکنو کي د حسني مبارک د وخت  د هوا نوردۍ وزیر هم  برخه درلوده ، فوځ ، قضا او لیبرالانو غوښتل  همداسي یو کس  رامنځته کړي تر څو په ولسي جرګه کي دمسلمانو وکیلانو مقابله وکولې شي . ویل کیږي  چي د هغه ځآي د فوځ او جاسوسي کړیو تر نظارت لاندی نژدی  یو میلیون  رایی دحسنی مبارک  پخواني وزیر ته  په دې خاطردغبن له لارې ورکړل  شوی وې چي هغه د عدالت او ازادي د ګوند د مشر محمد مرسي په مقابل کي بریالي کړي .
ددي ټولټاکنو په لمړیو منډو کي څو کسان نور هم  را ګډ شول چي مهم یی  دامریکا تر څآرني لاندی د اتمي څیړنو د نړیوال مرکز  پخواني مشراو حسني مبارک  درژیم پخواني سفیر محمد برادعي  او دحسني مبارک دوخت  د بهرنیو چارو پخواني وزیر او عرب لیک  مشر  عامر موسي هم ګډون درلود.
برادعي هغه کس دې چې د امریکایانو په لاسو یی د عراق په تباهۍ کي ستره ونډه درلوده اوبیا یی دایران په خلاف  په څیړنو کي  ډیر کار کاوه  خود اسراییلو د اتمي وسلو او اتمي بټیو په اړه یی دامریکا دپالیسیو سره سم کار کاوه . ان تردي چې دایی هم  نه خوښوله چي څوک دې د اسرییلو د اتمي بټیو په اړه  ورڅخه وپوښتي .هغه په دې خاطر  مصر ته ولیږل شو چي هلته دحسنی مبارک نه وروسته واکمني تر لاسه کړي ، هغه دحسني مبارک په اخري  بحراني شپو کی دهغه  څخه څو ځلي وغوښتل  چي نوموړي د موقتي صدراعظم په توګه و ټآکي تر څو ددي لاري نه په اساني سر ه  د ولسمشري ټولټاکني  و ګټي  خو حسني مبارک  په خپلو انډیوالانو باندی تکیه وکړه او دده خبره یی هسي  بابیزه وګڼله .  عامر موسي هم د عرب  لیک دریاست  څخه په دي خاطرځان  ګوښه کړ  چي  وکولاې شي د البرادعي ترڅنګ د مصر  ټولټاکني خپلې کړي .... خو ولس  ټولټاکنو کي دوې مسترد کړل  او دوه کسه  مخکښان را مخته  شول   چي  لمړي یی د عدالت او حریت  د ګوند مشر ډاکټر محمد مرسي   او دویم یی د حسني مبارک د رژیم پخواني وزیر  شفیق وو .
کله چي فوځ او قضاییه  قوه په دی وپوهیدل چي په اخري ټاکنو کي به  د عدالت  دګوند مشر محمد مرسي  دولس  خوښه تر لاسه کوي  نو سمدلاسه یی هغه  ولسي جرګه چي دنهو میاشتو د سختو  کړاونو نه وروسته دبین المللي  هیئتونو تر نظارت او څارني لاندی  ټاکل  شوي وه  په دی خاطر له منځه یوړه  چي ګویا دا شورا د ټول ولس نمایندګي نه کوي .؟؟؟؟؟ په زړه پورې ده  چي ولس دی یی په ازاده  توګه  منتخبه کړی خو بیا دی  د فوځ او قضا یو څو سپین سترګي   وایی چي دا شورا د ولس نمایندګي  نه شی کولي .
