په ليبيا کې نن د غضب ورځ لمانځل کيږي



په تونس، مصر، بحرين، يمن او ايران پسې اوس په ليبيا کې هم د واکمن ډکتاتور معمر القذافي پر ضد، چې له دوه څلوېښتو کلو راهيسي واکمني کوي،  لاريونونه پيل شوي دي. نن (پنجشنبه) دقذافي د مخالفينو له خوا د غضب ورځ اعلان شوې ه او په (سوشل نېټ ورک) وېب پاڼه کې له ټولو خلکو د پاڅون غوښنه شوې ده.که څه هم له څو ورځو راهيسې د ليبيا په مرکز ترابلس او دويم لوی ښار (بنغازي) کې واردمخه لاريونونه پيل شوي او د خبرونو له مخې يو شمېر کسان يې په ترڅ کې وژل شوي هم دي، خو نن د سراسري لاريونو غوښتنه شوې ده.