د (پوليتزر) جايزې ګټونکي سټېو کول په ( مېګزين دي نيويارکر) کې څو باوري سرچينو له خولې ليکلي، چې د امريکې او طالب مشرانو
تر منځ مخامخ او پټې خبرې پيل شوې دي. دا چې دا خبرې چېرته او په کومه کچه ترسره
شوې دي ، په دې اړه رپوټ څه نه دي ويلي. خو روهي وېب پاڼې ته يوې باوري سرچينې
ويلي، چې دا خبرې د جرمني په برلين ښار کې ترسره شوې دي.
بل
خوا د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلېنټن ويلي، چې د افغانستان مسأله يوازې
سياسي حل لري.کلېنټن په نيويارک کې په خپله وينا کې وويل چې: که موږ هر څومره ډېر
طالبان هم ووژنو ، بيا به هم د سولې لپاره کفايت ونه کړي.
کلېنټن
وويل، چې د امريکې موخه دا ده چې سوله غوښتونکي طالبان پياوړي او له القاعده يې جلا کړي .
وروستي