په هرصورت  دا ولسي جرګه  دفوځ  په سلا او د قضا له په امر  غیر قانوني اعلان شوه ، په داسي حال کي چې د نورو بین المللي څارونکو سره یو ځاي د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټرهم  پخپله ددی ټاکنو ننداره کړي وه ، هغوې د قضا په دی پریکړې باندی حیرانتیا وښووله. قضا او  د فوځ  څو کسانو  غوښتل په دی توګه اسلامي ګوندونه حساس کړي او د ولسمشرۍ په ټاکنو کي یی دګډون څخه لاس په سر کړي  خو داسلامي ګوندونو پریکړه  دا وه چي اوس باید  د ولسمشرۍ په ټاکنو باندي  ترکیز وکړي او مخالف  کس  چي د مبارک دډلي څخه دي  ناکام کړي  ځکه دشفیق د  ولسمشر کیدو په صورت کې نظام بیرته دهمغوې لاس ته ورته او انقلاب د صفر سره مخا مخ کیده . په دې خاطر اسلامي ګوندونه په یوه خوله د ډاکتر محمدمرسي تر شا و دریدل اود مصر قضاییه قوه  مجبوره  شوه چي دهغه  بریالیتوب د یوه  میلیون  رایو په زیادښت سره اعلان کړي . خو ددې  اعلان څخه مخته  د فوځ  عالي شورا په بیړنۍ توګه  نوي قوانین  صادر کړل  چي دهغې قوانینو له مخي یی ډاکتر محمد مرسي ته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ناست د یوه بندي حیثیت ورکړي وو ، نه یی دحکومت په  جوړولو کي واک  درلود او نه یی د اردو او قضا په مسایلو کي ...
په همدي وختو کي د سینا په ستره دښته کې د اسراییلو سره  په پولو کي د مصري عسکرو په پوسته  باندی برید وکړل شو او په دی برید کي دمصر شپاړس  کسه عسکر شهید ان کړل شول . ویل کیږی چي دا برید  د اسراییلو  له خوا داسي تهیه کړل شوي و چي د مصر د اردو او ددي  ولس د نوي ټاکل شوي  ولسمشر تر منځ  تاو تریخوالي رامنځته کړي . ددي پیښې سره سم  مظاهري پیل شوې او  په لمړي ځل  دمحمد مرسي په موټر  د تیږو او بوټانو ګذ ارونه وشول ، کله چې ددي شهیدانو جنازي د مصر مرکز قاهري ته راوړل شوي نو داردو یو شمیر جنرالانو د مرسي د سپکولو په خاطر  دامنیتي دلایلو او د ولس د قهر په بهانه  هغه  پرې نه ښود  چي ددي شهیدانو په جنازو کي ګډون  وکړي ...... خو دا پیښه  که له یوه اړخه  د مصري ځوانانو په شهادت  تمامه  شوه خو له بله پلوه  یی  محمد مرسي ته  لار ورکړه تر څو د مبارک د وخت دولسمشرۍ د  اطلاعاتو  فوځي جنرال  له مخي لري کړي اوپه دی توګه  څو نوراړین بدلونونه هم منځ ته راوړي . ډآکټر مرسي بلاخره  و توانید  دفوځ  ستره  شورا ړنګه کړي ، ددی فوځ  ستر مشران  متقاعد او په کور کینوي . او په دې توګه فوځ  تر یوه حده  دمصر دسیاست څخه ګوښه کړی . حال داچي ددي نه مخته  فوځي  جنرالان  که پخپله خوښه او یا د د ډیر عمر  د تیریدو  له امله  ګوښه نه شی نو درسمي ګوښه کیدو له پاره یی بله لار  نه وه ، حالات داسې راغلل چي محمدمرسي ته دوه لاري تر مخه وي ، یا دا چي د فوځي چارواکو عمري بندي پاته وی  او یا دیوه خپلواک او ولسواک ولسمشر په څیر رامخته شي . په همدی خاطر محمد مرسي ډیر زړه ور ګام واخست  او نه یواځي دا چي د فوځ دغه اجاره دار مشران یی  ګوښه کړل بلکه دهغوې له اړخه وضع شوي اضطراري  قوانین  یی هم منسوخ  اعلان کړل .
که له یوه اړخه د محمد مرسي دې قدم  د هغه  لاس  ور ټینګ کړ خو دبله اړخه یی دهغه  ټول رقیبان  هم حساس او لکه د مچیو په څیر  را وپارول .  ځکه ددي نه مخته داسي  افواهات  خپاره شوي وواو مخالفین هم په دې ډاډمن وو چي محمد مرسي  به دیو څو ورځو میلمه وي او بلاخره به فوځ بیرته واکمني په خپلو لاسو کی اخلی  او مخالفینو ته به د بیا ټاکنو چانس تر لاسه کیږي .  خو کله  چي  تر ټولو ستر مخالف او دزهرو ډک  البراعي  وکتل چي  محمدمرسي   نور هم ځواکمن شو نو سمدلاسه یی  د نورو سیکولر اولبرالو کړیو سره  سر نژدی کړ ، آن د امریکا او اروپا څخه یی دمداخلي او دمحمدمرسي د اقداماتو د غندلو غوښتنه وکړه ، او دټولو لیبرالانو، سیکولارانو او د مبارک د ګوند د کړیو او خلکو څخه یی وغوښتل  چې له ده سره لاس یو کړی تر څو دمحمد مرسي  په خلاف  تحریک و چلوی . خوهغه دخپلو نورو ملګرو سره یو ځاي  لاتر اوسه  د یوي بلي اداري دپریکړو  منتظر  و اوهغه  د قضا  پورې اړوند اداري وې . د مصر قضا څو ډوله  اداري لري ، چي  یوه یی ستره  محکمه  ، بله یی  ددی هم پله دقانون   محکمه ده او ترڅنګ  یی  دنقض  محکمه ، او اداري محکمه ده .
محمد مرسي د خلکو سره د ژمنو له مخې ،د خپل نوي  قوت  سره یوځای د شورا یا ولسي جرګي د راغوښتلو حکم وکړ خو تر مخه یی دا ځل قضا و دریده ، د پارلمان غړو  هم د قضا لاره و نیوله او د نقض محکمي ته یی دپارلمان د بي دلیله ړنګیدو په اړه شکایت وکړ خو دنقض  محکمي ددي په ځاې  چې ددوې په  شکایتونو غور وکړي دا قضیه   بیرته  سترې محکمي ته را جع کړه ، په داسي حال کی  چې د سترې محکمې پریکړه یی  لا دپخوا څخه تر مخه پرته وه .په دی اساس د ولسي جرګي د را بللو مسئله د قضا  سره د جنجالونو د راپورته کیدو په خاطر  شاته و غورځول شوه.
د ولسمشري د ټاکنو نه مخته نوې ولسي  جرګي یو سل کسیز کمیسیون و ټاکه تر څو د نوي قانون د جوړولو له پاره  مسوده  تهیه کړي ، خودا کمیسیون  د قانون دمحکمي  له خوا په دی خاطر منحل اعلان  شو چې ددې کمیسیون وګړي د ټول ولس نمایندګي نه کوي ، ددي کمیسیون د انحلال  سمدستي وروسته ، دتشې دډکولو په خاطر، فوځي شورا دهمدي ولسي جرګي  څخه یو بل سل کسیز کمیسیون  و ټاکه تر څود  نوي اساسي قانون په مسوده  کار وکړي  ، په دی کمیسیون کي داسلامي ګوندونو کسان را کم کړل شول اوپه ځای یی نور لیبران او  سیکولر کسان  راوستل شول . تر څه مودي پورې دي کمیسیون  کا روکړ  خو کله چي لیبرانواو سیکولرانو وکتل چي دهغوې اهداف او موخي نه ترسره کیږي، او یا داچې هغوې ته حکم وشو نور نو دا کمیسیون پریږدي ، نو سمدلاسه یی دا کمیسیون پریښود ، دې خلکو  ددستور یا قانون محکمي ته  شکایت وکړ تر څو دا کمیسیون چي دهغوې په آند د ټول ولس نمایندګي نه کوي منحل  اعلان کړي ، تر څنګ یی د سنا مجلس  چي  هغه هم داسلامي ګوندونو د اکثریت  غړي لري هم باید منحل  اعلان کړل شي .
دې قضا غوښتل دا مسئله و څیړي او ددي کمیسیون ترڅنګ د  سنا د مجلس  هم منحل اعلان کړي   او دمحمد مرسي لاس وپښي ور و تړي  اود یوه بي واکه او بي حیثیته  مشر په څیر  یی دڅو ورځو له پاره ولوبوي .  ځکه قضایه  قوه  چي نژدی ډیره کی یی سیکولر او دمبارک په  لاسو  ټاکل شوي  غړي دی  ،دي ته تیار نه دي چې د ډاکټر محمد مرسی په څیر دیوه زاهد انسان سره د تعاون  له پاره  لاس وکړي .
په دی وخت کي دمصر د سترو ښارونو کوڅې د مظاهرینو  څخه  ډکي وي او د ډاکټر  مرسي  څخه یی غوښتنه کوله چي دهغوې دشهیدانو  مجرمین دمحکمي مخي ته راوړل شی او د قانون  مطابق  سزا ورکړل شي ،  دا مجرمین دمبارک درژیم پخواني لوړ يوړی چارواکي ، وزیران او د پولیسو مامورین وو، چې دمبارک د رژیم په وخت کي یی د مظاهرو په جریان کي په سلګونو کسان شهیدان کړي دي .خو قضا کله  غوښتل  خپل ملګری اوپخواني مربیان   د جزا دقانون  لاندي راوړي . که څه  هم  دې قضا د مصر پخواني دیکتاتور حسني مبارک ته د عمري بند سزا ورکړي خو هغه هم سمبولیک او دخلکو د  ارامولو په خاطر ده ، ځکه دهغه  د سزا په اړه لیکل شوی  چي  په  هغه کوم  جرم ثابت  نه دي  اوکولي  شي  چي یو ځل بیا یی استنا ته راجع کړي . دمصرد قضا لوې څارنوال ټول مجرمین د نیولو سره سم په داسي حال کی  چې دهغوې ویډیوي فیلمونه  هم  موجود وو ، د سند د نه درلودو  تر نامه لاندی ازاد کړل . د لوې څارونوال دې کار د مصر انقلابیون  یو ځل بیا سرکونو ته را وویستل ، په دی اساس د مصر ولسمشر سمدلاسه  پریکړه وکړه چي نوموړي لوې څارنوال  په واتیکان کي سفیر و ټاکي  اودهغه په ځاې بل څوک  ددوسیو د دوباره تعقیبولو په خاطر  مؤظف کړي . خو لوي څارنوال د ولسمشر دا حکم و نه مانه اوپخپله کرسي کلک شو ، دلیل یی دا وایه چي د مصر ولسمشر  په قضایی  امورو کي لاس  وهنه  نه شي کولي اونه  ددي واک  لري  چي یوقاضي یا څارنوال  بدل او په ځای بل څوک و ټاکي ، محمدمرسي  هم  د ستونزي دحل په خاطر دا مسئله همدا سي شاته پریښوده .  لوي څارنوال  ددي  پیښي وروسته  د مبارک د وزیراو د ولسمشرې پخواني کاندید محمد شفیق  سره لاس  یو کړ او  د ټاکنو پخوانۍ دوسیی یی په دي خاطر  راوغوښتي تر څو دمحمد مرسي په خلاف  څه داسی  شواهد پیدا کړي چي   د قانون د محکمي له اړخه دهغه ولسمشري   غیر قانوني  اعلان  اوپه دي توګه  دخپلو مربیانود واکمنۍ  له پاره بیرته  لاره هواره  کړي .....
کله  چي  محمد مرسي وکتل چي د قانون محکمه غواړي د قانون  لیکني هغه کمیسیون  چي دولسي جرګي له اړخه  د فوځ د شورا په مرسته ټاکل شوي هم له منځه یوسي اویوه ستره قانوني خلا  رامنځته کړي نو سمدلاسه یی  د ولسمشرۍ  د واک  څخه  کار واخست او دپخوانیو قوانیو په رڼا کي یی داسي فرمانونه  صادر کړل  چي دهغې له مخي وکولاې شي  د قانون  لیکني دا شورا خوندي  وساتي  او ترڅنګ یی د قانون  لیکني دا مرحله  ژر تر ژره پاي ته ورسوي اوقانون  د ولس تر مخه د ټولپوښتني له پاره کیږدی . ددي فرمانونو د صادرولو سره سم دبرادعي ،موسي اوصباحي او ترڅنګ یی د قضاییه  قوي د وګړو  ټولې هغه هیلي  چې دمرسي د خفه کولو او دهغه د بې وسه کولو له پاره یی درلودي شنډي شوي ، همدا علت و چې سمدلاسه یی په چغو او واویلاو پیل وکړ ، محمد مرسي ته یی د فرعون ، دیکتاور او .... خطابونه وکړل  اودهغه په خلاف یی خلک سرکونو ته راوویستل .  ددي ډلي په  زیاتوالي کی دمبارک د رژیم د ګوند او پاته شونو  برخه  ډیره زیاته  وه . پخپله برادعي په یوه  یوټیوب پیغام کی لیکي چې «.... زمونږ سره په دې مظاهرو کی  دپخواني رژیم دکسانو ،  چې پرخلاف یی مونږ مظاهرې کولي ، برخه  ډیره  زیاته  ده .....»
د محمد مرسی له اړخه  دبیا بیا اعلانونو سره سره  چي  مظاهري  او د رایی ازادي د دیموکراسۍ یو اصل جوړوي ،خودا مظاهري باید د امن نه ډکي وې ، خلکو ته ، ملکیتونو ته زیان و نه رسوي او نه  د ورځني کاروباري ادارو   د کار تر مخ دخنډ  سبب و  ګرځي ..... » خو بدبختانه  چي دا مظاهري داسي پیل شوي  چي  په شمیر یو څو کسانو د تحریر په  چوک کي خیمي ووهلي  او ددي ستر چوک  ټولي لاري یی بندي کړي . دا  چي په دی خیمو کي څوک  او څومره کسان وو، معلومه نه ده خو هغه څه چي ترې ډاګیزه شول هغه همدا وو چي دغه ډله خلک دخپلو شومو غوښتنو له پاره، د مصر  په قیمت  هم، رسیدل  غواړي .  مظاهري د رایی دازادۍ  حق دي ، او په دی توګه  یو ډله خلک  خپل اواز تر  حکمرانانو پورې رسولي شي ، خو د مظاهرو څخه هیڅ وخت دا نه ده  راپورته شوي  چي یوه  محدوده  ډله خلک دي دخلکو د ازدو ټاکنو په واسطه د ټاکل شوي جمهور رئیس سره دنظري اختلاف  په خاطر ،دخپلو موخو د تر لاسه کولو له پاره داسي وضعیت راپیدا کړي  چي د ټول هیواد له پاره زیانمن ثابت شي .
دمحمد مرسي  د فرمانونو سره  سم د قانون  لیکني شورا  خپل کار هم  په بیړه مخته بوت ، او د څو میاشتو پرمختللي کار باندي یی د کمیسیون د سلو څخه د۸۵ غړو  په موجودیت کي  یوه مکمله شپه  بحث وکړ او ددسمبر په  لمړۍ نیټه یی ددي  نوي قانون مسوده   ولسمشر ته  وړاندي کړه . ولسمشر هم دقانون له مخي باید په  ۱۵ ورځو کي په دي مسوده  د ولس نه د هو یا  نه   را یی واخلي .  مخالفینو په دی مسوده باندی هم نقد وکړ او ویی ویل  چي په دی مسوده کي  دوه یمه  ماده  چي د وایی مصر اسلامي  هیواد دي او قوانین یی باید د اسلامي شریعت د اصولو سره سم وي ..... نه مني ،   او ویل یی  چي مصر د ټولو دي  او ددي مادي څخه څرګندیږي چي اسلامي ګوندونه  غواړي مصر یو اسلامي بنسټ پاله هیواد  و ګرځوي .....« یعني دا چي اسلام نه غواړو ....» 
د محمدمرسي  د کمپ  له اړخه  او همدا راز د قانون لیکني د کمیسیون له اړخه  بیا بیا وویل شول چي دا ماده د ۱۹۷۱ د اساسي قانون  څخه اخستل شوي اوان دمبارک په وخت کي هم دا ماده  په دی قانون کي لکه  څنګ  چې ده همدا ډول  موجوده وه ..... اما مخالفین چې  ډیره  کي یی سیکولر لیبران لږه کي عیسویان اونور بي دینه وګړی دی دا ماده  په دی خاطر نه مني  چې وایی  په پخوانیو قوانیو کي  ددي مادي موجودیت بیله معنا درلوده او په دی قانون کی بیله معنا  لري .... تر څنګ یی مخالفین ددی قانون  په ۶ مه ماده باندی هم انتقاد کوي  چي په  هغې کی  ولسمشر ته واک ورکړل شوي  چي  په غیر عاد ي  حالاتو کي  اضطراري  حالات اعلان کړي .
دغه دواړه مادي د دیسمبر په اومه ، یعني هغه وخت چي د مصر د ولسمشر له اړخه ټولو ګوندونو،مخالفینو اوموافقینو ته ، بلنه ورکړل شوه چي دولسمشرۍ په ماڼې کي سره راټول او په  اختلافي موادو باندی د بحث  له پاره چمتو شي تر څو د دسمبر په ۱۵مه  ولس ته همغه مسوده وړاندی کړل شي چي د ټولو پرې خوښه وي په هغه غونډه کې چې د ۵۶ سیاسي ګوندونو، شخصیتونواو د مصر د لوړې کچي پخواني پوهانو، د پوهنتون د قانون  جوړوني د استادانو او .....په ګډون  جوړه او وڅیړل شوي او دغه  پورتنۍ دوه مادي  چې د مخالفینو د هضم  وړ نه وي ، راتلونکي منتخب پارلمان ته د تعدیل په خاطر پریښول شوي ، ترڅنګ یی د مخالفینو دا شرط چي محمد مرسي دي د اختیاراتو د ورکړي فرمانونه بیرته واخلي هغه هم بیرته  واخستسل شول ، خو د عام پوښتني مسئله په خپل ځاي پاته شوه ، ځکه چي د ولسمشر معاون چي پخپله یو پخواني قاضي دي  وایی  چي دا  دقانون مسئله ده اوپه هیڅ  صورت  وروسته کیداې نه شی . خو مخالفین چي اجندا یی په اصل کی  د محمدمرسي لاس وپښي  پرې کول دی  ددي ټولو سره سره بیا هم حاضر نه  شول چي په داسي غونډو کي یا خوګډون وکړي او یا دداسي غونډو  پایلی  ومني .
په دی اړه مخالفینو او موافقینو مظاهري وکړي .  تر ټولو ستره مظاهره داسلامي ګوندونو د اتحاد  له اړخه تر سره شوه  چي د غربي خبري سرچینو او تلویزونو  دویناو  له مخي په کي دشپږو میلیونو څخه ډیرو  کسانو  برخه اخستي وه . دوې  محمد مرسي ته  ډاډ ورکړ  چي دخپلې اجنډا سره مخته ولاړشي او دسیکولر او بي دینه کسانو تر فشار لاندی رانه شي .....خو مرجوفینو او سیکولربی دینه  وګړو  د فشار دزیادښت په خاطر د جمهورې ریاست قصر محاصره کړ او هلته یی خیمي ووهلي ،  ترڅنګ یی د مخالفینو او موافقینو ترمنځ  ټکر راغي  چي په کی د اخوان المسلمین  نژدی اته کسه غړي شهیدان  شول او تر سلګونو نور  یی زخمیان شول . تر څنګ یی دمصر په سترو سترو ښارونو کي د اخوان المسلیمین او دحریت و عدالت د ګوند ۲۹ ستر ستر مرکزونه د مخربینو له اړخه په داسي حال کی وسوځول شول چي د پولیسو ګڼ شمیر  یی  نند اره کوله . په زړه  بورې  داده  چي  د محمد مرسي په حکومت کي نه پولیس  دهغه  سره همکاري کوي نه  قضا او نه ..... دا په داسي حال کی  چې د دولتي او فردي ملکیتونو ساتنه ددولت  د پولیسو کار دی ..... خو په مصر کي دا بدلون یواځي د یوه دیکتاتور په لري کولو او دیوه  ډیر عاجز  او مؤمن انسان په رامنځته کولو کي راغلي نور ټول هر څه دپخوا په څیر  دمخربینو او مرجوفینو په لاسو کي دي ...
دمخالفینو اومرجوفینو سیکولر  ډلو ټپلو ارزو او موخي دادي  چي په هر ترتیب کیداې شی  داسي حالت  رامنځته کړي  چې دهغه له  مخي  نه خو مصر د یوه نوي قانون  اونوي قانوني شورا  خاوندان شی او نه دا نظام د اسلامي ډلو ټپلو په لاسو کي و څرخي .
د اخوان  دیوه مشر  وینا ده چي مونږ کولي شول او اوس هم کولي شو چې دخپلو ځانو څخه  دفاع وکړو خو مونږ نه غواړو د شریرو عناصرو  شر ته نوره  هم  لمن ووهو .ځکه په دی شر کي دپخواني[S1] [S2] [S3]  رژیم د جاسوسي شبکي ، پولیسي شبکو او ......ټول عناصر شامل دي ، تر څنګ  یی هغه تجاران او هغه فاسد کسان  چي دولس شتمني یی په لاسو کي ده او له دې ویره لري  چي دمحمدمرسي په لاس   په یوه نظام کي به تري پوښتنه کیږي  ، غواړي دي فساد ته په هر قیمت  چي شوني وي دوام ورکړي .
ترڅنګ یی  په نړیواله برخه  کي دمحمد مرسي ازاده پالیسي  له یوه اړخه او دبله  اړخه  په فوځ کي دامریکا او اسراییلو د مهرو  له منځه وړلو امریکا ، یهودان ډیر حساس کړي دی . د فلسطین په مسئله کی دنوي مصر دریځ ، د سوریی ، یمن ، لیبیا ، تونس  او .....کي ددي نوي  ولسمشر ازاد دریځ   او ترڅنګ  یی د ترکیی سره د اړیکو  رانژدی کیدلو د یو شمیر هیوادونو مشران  په لړزه   راوړي دي . دا لړزه  که له یوه اړخه په امریکا او یهودو لګیدلي ، لکه چي ولسمشر اوباما  په یوه وینا کي  وویل چي « مصر  نه زمونږ دوست دې او نه دشمن ...»  دبلي خوا په صهیونیستي رژیم هم تبه راغلي ،  داسراییلو صهیونیستي  رژیم   بیا بیا ویلي  چې په مصر کي د محمدمرسي  د نظام  له پاره مونږ باید هر کال  دري ملیارده  اضافي بودجه د فوځي تیارو او اړتیا و په خاطر تصویب او تائید کړو ..
همدا راز د یو شمیر اسلامي هیوادو په مشرانو هم تبګۍ لګیدلي  چې په مصر کي داخوان المسلیمین په  مشرۍ د یوه نظام  جوړښت دهغوې د نابودۍ سبب ګرځي. ځکه په ټوله اسلامي او په ځانګړي توګه په  عربي نړۍ کي د اخوان المسلیمین ګوند په منظمه توګه  پوره شمیر وګړي لري او کولي شي  چي  په دی هیواد کي د ا ستحکام  وروسته  د نورو هیوادو  په  نظامونو کي هم ستر ستر بدلونونه راشي په دي خاطر دوي ټول د یهودو  اوصلیبیانو سره یوځاي هڅي کوي تر څو په مصر کی دغه مرجوفین او سیکولر   تقویه کړي  او ددی لاري  د مصر ستر انقلاب د ګواښ سره مخ کړي .
اوس په داسي حال کی چې د دسمبر د اومي نیټي د ستري غونډی وروسته چي په هغې کي ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو اوسیاسي اوقانون پوهو شخصیتونو  ګډون درلود، اوپه کي په دیر اختلافي امورو  توافق هم وشو ، او دهمدي غونډي له اړخه په یوه توافق سره اعلان وشو چې  ددسمبر په ۱۵مه به  نوې قانون  ټول پوښتني ته وړاندي کیږي ، ووینو  چي حالات کومي لوري ته ځي ، ایا دمصر بهرنۍ او کورنۍ سازشي کړۍ به دا قانون هضم کړي او که نه ؟
خوانشاءالله  چي دا  به ورته ځکه شوني نه وي چې هلته اسلامي ګوندونه دپخوا څخه ډیر متحد او یو لاس  دي  او تل مخالفینو ته د اختلاف دحل  لاره د صندوق ا ووټ  لاره چې په ریښتیا هم د اختلافاتو دحل غوره او ښه لاره ده  وړاندي کوي ، اوپریږدي چې  قوم او ولس په دې اړه پریکړه وکړي . خو څرنګه چي صندوق وښووله چي  ډیره کي ددوې  تر خوا ولاړ دي نو مخالفین ځکه دصندوق  څخه ځان ساتي .
قریب الرحمن سعید
 [S1]
 [S2]
 [S3]